حضرت امام موسی کاظم د کرامت او زغم بیلګه

حضرت امام موسی کاظم د کرامت او زغم بیلګه

مقالات مرتبط

 

الهي پیغمبران او مخکښان پربندګانو د خداي پاک د رحمت او مهربانۍ نښې دی. د غولویانو د تاریخ په اوږدوکې د انسانانو د لارښونې بیرغ پر اوږو درلود څوبې لارې شوي کسان د نیکمرغۍ په لاره وکاږي . د اسلام ګران پيغمبر او د هغه بزرګوار اهل بیت علیهما سلام هم د دغه رسالت په تر سره کولو کې د ظلم او جهل په تورتمونو کې د مشال په څیر وځلیدل او په دغې لارې کې ئې ډیر زیات کړاؤنه وزغمل. دوی همدا راز د پوهو چلونکو په څیر د فتنو او بلاګانو په څپانده سمندر کې د اسلامی امت بیړۍ په امن سره ساحل ته ورسوله. اوس د دغو بزرګانو پاتې سیرت او خبرې هماغه راز خوځنده او په دوامدار ډول د نیکمرغۍ د ژوند غوښتونکو ته بیا ژوند وربخښي .

دوستانو د اسلام د دین له دغو لویانو د یو ه لوي شخصیت د نیکمرغه زوکړې په شپو ورځوکې يوو . د اسلام د ګران پیغمبرد یوه پآک لمسي او د امامت د لړۍ اووم ځلانده ستوري حضرت امام موسی کاظم علیه سلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره پر محمد او د هغه پر آل درود او سلام استؤ او دا فرصت غنیمت ګڼو چې د دغه امام بزرګوار د معرفت او علم له سمندره ملغلرې ترلاسه کړواو څو شیبې خپل روح او باطن ته د امام بزرګوار له سیرت او کلام سره تاندوالی وبخښو .

ائ خدايا پر محمد او د هغه پر آل درود واستوه او همداراز پر موسی ابن جعفر ، پرهغه، چې د خیر او احسان معدن او د علم د ځلانده نورچینه وه . خدایا ، پر هغه ډیر زیات درود او نه ختمیدونکی رحمت نازل کړه او مونږ هم د هغه عشق او مینې په خاطر چې له هغه بزرګوار سره ئې لرو له خپل فضل او احسان څخه برخمن کړه .

دوستانو د ۱۲۸ قمري کال د صفرې د میاشتې اوهمه نیټه د یکشنبې ورځ وه . حضرت امام صادق علیه سلام له خپلې کورنۍ او یو شمیر ملګرو سره له مکې د مدینې په لور په ستنیدا ؤ . کاروان د مکې او مدینې ترمینځ د ؛ ابواء : په نامه په یوه ځاي کې چې د رسول ا .... بزرګوار مور بزرګواره پکې دفن ده ، د آرام لپاره تم شو . د امام صادق یو ملګری ابو بصیر وائي ، په ډوډۍ خوړلو لګیا وو چې د حضرت امام صادق علیه سلام با فضیلتې میرمنې حمیده له خوایو کس امام بزرګوار ته راغی او ورنزدې شو او امام بزرګوار ته ئې د زوي د زیږیدا ځیری ورکړ حضرت امام صادق علیه سلام د دغې نیکمرغې زوکړې په خبر ډير خوشاله شو او د خپل زوي نامه ئې موسی کیښودله .

حضرت امام صادق علیه سلام د خپل زوي د زوکړې پّه وخت وفرمائيل: خداوندمتعال راته خوره غوره انسان را ډالۍ کړ :

د امام صادق عیه سلام زوی وروسته په کاظم یعنی د غوسې زغمونکي په توګه مشهور شو . له دغې نیټې شل کاله وروسته امام موسی کاظم د خپل پلار بزرګوار امام صادق علیه سلام له شهادته وروسته د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښونې دنده په غاړه واخسته او تر ۳۴ کلونو پورې ئې په ډيرو ټييټو هسکو کې دغه دنده ترسره کړه .

