د حضرت امام موسی کاظم (ع) له نظره دین او دنیا

د حضرت امام موسی کاظم (ع) له نظره دین او دنیا

مقالات مرتبط

 

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په وینا په دین او دنیا کښې افراط او یا تفریط د پیغمبراکرم صلی الله عليه واله داهل بیتو له سیرت او لارې جلا کیدل دي.

دنیا هغه وخت بده ده چې په هدف بدله شي او انسان هغه ته اړونده شي په دې بڼه کښې دنیوي فعالیتونه د انسان د غفلت وسیله ګرځي نه دا چې د هغه د لوړتیا .

د تاریخ په اوږدو کښې د اسلام د ګران پیغمبر اکرم صلی الله عليه واله او د هغه د اهل بیتو رغنده او لارښونکی رول ټولو مسلمانانو ته معلوم دی.

د پیغمبر اکرم صلی الله عليه واله اهل بیت علیه السلام په قران سربیره د دین له معارفو د ګټه د پورته کولو لپاره یوه بله مرجع او سرچينه ده .

په مختلفو علمي او معنوي زمینو کښې له هغوې سره پیوند تل د مسلمانانو د پام وړ دی او عالمانو د همدغه ارتباط په سیوره کښې خپل معرفت او پوهه زیاته کړه او د نویو علمونو سرچینه شول .

په حضرت محمد صلی الله عليه واله او د هغه په پاکۍ کورنۍ درود استوو او د صفرې د میاشتې په اومه (۷) نیټه د پیغمبر اکرم صلی الله عليه واله د اهل بیتو د اسمان د یوه ځلانده ستورې یاد او خاطره لمانځو .

نن ورځ د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .

د دغه نیکمرغه ورځې په مناسبت تاسو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایوو .

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله عليه واله یو ګران لمسی حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د ۱۲۸ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اومه (۷)نیټه د مکې او مدینې ترمینځ په ابوا نوم یوه کلي کښې وزیږید .

هغه حضرت د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته په شل (۲۰) کلنۍ کښې د اسلامي امت د لارښونې مسولیت پرغاړه واخیست .

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د امامت وخت پینځه دیرش (۳۵)کاله و داسې کلونه چې له بیلابیلو سیاسي او تاریخو پیښو ډک وو.

د امام موسی کاظم له امامت سره په یو وخت د عباسیانو د حکومت دباو او ساډوبۍ هم زیاته شوه .

دغه شرایط د دې سبب شول چې امام موسی کاظم علیه السلام د خپل له برکته د ډک ژوند څو کلونه د عباسي خلیفه هارون رشید په زندانونو کښې تیر کړي .

بالاخره د عباسي خلیفه هارون په حکم حضرت امام موسی کاظم علیه السلام ته په پینځه پنځوس (۵۵)کلنۍ کښې زهر ورکړل شول او شهید کړی شو.

د هغه حضرت مزار د عراق د پلازمینې بغداد ته نږدې په کاظمین ښار کښې دی او د هغه حضرت لیواله د زیارت لپاره هلته ورځي .

حضرت امام موسی علیه السلام په ټولنه واکمنې سختې ساډوبۍ او ظلم او په دین کښې بدعت او د انحراف او د بې لارې کیدا خطر ته په پام سره غوره وګڼله چې کلتوري او فکري لارښونه په لومړیتوب کښې ورولي .

په دې ډول هغه حضرت د اسلام ارزښتمن کلتور په خپلو نظرونو او رایو سره پیاوړی کړ .

د اهل سنتو یو ستر عالم ابن حجر هیثمي وايي :« حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د پلار د علمونو او پوهې وارث او کمال او فضیلت درلود .

هغه د بخښنې په رڼا او د ډیر زغم له کبله چې د خپل وخت له نادانو او بې عقله خلکو سره په چلند کښې یې درلود د کاظم لقب وګاټه او د هغه په وخت کښې هیڅ څوک په الهي معارفو، پوهې او بخښنې کښې د هغه درجې ته نه رسیږي.»

امام موسی کاظم علیه السلام له داسې خلیفه ګانو سره مخامخ وو چې هر یوه یې هڅه کوله د مخالفانو په ځپلو سره خپل موقعیت تثبیت کړي .

هغوې د اسلام په نوم په خلکو حکومت کاوه خو د هغوې عمل د اسلام له نجات ورکونکو معیارونو او اصولو سره سمون نه خوړه .

په هم دې دلیل عباسي خلیفه ګانو د پیغمبر اکرم د بچیانو له سپینو خبرو اترو ویره لرله .

عباسي خلیفه ګانو د پیغمبر اکرم صلی الله عليه واله د اهل بیتو د محدودولو لپاره خپله ټوله هڅه کاروله .

