(د اهل بيتو صحابه (۴

(د اهل بيتو صحابه (۴

articoli correlati

 

حضرت عبدالله بن رواحه (رحمة الله عليه)

 د مدينې نه بهر يو ځای کښې درې زره مسلمانان او د خدای د رسول ملګری راغونډ شوي وو هغوي دروم جنګ ته تللو ته تياروو. مسلمان سپايان رسول الله خبرو او وصيتونو ته انتظار کښې وو او د هغه د فرمايشاتو اوريدلو لپاره يې ګوتې شمارلے، پيغمبر(ص)د خدای حمد اوثنا سره او په خدای باندی توکل سره شورووکړه او روميانو سره د جنګ په هکله يې ډير ښې خبری وکړے. بيايې د سپايانومشرۍ لپاره درې له ټولو ښه صحابه وټاکل، هغه حضرت وفرمايل؛ اے د الله د لارې مجاهدانو! په دې جنګ کښې مشري مو د خپل ترۀ زوي جعفر بن ابی طالب ته ورکړه او که هغه شهيد شو نو زيد بن حارثه به د اسلام بيرغ په لاس کښې اخلي او د لښکر مشری به کوي اوکه هغه شهيد شو نو عبدالله بن رواحه به د لښکر مشروي، د پيغمبر(ص)ددې خبرو وروسته د اسلام سپايان د يو سخت جنګ لپاره د شام په لورروان شو او پيغمبر(ص) هم ورسره تر څه حده بدرقه وکړه او بيايې د اسلام لښکر سره خدای ملے وکړ. د خدای ملي په وخت کښې عبدالله بن رواحه پيغمبر(ص)ته ورغےاوويې ويل: اے د خدای رسوله !ماته يو خبره وکړه چې زمالپاره نصيحت شی، پيغمبر(ص)ورته په ځواب کښې وفرمايل:ته به سبا داسې ځمکې ته لاړ شې چې هلته سجده کول کم دي نو دې ته په پام هلته زياتې سجدې وکړه، عبدالله بن رواحه وويل:بل نصيحت راته وکړه ؛هغه حضرت وفرمايل: تل خدای يادوه ځکه هغه په هر څه کښې ستا يار او مددګاردے. بيا عبدالله له پيغمبره جدا شو او دا شعرونه يې وويل؛ زۀ له خدايه بخښنه غواړم ، او ماتوونکي ګزارونه چې په لپو لپو وينه ترې راوځي او خلک زما په تنې د تيريدو په وخت ماته دعا وکړي اوووايي چې خدای هغه خوشبخت کړ.عبدالله بن رواحه اوښکې ورولې اوويل يې: زۀ هيڅ کله دنيا سره مينه نه لرم او ددنيا نه د جدايۍ په غم کښې ژړانه کوم؛زما د ژړا سبب دادے چې د خدای په وړاندې ځان ګنهګار ګڼم او د هغه رحمت ته اميدواريم؛ عبدالله بن رواحه په داسې حال کښې له رسول الله جدا شو چې کلک ايمان، بشپړ يقين او بيلګه ميړنتوب يې لرل تل به يې د خدای ذکر کاوه او د خدای و او د رسول له رضا پرته به يې بل فکر نه کاؤه کله چې د مسلمانانو سپايان د شام وطن ته ورسيدل نو د دښمن سل زره لښکر سره مخامخ شول د جنګ لپاره يوه شورا جوړه کړې شوه ځينۍ پکښې يو بل ته بې باوره وويل : ددښمن فوځ زمونږ په مقابله ډير زيات دے او د هغوي په وړاندې ودريدل ممکن نه دي ځکه چې دروميانو د جنګ تجربه هم د مسلمانانو نه زياته وه. په داسې وخت کښې له ټولوښه ممکنه لار دا وه چې پيغمبر (ص)  ته ليک وليکلي شي او د هغه نظر وغوښتل شي کيدے شي چې پيغمبر(ص)مونږ ته د وروسته کيدو اجازت راکړي. عبدالله بن رواحه د مسلمانانو فوځيانو خبرو سره ډير خپه او دلګير شوےومؤمنانوسپايانو ته يې مخ کړ اوويې ويل: اے مسلمانانو! قسم په خدای؛ تاسو دلته د څه مقصد لپاره راغلي يئ چې اوس هغه نه خوښوئ،تاسو له مدينې د شهادت په نيت راوتلي يئ نو ولې ترې ويريږئ؟ قسم په خدای مونږ هيڅ کله د اسونو او اسلحې په اميد دښمنانو سره نه يو جنګيدني يواز د خدای په توکل او په خدای باندې د عقيدې اودايمان په زور جنګيدلي يو اوس هم دښمن سره جنګيدلو ته تيار يو. قسم په خدای مونږ سره د بدر په جنګ کښې دوه اسونه او د احد په جنګ کښې يو اس ؤ بياهم په دښمنانو بريالي شووم په دی جنګ کښې به هم يابريالي شويا به شهيدان شو که بريالي شو نو خپل مقصد ته ورسيدو او که شهيدان شو نو خپلو شهيدانو وروڼو سره به يو ځاي شو.