د امام موسی کاظم علیه سلام د امامت پړاؤ د منصور دوانیقی، مهدی ، هادی او هارون الرشید پّه نامو د څلورعباسی خلیفه ګانو له حکومتونو سره په یو وخت ؤ. یو هغه پړاؤ چې امام کاظم علیه سلام پکې ژوند کاوه، د عباسی واکمنانو د ظلم او استبداد له پړاؤ سره یو وخت ؤ عباسی واکمنانو قدرت ته له رسیدووروسته ستمګرۍ او ظلم ته مخه کړه او پرخپلو مخالفانو ئې دباؤنه ډير زیات کړل. امام کاظم د هغو ظلمونو او کړاؤنو په وړاندې چې د عباسي خلفاؤ له خوا کیدل، غلی پاتې نه شو، بلکې له بیلابیلو لارو ئې ورسره مخالفت وکړ. همدغه چاره سبب شوه چې هغه بزرګوار په تیره بیا د هارون د واکمنۍ په دوران کې خپل زیاتره عمر په بندونو کې تیر کړی. له دې سره سره امام بزرګوارله حق وئیلو ونه ګرځید او په بیلابیلو فرصتونو کې ئې د خلکو پوهولو ته مخه کړه. حضرت امام کاظم علیه سلام پوهیده چې په ټولنې واکمن سختو دباؤنو او ساډوبۍ ته په پآم سره نیغ په نیغه چلند لکه پاڅون، د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه دی. له دې امله هغه بزرګوار د ټولنې د فکری او کلتوري اساس د پیاوړی کولو او د خرافاتو او انحرافاتو پاکولو او له مینځه وړلو ته مخه کړه. امام موسی کاظم په آسمان کې د ځلانده لمر په څير د پوهې او علم رڼا خوروله او پهّ دې ټوګه ئې ډير شاګردان وروزل چې په هغو کې هر یو پّه خلکو کې د علم او بیلابیلو کمالاتو سرچینه شوه

حضرت امام موسی کاظم علیه سلام د عباسیانو د حکومتونو په وړاندې پّه بیلا بیلو رودو سره قیام وکړ او پّه دې زمینې کې ئې د خپلو ملګرو لارښونه وړه . چې د مثال په توګه ئې یوه خبره وړاندې کوو هغه بزرګوار د صفوان په نامه یوه کس ته وفرمايل، ائ صفوان، له یوه شي پرته ستا ټوله ځانګړنې ډيرې ښې دي. ولې خپل اوښان د عباسي واکمن هارون ته پّه کرایه ورکوې؟ صفوان عرض وکړ، زه اوښآن د حج لپآره په کرایه ورکوم او پخپله په اوښآنو پسې نه ځم، امام بزرګوار وپوښتل؛، آیا ته نه غواړې هارون لږ تر لږه له مکې تر راستنیدا پورې ژوندی وي؟ صفوان په ځواب کې ووئیل، هو! امام بزرګوار وفرمائیل: څوک چې د ستمګرو له پآتیکیدا سره لیواله وي له هغو به وشمیرل شي.

حضرت امام کاظم علیه سلام له عباسیانو سره له ملګرتیا د خپلو ملګرو په منع کولو سره په دې سره چې د عباسی خلافت رواوالی باطل وښئ ، دهغه غاصب واکوالان منزوي کول او په خلکو کې ئې له مقام درلودلومحرومول.

البته امام موسی کاظم په استثنائي شرائطو کې دحکومت په مهمو څوکیو کې دخپل باور وړ ځينو ملګرو له شتون سره مخالفت نه کاوه . ځکه دغه واقیعیتونه په حکومتي اورګانونوکې د نفوذ سبب کیدل .

د امام بزرګوار یو باوری ملګری علی بن یقتین ؤ . هغه په عباسی حکومت کې د هغه دوزارت په پړاؤ کې د اهل بیت علیهما سلام د پیروکارو لپآره یو ډاډمن ځاي شمیرل کید. علی بن یقتین په دغه مقام د امام موسی کاظم او د هغه بزرګووار د ملګرو په ګټه ډير کاارونه وکړل .

حضرت امام موسی کاظم علیه سلام په اخلاقو ،حلم ،زغم او د غوسې په څښلوکې لوړ مقام دربود .دحق له جبهې په دفاع او همداراز د هغه بزرګوار اخلاقی کرامات او بخښنه د خلکو کې د ژوند په متن کې ددین دحیات نوی کیدااودهغو دوام سبب شوه . امام موسی کاظم دخپلوپلویانواخلاقي روزنې ته ملاوتړله اودوی ته ئې سپارښټنه کوله چې په ټولو زمینو کې بیلګه ووسي .هغه بزرګواردزمانې دناخوالوپه وړاندې ډير صابرؤ .ابن اثیرداهل سنتودتاریخ لیکونکو له قوله لیکي؛.هغه بزرګوار له هغه چا سره چې ورسره يې بدي کوله ، په ډیرې نرمۍ سره خبرې کولې او ورسره به ئې نیکی کوله . له دې امله په کاظم یعنی د غوسې پّه څښونکي مشهور شو .

