د امام رضا علیه السلام د اختر مونځ

د امام رضا علیه السلام د اختر مونځ

مقالات مرتبط

 

 د يو لويې اختر په موقعې مامون امام ته پيغام واستوۀ چې د اختر مونځ وکړي. امام ورته ځواب ورکړ. تاته پته ده چې زما او ستا تر مينځ څۀ شرائط دي. نو زۀ دا مونځ نۀ شم ورکولي. مامون وويل: له دې کاره مې غرض دا دي چې خلق مطمئن شي او ستا سو په فضيلت هم پوهه شي. د امام او مامون تر مينځ استازي ډير ځله د دوي پيغامونه يو بل ته ورسول کله چې مامون ډير زيات ټينګار وکړ نو امام ورته وويل اوس چې تۀ مې مجبورې نو زۀ به د مانځۀ لپاره د خدايې د رسول الله صلي الله عليه و اله  او د امير المومنين حضرت امامعلی عليه السلام په شان له کوره اوځم. مامون ومنله او وې ويل څنګه مو چې خوښه وي، وې کړئ او حکم يې ورکړ چې د اختر په سهار دې ټول خلق، قوماندانان او درباريان د امام د کور مخې ته حاضر شي.

د اختر په ورځ سهار تر نمر خاتۀ مخکښې کوڅې او بازارونه د امام له ليوالو او مئينانو ډک شول. تر دې چې ښځې او ماشومان هم راوتلي وو او د امام انتظار يې کوؤ او سپايان او جرنيلان د امام د کور مخې ته په اسونو سوارۀ ولاړ وؤ. نمر راوختۀ. امام ولامبل، جامې يې واچولې،له مالوچو او بدلې سپينه عمامه يې سر کړه د عمامې يو پلو يې په سينې او بل يې په اوږې واچولو،عطر يې ولګول. اسا يې واخسته اوملګرو ته يې وويل: زۀ چې څۀ کوم تاسو هم هغه شان کوئ." بيا امام پښې ابلې روان شو. څو ګامه وړاندې يې سر اسمان ته اوچت کړو او تکبير يې وويې، ملګرو يې هم تکبير ووې. امام يو چوک ته ورسيدۀ او ودريدۀ. سپيايان او جرنيلانو چې کله امام په دې حالات کښې وليد، له اسونو راکوز شو، پيزارونه يې وويستل او پښې ابلې په زمکه ودريدل. امام تکبير ووې او ټولو خلقو  ورسره په يو هيړ د تکبير نعره پورته کړه. او داسې يو عظمت لرونکې او مبارک منظر پيدا شو چې ګونې اسمان او زمکې هم د تکبير نعرې وهلې. د مرو په ښار کښې د تکبير او جذبې سورې پورته شوې.

فضل بن سهل چې کله دا حالات وليدل نو مامون ته يې خبر ورکړو او وې ويل که امام رضا عليه سلام همدغه شان د اختر د نمانځۀ ځايې ته ورسي نو بلوا او فساد به جوړ شي مونږ په ځان ويريږو نو هغۀ ته ووايه چې ستون شي. مامون امام ته پيغام واستولو چې تاسو ته مو خامخا تکليف  درکړو. مونږ نه غواړو چې تاسو ته تکليف درورسي نو مهرباني وکړئ، کور ته واپس لاړ شئ او د اختر مونځ به بل څوک ورکړي. امام خپل پيزار واغوستل، وايې چول په اس راسور شو او کور ته راغي خلق د مامون په دوکې، چل ول او نفاق پوهه شول او خبر شول چې مامون يوازې خپل سياسي غرضونه لري.

نظرات

ارسال نظر

* فیلدهای ستاره دار حتما بایستی مقدار داشته باشند.