خو حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په بیلابیلو طریقو د خلکو لپاره د اسلام ټولنیز او سیاسي ایډیل نظام بیانوه .

خلک به هم پوهیدل چې د بني عباسو د خلیفه ګانو کړچار د اسلام له ایډیل ټولنې سره ډیر زیات واټن لري .

عباسي ظالم خلیفه هارون له خلکو د امام موسی کاظم د لیرې ساتلو لپاره بیلابیلې طریقې غوره کړې .

ظالم عباسي واکمن هارون په بیلابیلو پلمو حضرت امام موسی کاظم علیه السلام بندي کاوه چې له خلکو سره د هغه ارتباط او اړیکې غوڅې شي .

د سیاسي فضا له کړکیچن کیدا او د واکمنانو له سختیانو سره سره حضرت امام موسی کاظم علیه السلام خپل دیني او علمي مسولیتونه پرې نه ښودل چې د توحید ستني تثبیت شي او دین له خرافاتو او انحرافاتو او چټي شیانو پاک شي .

هشام بن حکم په هغو عالمانو کښې راځي چې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د درس له محضره یې ډیره ګټه پورته کړه او ډیر ارزښمن کتابونه یې تالیف کړل .

امام موسی کاظم علیه السلام هشام بن حکم ته یوه ښکلي او په زړه پورې سپارښتنه لري .

په دوې کښې یوه سپارښتنه د دنیا او اخرت په باره کښې ده .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په یوې وینا کښې فرمايي :« له مونږ څخه نه دی هغه کس چې خپله دنیا د اخرت په خاطر او یا خپل اخرت د دنیا په خاطر پریږدي .(تحف العقول صفحه ۴۳۳).

د دین او دنیا د یوځاې کیدا څرنګوالی د اسلام په فکري حوز ې کښې په مهمو موضوګانو کښې راځي .

ایا دین او دنیا د یو بل په مقابل کښې دي یا دا چې د یو بل بشپړونکي دي.؟

په بل عبارت ایا دینداري او اخرت پالنه د دنیا د پریښودلو او د دنیا له مظاهرو د زړه د شلولو په معنا دي .؟

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په نظر کښې دنیا او اخرت نه یوازې له یو بل څخه جلا نه دي بلکې له یو بل سره ارتباط لري .

د حضرت په قول یوه بله ارزښمنه خبره هم نقل شوي ده چې یو ډول د دین او دنیا په ملګرتیا یو ډول ټینګار دی.

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د عقل او پوهې د زده کولو په مقام ټینګار سره هشام ته په یوې وینا کښې فرمايي هغه کس چې خپل عقل له مینځه یوسي خپل دین او دنیا یې تباه کړي ده .

د تفکر او عقل په مقام د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام ټینګار د دې ښودنه کوي چې انسان د عقل او تفکر په مرستې سره اباده دنیا ترلاسه کولای شي .

ځکه چې د پوهې د ترلاسه کولو او تفکر په سیوره کښې مختلف طبیعي علوم لاس ته راځي او له هغو د دنیا د ابادولو لپاره ګټه پورته کوي .

هغه حضرت په دغه وینا کښې یو بل مهم ټکی هم مطرح کوي او هغه دا چې که چیرې عقل او تفکر تباه شي دین هم تباه کیږي .

دغه وینا د دې ښودنه کوي چې دیني علمونه او زده کړې نه یوازې عقلاني چارې دي بلکې د عقل د کمال او دې زمینه هم برابروي .

له بلې خوا عقل هم د دیني حقایقو په فهم او استنباط کښې د انسان مرسته کوي .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په دغه وینا کښې دین او دنیا د یو بل په څنګ کښې راوستي دي او دغه د یو بل په وړاندې د هغوې د متقابل اغیز نښه ده .

هماغه ډول چې پوهیږئ په روایتونو کښې دنیا د اخرت د کروندې په توګه یاده شوي ده .

ځکه چې انسان یوازې په دنیا کښې کولای شي په دیني زده کړو عمل کولو سره د اخلاقو او روح لوړه لاره کچ کړي .

پر دې اساس دنیا او د هغې نعمتونه د انسان د لوړتیا او ودې لپاره ښه مرسته ده .

خدای پاک په قران کریم کښې هم فرمایلي دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کښې دي د انسان مسخر دي او دغه راز په قران مجید کښې دغه حقیقت ته اشاره شوي ده چې انسان به یوازې د عبادت لپاره راوپنځوه او عبادت انسان کمال او لوړتیا ته رسوي .

پر دې اساس دنیا یو مهم او بې ساری فرصت دی چې انسان په هغې کښې له ژوند پرته کمال ته نشي رسیدلای .

په دنیا کښې د انسان شتون د دې لپاره دی چې هغه د خدای د ځاې ناستي د مقام لپاره برابر شي .

