د امام باقر علیه السلام لنډه پيژنګلو

د امام باقر علیه السلام لنډه پيژنګلو
 

پنځم امام محمد باقر(عليه السلام) د هجرت په اوه پنځوسم کال د رجب د مياشتې په لومړۍ نيټه چې د جمعې ورځ وه په مدينه کې دنيا ته مخ سرګند کړو 1، نوم يې "محمد" کنيت ابو جعفر او لقب يې باقرالعلوم (يعنې د علمونو پرانستونکی او سپړونکی) دی.

د امام محمد باقر(عليه السلام) شجره له مور او پلار دواړو لخوا پيغمبر(ص) حضرت علي (عليه السلام) او بي بي فاطمې(ع) ته رسيزي. ځکه چې پلار يې امام زين العابدين دی چې د امام حسين عليه السلام  ځوي دی او مور يې بي بي ام عبدالله 2 ده چې د امام حسن مجتبي (عليه السلام) لور ده. د امام باقر(عليه السلام) عظمت او لوړاوی د هر چا په خله ؤ او چې د هاشميانو، علويانو او فاطميانو د عظمتونو او لوړاويوخبره به شوه نو امام باقر عليه السلام به د دوي ټولو د سپيڅلتيا، ميړانتوب او بزرګۍ په توګه پيژندل کيدۀ اوټولو به ورته هاشمي علوي او فاطمي ويل.

د امام باقر عليه السلام ځنې صفتونه رښتياوالی، نرمه او زړۀ راښکونکې څيره او سخاوت دی. د دوي د شرافت او بزرګۍ يو اړخ له دې قيصې څرګنديږي: د خداي ګران رسول حضرت محمد(ص) خپل يو پرهيزګار صحابي جابر عبدالله انصاري ته وفرمايل ای جابره ته به ډير عمر کوې، تر دې چې زما نمسی محمد بن علي بن حسين بن علي بن ابي طالب(عليهم السلام) به ګورې چې نوم يې په تورات کې باقر دی نو بيا زما سلام هغه ته ورسوه. پيغمبر(ص) وفات شو. حضرت جابر(رض) لويې عمر وکړو او يوه ورځ د امام زين العابدين(ع) کور ته راغی، امام باقر يې چې هغه وخت يو ماشوم بچی ؤ وليد. حضرت جابر ورته وويل ديخوا راشه. هغه رانزدې شو،بيا ورته جابر وويل اوس لاړ شه. امام ستون شو. جابر د هغه اندامونه او د تګ طريقه وليده او وې ويل په خداي قسم دا بچی بلکل د پيغمبر(ص) هنداره ده. بيا يې له امام سجاده وپوښتل دا څوک دی؟ امام سجاد(ع) وفرمايل: زما ځوې محمد باقر(ع) دی. جابر پاڅيده او د امام باقر عليه السلام پښې يې ښکل کړې او وې ويل: له تا ځار شم ای د پيغمبر(ص) لمسيه د خداي د رسول سلام قبول کړه. هغه تا ته سلام راليږلی دی. د امام باقر(ع) سترګې له اوښکو ډکې شوې او وې فرمايل: د خداي په رسول(ص) دې درود او سلام وي او په تا هم ای جابره چې د هغوي سلام دې ماته راورساوۀ.3 .

1 . مصباح المجتهد شيخ طوسي ص557

2 . حضرت امام جعفر صادق(ع) د "ام عبدالله" په باره کې فرمايي هغه يوه ايمانداه، پرهيزګاره او نيکه بي بي وه تواريخ النبي والال تستري ص47.

3 . امالي شيخ صدوق ص211.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.