د امام باقر عليه السلام اخلاق

د امام باقر عليه السلام اخلاق
 

د شام يو سړی په مدينه کې اوسيدو او امام کره به ډير راتللو او ورته به يې ويل د زمکې په مخ ستا سره تر ټولو زياته کينه او دښمني لرم او تر ټولو زيات ستا د کورنۍ دښمن يم. او عقيده مې دا ده چې د خداي رسول(ص) او اميرالمؤمنين اطاعت ستا په دښمنۍ کې دی، که ستا کور ته راځم نو يوازې د دې لپاره چې ته يو اديب او خوش بيانه سړی يې. امام به هغه سره ښه نرمي کوله او په نرمۍ به يې ورسره خبرې کولې. څه موده پس شامي سړی ناروغ شو او چې له ژونده نااميده شو نو وصيت يې وکړو چې که مړ شو نو امام باقر عليه السلام دې د هغه د جنازې نموځ وکړي. نيمه شپه شوه او د هغه د کورنۍ ته پته ولګيده چې مړ شوی دی، سهار وختي د هغه وصي جمات ته راغی او امام باقر عليه السلام يې وليد چې مونځ يې ختم کړی او په دعا لګيا دی. عرض يې وکړو: هغه شامي مړ شوی او غوښتي يې دي چې د جنازی نموځ پرې تاسو وکړئ. امام وفرمايل: هغه مړ نه دی تاسو صبر وکړئ چې زه درشم، امام پاڅيد اودس يې تازه کړو دوه رکعته مونځ يې وکړو او لاسونه يې دعا ته پورته کړل بيا سجدې ته لاړ او د نمر ترراختلو پورې په سجده کې پاتې شو. هله د شامي کور ته راغی د هغه په بالښت کښيناست او اواز يې ورته وکړو، هغه ځواب ورکړو. امام هغه راکښينولو او ديوال ته يې تکيه کړو، شربت يې وغوښته او هغه ته يې ورکړو بيا يې خپلوانو ته وويل چې يخ خوراکونه ورله ورکوئ او پخپله راستون شو. څو ورځې پس شامي بشپړ روغ شو. امام ته راغی او وې ويل: ګواهي ورکوم چې ته په خلقو د خداي حجت يې.8

د هغه وخت يو صوفي محمد بن منکدر وايي: د سختې ګرمۍ په ورځ له مدينې ووتم، امام باقر عليه السلام مې وليد چې له خپلو دوو ملګرو يا مريانو سره پټي ته روان دی له ځان سره مې وويل د قريشو يو دومره لوي کس په داسې ګرمۍ کې په پيسو پسې ليواله دی، پکار ده چې نصيحت ورته وکړم. نزدې ورغلم، سلام مې وکړو، امام چې په خولو کې ډوب ؤ، زما سلام ته ځواب وويې. ورته مې وويل خداي دې روغ لره ايا ستا غوندې کس په دې ګرمۍ او داسې حال کې په دنيا پسې دی، که په داسې وخت مړ شې نو څه به کوې؟ وې فرمايل: په خداي قسم که مړ شم نو د خداي په اطاعت کې مړ شوی يم، ځکه چې زۀ په دې کار سره ځان له تا او ستا غوندې له نورو کسانو بې نيازه کوم، نو له مرګه هله ويره پکار ده چې بنده په ګناه کی مړ شي ومې ويل: د خداي رحمت دې وي په تا، ما وې چې زه تا ته نصيحت وکړم خو تا ما ته نصيحت وکړو او زه دې خبر کړم.

8 . امالي شيخ طوسي ص261.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.