دوستانودخپرونې په دې برخې کې هم دحضرت امام موسی کاظم علیه سلام

له حکیمانه ویناؤ یوه خبره راخلو . امام بزرګوار د نفس دمحاسبې د ارزښت او رول او د اعمالو دجاجونې په باب فرنائي :،له مونږ اهل بیتو نه دی هغه څوک چې هره ورځ د نفس محاسبه نه کوي نوکه نیک کار ئې کړی دی ،خپل نیک کارونه زیات کړئ او که په هغه ورځ مو بدکار کړی وي نو له خدایه بخښنه وغواړئ اوتوبه وکړئ .

د امام موسی کاظم له نظره د عملونو دائمي اوهره ورځ محاسبه دومره مهم اوارزښمن کاردی جې امام بزرګواردغه غوره کاردپيغمبرداهلبیت علیهماسلام سره ملګرتیا ګڼي . په مسلمه توګه دنفس محاسبه اودهغه څه محاسبه کول چې ترسره کړي مو دي ،زمونږ په وجود کې دغوره خویونو دتثبیتیدا او تل پاتیکیدا سبب کیږی اوبدخویونه اوکارونه دمونږ له اعمالونواولیدتوګو له ډګره وینځي .په غې دنیا کې د نفس محاسبه انسان ته دا امکان ورکوي چې پخپلو عملونوبیا کتنه وکړي ،ځکه چې دغه کار یوازې په دغې دنیا کې ممکن دی او دانسان په مړینې سره نور په آخرت کې د هغه لپاره دغه ډول امکان نشته .

امام موسی کاظم د خلکو د ستونزو پّه حل کولو او د اړتیاؤ په تامینولو کې مخکښ ؤ .هغه بزرګوار فرمائي ، خدا وند متعال په مځکه داسې بندګان لري چې د خلکو د اړتیاؤ د پوره کولو لپاره هڅه کوي. دغه بندګان په قیامت ورځ په امان کې دي او څوک چې یو مؤمن خوشال کړي، خدا ي پآک د قیامت په ورځ د هغه زړه خوشالوي.

نقل شوی دي چې یوه ورځ امام بزرګوار پّه یوّ ځاي ګې د تلو په وخت له یو کس سره مخامخ شو چې ډير بدرنګی ؤ، داسې چې ټول خلک ترې لیرې تلل. هغه کس په څنګ کې ګوښه شوی او له هیچا سره ئې ارتباط نه درلود. امام موسی کاظم علیه سلام هغه ته نزدې ورغی او تر ډیر وخت پورې ئې ورسره خبرې وکړې او بیا ئې وفرمائیل: که کوم حاجت لرې نو ووايه چې اړتیا دې پوره کړم : په دغه وخت کې د امام بزرګوار یوه ملګري وویل، تاسو ولې په دومره عظمت سره له دغه ډول کس سره نزدې ناست یاست. او د اړتیاؤ ئې تپوس کوې، په داسې حال کې چې هغه تا ته ډيره اړتیا لري؟

امام بزرګوار ورته په ځواب کې وفرمائيل: دا د خدای یو بنده دی چې د قرآن په حکم دا زمونږ یو ورور دی. ممکنه ده یوه ورځ مونږ ورته اړمن شو. نو هغه وخت به مونږ ده ته متواضع وو .

دوستانو د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا د مبارکۍ په ویلو سره پّه پاي کې د هغه بزرګواریوه غوره وینا در وآوروو چې فرمائي: هر څوک وغواړي خورا قدرتمند کس شي، باید په ټولو چارو کې پر خدای توکل وکړي. هغه بزرګوار په یو بل ځاي کې هم فرمائي تواضع دا ده چې غواړې ئې نور ئې د تاپه باب و کړي، نو ته هم د نورو په باب هماغه تر سره کړه.

نظرات

ارسال نظر

* فیلدهای ستاره دار حتما بایستی مقدار داشته باشند.