پر دې اساس دنیا د سیالۍ ډګر او په اخرت کښې د نیمګرغۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅه ده .

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په وینا په دین او دنیا کښې افراط او یا تفریط د پیغمبراکرم صلی الله عليه واله  د اهل بیتو له سیرت او لارې جلا کیدل دي .

دنیا هغه وخته بده ده چې په هدف بدله شي او انسان هغه ته اړونده شي په دې بڼه کښې دنیوي فعالیتونه د انسان د غفلت وسیله ګرځي نه دا چې د هغه د لوړتیا .

د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص داهل بیت علیه السلام په مکتب کښې ایډیل ټولنه هغه ده چې عقل، احساس، تعبد، دین او دنیا په حساب شوي او انډول ډول د یو بل په څنګ کښې راولي او په هغوې کښې له هر شي په معقول ډول ګټه پورته کړې شي.

او له بلې خوا له دنیا په ګټه پورته کولو کښې دین او د هغه اصول معیار وګرځي .

له دې کبله دي کله چې امام موسي کاظم علیه السلام ویني د صفوان بن مهران په نوم یو سړی خپل اوښ د هارون په شان یوه ظالم واکمن ته په کرایه ورکړی دی هغه ته اعترا ض کوي او ورته فرمايي :« ای صفوانه د ستا کارونه نیک او ښه دي خو هارون الرشید ته په کرایې د اوښ ورکول ښه کار نه دی .

په حقیقت کښې صفوان له هارون الرشید سره د معاملې له لارې په یوه سیاسي فعالیت بوخت شوی دی .

خو دغه اقتصادي فعالیتونه له دیني معیارونو سره په سنجونې کښې له ظالم واکمن سره ملګرتیا ده چې په دې بڼه کښې د هغه د اخرت نیکمرغۍ ته تاوان رسوي .

دا هماغه مسله ده چې امام موسی کاظم علیه السلام یې په اړه خبرداری ورکوي چې ای انسانانو ځیر ووسئ چې خپل اخرت د دنیا په خاطر له لاسه ورنه کړئ .

یعني په دنیا کښې ډوب نشئ چې په دنیا کښې د ژوند اصلي او روستۍ هدف هیر کړئ .

د دې موضوع په اپوټه د اخرت په پلمه ګوښې ته کیدل ، او رهبانیت هم د اسلام په کلتور کښې یو ناخوښ کار دی .

یعنی د عبودیت په پلمه باید له خلق، ټولنې او اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو لیرې نشو ځکه چې د خدای پاک د عبادت لاره د خلکو له ورځنیزو ژوند څخه تیریږي .

په هم دې دلیل حضرت امام موسی کاظم علیه السلام فرمايي د اخرت په خاطر خپله دنیا له لاسه ورنکړئ

انسان دوه اړخیزه موجود دی او باید خپلې روحي او جسمي اړتیاوې له جایزو او معقولو لارو تامین کړي هم جسم او د هغه مادي ضرورتونو ته پام وکړي او هم د روح د پرورش او د هغه د ښکلي کولو هڅه وکړي هم خپل اخرت ته پام وکړي او هم خپله دنیا ضایع نکړي .

حقیقي مومنان خپل عمر د دنیا او اخرت ترمینځ ویشي او د هر یوه لپاره دومره وخت پریږدي چې ورته ضروري وي .

هغه خپل دنیاوي ژوند په ساده او له عزت څخه په ډک ډول اداره کوي او هم په مینې او عشق سره د اخرت سرای لپاره په عبادت او چمتووالي بوختیږي او هیڅ یو شی به بل نه قربانوي .

پر دې اساس دنیا په خپله کوم بد او چټی شی نه دی او هغه څه چې بد دي هغه دنیا ده چې انسان د اخرت له تحصیل او کمالاتو له ترلاسه کولو منع کړي او هغه ګناه ته مجبوره کړي .

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت یو ځل بیا مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د هغه حضرت په یوې سپارښتنې سره خپله وینا پاې ته رسوو :« هڅه وکړئ چې خپل وختونه په څلورو برخو وویشئ : یوه برخه له خدای پاک سره مناجاتو او د هغه ذکر کولو ته، بله برخه د خپل ژوند د چارو او معاش لپاره، بله برخه له دوستانو او داسې کسانو سره د ناستې پاستې لپاره چې تاسو ته خپل عیبونه دروښيي او په هسې شا تاسو خپل مخلص دوستان وبولي، بله برخه یې هم د حلالو خوندونو یا د سالمو تفریحاتو لپاره بیله کړئ .

د دغه برخې د ترسره کولو په وسیله دي چې د نورو دریو برخو د دندو په ترسره کیدا وسمن کیږئ. ( تخف العقول صفحه ۴۰۹)

نظرات

ارسال نظر

* فیلدهای ستاره دار حتما بایستی مقدار داشته باشند.