امام باقر علیه السلام له مخالفانو سره احتجاج کوي

امام باقر علیه السلام له مخالفانو سره احتجاج کوي

امام باقر علیه السلام له مخالفانو سره احتجاج کوي

عبدالله بن نافع د حضرت علي (عليه السلام) له دښمنانو څخه ؤ او ويل به يې چې که د زمکې په مخ څوک ما قائل کړي چې نهراوان د خوارجو په وژلو کې حضرت علي (عليه السلام) په حقه ؤ نو زه به يې ومنم. عبدالله ته چا وويې چې ستا په خيال د حضرت علي (عليه السلام) بچي هم تا نشي قانع کولی. عبدالله وويل: د حضرت علي (عليه السلام) په بچيو کې هم څوک پوه او عالم شته څه؟ عبدالله ته وويل شول چې دا پخپله ستا په ناپوهۍ لوي دليل دی ځکه چې ممکنه نه ده د حضرت علي (عليه السلام) په نسل کې څوک پوه او عالم نه وي . عبدالله وويل نو بيا په دې زمانه کې د هغوي عالم او پوه څوک دی؟ خلقو ورته امام باقر عليه السلام وښودلو او هغه له خپلو ملګرو سره مدينې ته له امام سره د کتنې لپاره راغی. امام خپل يو مريې واستوه چې هغه راولي او سبا ته يې امام ته حاضر کړي.

سبا سهار عبدالله سره له ملګرو د امام باقر(ع) محفل ته راغی امام(ع) هم د مهاجرو او انصارو بچي او پاتې کسان راوغوښتل او چې کله ټول راغونډ شول امام وفرمايل: ثنا، صفت او مننه د هغه خداي چې د زمان مکان او څرنګوالي پيدا کوونکی دی، حمد دې وي د هغه خداي چې نه ورله دروند خوب ورځي او نه سپک او په زمکه او اسمانونو کې هر څه د هغه دي، ګواهي ورکوم چې له هغه پرته بل خداي نيشته او حضرت محمد(ص) د هغه پيغمبر او رسول دی. شکر د هغه خداي چې په نبوت سره يې مونږ عزتمند کړو او ولايت سره يې خاص کړو، ای د مهاجرو او انصارو بچيو! که چاته هم د حضرت علي (عليه السلام) په فضيلت او لوړاوي کې کوم حديث ياد وي نو وې لولئ. په موجودو کسانو کې هر کس يو يو حديث ولوسته تر دې چې خبره د "خيبر حديث" ته ورسيده. پيغمبر(ص) د خيبر له يهوديانو سره په جنګ کې وفرمايل:

لا عْطِينَ الرايَه غدا... "سبا به زه بيرغ داسې کس ته ورکوم چې له خدايه او رسول سره مينه لري او خداي او رسول هم له هغه سره محبت کوي. داسې جنګيالی دی چې هيڅکله له جنګه نه تښتي، او له سباني جنګه به تر هغه وخته نه راستنيزي چې خداي پاک د هغه په لاس د يهوديانو کلا فتح کړي" سبا ته يې بيرغ (جنډا) حضرت علي (عليه السلام) ته ورکړه او هغه په ډيرې ميړانتيا سره يهوديانو ته ماتې ورکړه او د خيبر کلا يې فتح کړه.

امام باقر عليه السلام عبدالله بن نافع ته وفرمايل: چې ددې حديث په حقله څۀ وايې؟ هغه ويې: "حديث سم او ريښتيا دی خو علي(ع) بيا ورسته کافر شو او خوارج يې په ناحقه ووژل" امام وفرمايل: مور درباندې کښينه، کله چې خداي د حضرت علي (عليه السلام) سره مينه لرله نو ورته پته وه چې علي(ع)  به خوارج وژني او که نه؟ که ووايې چې خداي ته پته نه وه نو کافر يې. هغه وويل: خداي ته پته وه. امام وفرمايل: "خداي له هغه سره د فرمانبردارۍ په وجه مينه کوله که د نافرمانۍ او ګناه په وجه؟ هغه ويې د خداي حکم يې منلو ځکه ورسره خداي مينه لرله (يعنې که په راتلونکي کې هم حضرت علي (عليه السلام) دومره لويه ګناه کوله خداي ته يې له مخکښې څخه پته وه او دومره مينه به يې ورسره نه کوله نو له دې پته لګي چې د خوارجو وژل د خداي پاک اطاعت ؤ" بيا يې وفرمايل: که جواب درسره وي نو ووايه؟ عبدالله وويل اوس راته حقيقت داسې څرګند شو لکه صادق صبحه له کاذبې او دروغژنې صبحې جدا کيږي، خداي پاک پخپله ښه پوهيږي چې خپل رسالت چاته ورکړي.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.