د امام باقر عليه السلام اصحاب

د امام باقر عليه السلام اصحاب
 

د امام باقر العلوم عليه السلام په مکتب کې ډيرو بيلګه او ښو شاګردانو زده کړه کړې ده چې نومونه يې دا دي:

1 . ابان بن تعلب(رح):

چې د امام زين العابدين(ع) امام باقر(ع) او امام صادق(ع) شاګرد پاتې شوی او د خپلې زمانې يو علمي شخصيت ؤ، په تفسير، حديث، فقې، قرات او لغت کې يې ډير مهارت درلود او دومره لويې عالم ؤ چې امام باقر(ع) د مدينې په جمات کې کښينولی ؤ چې خلقو ته د فتوو ځواب ورکوي. ابان به چې کله مدينې ته راغی نو نور درسونه به ټول خالي شول او د پيغمبر(ص) د خطاب ځاي به يې ده ته پريښودو.

2 . زراره(رح):

د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) په اصحابو کې شپږ تنه لويې ګڼل شوي چې يو پکې زراره دی. امام صادق(ع) فرمايي: که بريد بن معويه، ابو بصير، محمد بن مسلم او زراره نه وی نو د پيغمبرۍ ډير اثار به له منځه تللي وو. دوي د خداي د حلالو او حرامو امانتدار دي. او يو بل ځايي کې فرمايي: بريد، زراره، محمد بن مسلم، او احول په ژوند او مرګ کې ماته ډير خواږه دي.

د زراره او امام دوستي هماغه راز باقي وه تر دې چې د امام جعفر صادق(ع) په زمانه کې امام مجبور شو چې د هغو د سر د ساتلو لپاره ظاهراً د هغه عيبونه ووايي: او ورپسې بد ووايي او زراره ته يې وويل ته زمونږ په دوستۍ مشهور يې او څوک چې زمونږ دوستان وي، ازار ورته رسوي نو مونږ به په تا پسې بد وايو چې په حفاظت کې پاتې شي.

3 . کميت اسدي(رح):

لوي شاعر ؤ او د شاعرۍ په ژبه يې د اهلبيتو(ع) مدحه او تعريف کولو. شعرونه يې دومره ځپونکي او د دښمنانو رسوا کوونکې وو چې هر وخت به له اموي خليفه ګانو لخوا ګواښيدۀ. په هغه زمانه کې د اهلبيتو(ع) تعريف او د حقائقو وړاندې کول دومره سخت وو چې يوازې بهادرو او ميړانيو کسانو به دا کار کولو او کميت يو له هغو پياوړو څيرو څخه ؤ چې له اموي خليفه ګانو ونه ويريدۀ او تل يې د هغو پرتله کې د امامانو تعريف کولو. کميت په ځنو شعرونو کې رښتيني امامان د بني اميه وو په مقابله کې داسې معرفي کوي: هغه انصاف لرونکي مشران د بني اميه و په شان نه دي چې انسانان او ځناور يو شان بولي هغوي د عبدالملک، وليد، سليمان او هشام اموي په شان نه دي چې کله په ممبر کښيني نو داسې خبرې کوي چې پخپله پرې عمل نه کوي امويان د خداي د رسول(ص) خبري کوي خو پخپله د جاهليت د وخت کارونه کوي.[1]

4 . محمد بن مسلم(رح):

د اهلبيتو(ع) فقيه او د امام باقر(ع) او د امام صادق(ع) له رښتينو ملګرو څخه ؤ. دې کوفي ؤ. له امامه د فيض اخستلو لپاره مدينې ته راغلی ؤ او څلور کاله هلته پاتې شو. عبدالله بن هعفور وايي: امام صادق(ع) ته مې وويل چې خلق له ما داسې پوښتنې کوي چې ځواب يې نه راځي او ته هم رانه لرې يې نو څه وکړم؟ امام ورته محمد بن مسلم وښودلو چې له هغۀ پوښتنه کوه.

په کوفې کې يوه شپه يوه ښځه محمد بن مسلم ته ورغله او وې ويل انږور مې مړه شوې ده او په خيټه کې يې ژوندی بچې دی څه وکړو؟ محمد بن مسلم ورته وويل د امام صادق(ع) نه مې اوريدلي دي چې پکار ده د هغې خيټه وشلوئ او بچی ترې راوباسئ، بيا ښځه ښخه کړئ. له ښځې يې تپوس وکړو چې زۀ دې څنګه پيدا کړم؟ ښځې وويل: دا مسئله مې امام ابو حنيفه ته يوړه هغه راته ووي چې زه پرې نه پوهيږم خو ته يې محمد بن مسلم ته يوسه او بيا يې له ځوابه ما هم خبر کړه.[2]

[1]  . الشيعه والحاکمون ص128.

[2]  . رجال کشي ص162.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.