د امام باقر(ع) په حکم پيسو باندې سکه وهل

د امام باقر(ع) په حکم پيسو باندې سکه وهل
 

د هجري کلونو په لومړۍ پيړۍ کې د کاغذ صنعت يوازې روميانو ته زده ؤ اود مصر عيسايانو به له خپل مذهب سره سم په هغو باندې د "اب ابن او روح" (پلار ځوې ورح) مهر لګولو.

عبدلملک اموي ډير چالاک سړی ؤ چې کله يې دا ډول کاغذ وليدو نو مهر ته يې ځير شو او حکم يې ورکړو چې د دې عربۍ ترجمه دې هغه ته وړاندې کړی شي. کله يې چې د هغې عربی ترجمه وليده نو ډير غصه شو چې ولې په مصر کې چې يو اسلامي هيواد دی په مصنوعاتو او سامانونو باندې داسې مهر لګيږي، د مصر ګورنر ته يې حکم ورکړو چې تر دې ورسته به په کاغذونو د توحيد نعره يعنې "اَشْهَدُ ان لا اله الا الله" مهر کيږي او د اسلامي حکومت د نورو صوبو ګورنرانو ته يې هم حکم ورکړو چې هغه کاغذونه چې دعيسائيت مهر او ټاپه پرې لګيدلي وي، ختم کړي او نوي کاغذونه استعمال کړي.

د کلمې په ټاپې سره نوي کاغذونه رواج شول او د روم ښارونو ته هم ورسيدل او قيصر ته يې خبر يوړو. هغه عبدالملک ته په يو ليک کې وليکل: د کاغذ صنعت تل په رومي ټاپې سره چليدو او که د دې د بنديز دا کار سم وي نو د اسلام نورو خليفه ګانو غلطي کړې ده او که هغوي په سمه وو نو تا غلطي کړې ده ما له دې ليک سره تا ته يوه قيمتي تحفه دروليږله او غواړم چې بيا هماغه زړه ټاپه جاري شي که داسې دې وکړل نو مونږ به دې منندوي يو.

عبدالملک ډالۍ قبوله نه کړه او قاصد ته يې وويل چې د دې ليک ځواب نيشته. قيصر روم په دويم ځل دوه چنده ډالۍ راوليږله او ويې ليکل چې زما په خيال مخکې تحفه وړه وه ځکه دې قبوله نه کړه، دا ځل لويه تحفه درليږم په دې هيله چې زما غوښتنه ومنې، عبدالملک بيا هم تحفه رد کړه او ليک ته يې ځواب ورنه کړ. قيصر په دريم ځل عبدالملک ته وليکل دا ځل درې برابره ډالۍ درليږم او که په سامانونو باندې دې هغه زړه ټاپه جاري نه کړه نو حکم به ورکړم چې په سامانونو باندې داسې مهرونه او ټاپې ولګول شي چې ستاسو رسول(ص) ته پکې کنځل ليکلي شوي وي، تا ته پته ده چې د سکې اوټاپې وهل مونږ سره مخصوص دي. چې د پيغمبر(ص) د کنځلو ټاپه وګورې و له پښو به دې زمکه وتښتي او سر تر پښو به په شرم کې ډوب شې، نو غوره دا ده چې زما هديه ومنې او خبره مې قبوله کړې چې اړيکې  مو هماغه راز ټينګې پاتې شي.

عبدالملک ددې ليک په ځواب کې ډير عاجز او لاچاره شو او وې ويل: زما په خيال په اسلام کې به تر ټولو شرميدلی کس زۀ يم چې د خداي رسول ته د کنځلو او ناروا ويلو سبب شم نو ډيرې مشورې يې وکړې خو هيچا ورته سم ځواب ورنه کړو. يو کس ورته وويل چې تا ته پخپله ددې خبرې علاج معلوم دی خو ته يې نه کوې. عبدالملک وويل: ما ته هيڅ پته نشته چې څه وکړم. هغه کس ورته وويل چې له امام باقر عليه السلام د ځواب پوښتنه وکړه عبدالملک ومنله او د مدينې ګورنر ته يې وليکل چې امام باقر عليه السلام په ډير احترام سره راوليږه، د قيصر استازی هم په شام کې پاتې شو تر دې چې امام باقر عليه السلام شام ته ورسيد او له قيصې خبر شو. امام وفرمايل: د خداي د رسول په حقله به د قيصر ګواښ هيڅکله عملي نشي او ددې علاج هم اسان دی، ټول صنعتګر راغونډ کړه چې سکه جوړه کړي په يو مخ يې د توحيد سورت اوپه بل مخ يې د پيغمبر(ص) نوم وليکي، چې له رومي سکو بې نيازه شو، د سکو د وزن په بارې کې يې هم وضاحت وکړ چې د هرو لسو درهمو وزن د اوو مثقالو له درې ډوله سکو څخه وي.14 په کوم ښار کې چې سکه جوړيږي هغه ښار او کال نوم دې هم پرې وليکلې شي.

عبدالملک د امام حکم عملي کړو او ټولو اسلامي ښارونو ته يې وليکل چې په نؤؤ سکو سره معاملې او ليڼ ديڼ پيل کړئ، له چا سره زړې سکې وي خزادې ته يې جمع کړئ او نوې سکې واخلئ، بيا يې د قيصر استازی له دې ټولې قيصې خبر کړو او ستون يې کړ. قيصر له دې قيصې خبر کړی شو او درباريانو ورته وويل چې خپل ګواښ عملي کړه خو قيصر وويل چې ما غوښتل چې عبدالملک غصه شي خو اوس زما دا کار چټي دی ځکه چې په اسلامي سيمو کې په رومي سکو معامله او ليڼ ديڼ نه کيږي.15

14 . امام عليه السلام وفرمايل: درې ډوله سکه دې ووهلي شي. لومړۍ ډول هر درهم يو مثقال او لس درهم 10مثقال، دويم ډول هر لس درهمه 6مثقال او دريم ډول هر لس درهمه دې پنځه مثقال وي. په دې ترتيب د درې واړو ډولو هر ديرش درهمه 21 مثقاله شول او دا له رومي سکو سره برابر وو او د مسلمانانو ذمه واري وه چې ديرش درهم رومي چې 21مثقال وو راوړي او ديرش نوي درهم واخلي.

15 . المحاسن والمساوي بيهقي ج2 ص236-232 حيات الحيوان دميري ص24.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.