عبدالله خپلو ګرمو خبرو سره د اسلام سپايانو ته نوې زور ورکړ او هغوي په ډيرزړه ورتيا سره په دښمن حمله وکړه. دروم لښکر د اسلام سپايانو سره په ،موته، نومې ځای کښې وجنګيدو او ډير سخت جنګ وشو په دغه جنګ کښې د اسلام د لښکر دوه بهترين مشران جعفر بن ابی طالب او زيد بن حارثه شهيدان شو او عبدالله بن حارثه د لښکر مشري په لاس کښې واخسته په داسې حال کښې چې هغه په دښمنانو حمله کوله دا شعرونه يې لوستل؛اے زما ځانه قسم خورم چې جنګ ته وځې که خوشحاليږې که خپه کيږې.اے زما ځانه ولې له جنته په تيښته يې او هغه نه خوښوې؟ که دخدای په لارې شهيد نه شې هم به درله مرګ راځي دا د مرګ استازے دے چې غږونه کوي که د جعفر او زيد لارې ته دوام ورکړے نو هدايت به شې او که په دې لاره کښې څه کمې وکړې نو په بدبختۍ کښې به ګيرشې.

عبدالله ددښمنانو په مينځ کښې توره وهله او هغوي يې هلاکول هغه د اسلام د لښکر په سر کښې جنګيدۀ خو هيڅ ويره يې زړۀ ته نه راتله، کله کله به يې ځان سره ويل؛ اے عبدالله ته لا تر اوسه ژوندې يې په داسې حال کښې چې صحابه او ياران دې شهيدان شوي دي؟اخر دا چې عبدالله په دغه جنګ کښې ددښمن د لاسه نيزه وخوړه او په شهادت ورسيد. هغه د پيغمبر(ص) په حضور کښې و او هميشه يې د هغه اطاعت اوپيروي کوله هيڅ کله يې په خپله عقيده او ايمان کښې شک ونه کړ او تل يې ځان د پيغمبر(ص)لپاره زغره جوړوله. عبدالله به په ډيروجنګونو د خپل ميړنتوب په سبب د اسلام لپاره د ډيرو برياليو سبب کيدۀ او تل به يې نورمسلمانان د پيغمبر(ص) اطاعت او پيروۍ ته بلل د خدای رسول به هم تل هغه ته دعا کوله او هغه ته به يې ډير لوی ذمه وارۍ ورکولے،                 

پيژنګلوي

نامه: عبدالله

د مور نامه: ابومحمد – ابو رواحه

د قبيلې نامه: جزرج

د شهادت تاريخ: د اتم هجري کال لومړۍ خو

Commenti

Lascia un tuo commento

* I campi contrassegnati con l'asterisco sono obbligatori certamente avere valore.