امام باقر عليه السلام او امويان

امام باقر عليه السلام او امويان
 

امام که په کور کې ناست وي او که په ټولنه کې، د امامت په مقام کې يې هيڅ کمی نه راځي، ځکه چې امامت يو خدايي مقام دی او خلق پخپله خوښه امام نشي ټاکلی.

غاصبانو او تيري ګرو تل د امام باقر عليه السلام له لوي مقام سره حسد او شک کولو، او په هرې وسيلې سره يې د حکومت او خلافت چې د امام حق دی، د غصبولو او نيولو لپاره کوششونه کول، او په دې لاره کې به يې هر ډول جرم او خيانت هم کاوه.

د امام باقر عليه السلام د امامتې دوران د اموي باچا هشام بن عبدالملک له ظالمانه حکومت سره په يو وخت ؤ، او هشام او نور امويان ښه پوهيدل چې که ظاهري حکومت يې په ظلم او زياتي سره غصب کړی دی خو په زړونو باندې حکومت د پيغمبر(ص) له کورنۍ هيڅکله نه شي غصبولی. د ګرانو امامانو معنوي عظمت دومره زيات ؤ چې کله کله به دښمنان او غاصبان پخپله د هغوي په وړاندې مرعوبه پاتې کيدل او زنګون به يې وهلو.

يو کال هشام حج ته راغلی ؤ او امام باقر عليه السلام او امام صادق(ع) هم په حجيانو کې شامل ؤو. يوه ورځ امام جعفر صادق(ع) د حج عظيمې او سترې غونډې ته په وينا کې وويل: ثنا د هغه خداي ده چې محمد(ص) يې ريښتنی پيغمبر کړ او مونږ يې د هغوي په برکت عزتمن کړو، نو مونږ په مخلوقاتو کې د خداي پاک غوره شوي کسان او جانشينان يو. کامياب او نيکمرغه هغه څوک دي چې زمونږ منوونکي دي او بد مرغه دی هغه کس چې له مونږ سره تعصب او دښمني لري.

امام صادق(ع) څه موده پس وفرمايل که زمونږ له دې وينا هشام خبر شو او چې کله دمشق ته لاړو او مونږ هم مدينې ته ستانه شو نو په مدينې کې يې خپل ګورنر ته وويل چې ما او پلار مې دمشق ته وروليږي. مونږ دمشق ته لاړو او هشام درې ورځې مونږ ته لفټ رانه کړو. په څلورمه ورځ يې دربار ته ورغلو. هشام په تخت ناست ؤ او درباريانو يې د نخښې ويشتلو او غشو مقابله کوله. هشام مې پلار ته په نوم سره اواز وکړو او وې ويل چې د خپلې قبيلې له مشرانو سره دې سيالي وکړه، پلار مې (امام محمد باقر عليه السلام) وفرمايل: زۀ بوډا شوی يم او د غشي ويشتلو وخت مې تېر شوی دی. هشام ټينګار وکړو او هغوي ته يې قسم ورکړو چې ضرور دا کار وکړي. د بني اميه يو بوډا ته يې ووې چې لينده ورته ورکړه پلار مې لينده واخسته او غشی يې ګوزار کړو، لومړی غشی د نخښې په منځ ولګيدۀ، بيا يې دويم غشی وويشت او هغه د لومړي غشي لپاسه ښخ شو او لومړی غشی يې وشلولو بيا يې دريم، څلورم او حتی نهم غشی وويشتو او ټول د يو بل لپاسه ولګيدل، کتونکو د واه او افرين چغې جوړې کړې، هشام بې قراره شو او وې ويل شاباش ابا جعفر ته د عربو او عجمو د غشي ويشتونکو مشر يې، څنګه خيال کوې چې د غشو وخت دې تېر شوی دی... هماغه وخت يې په زړۀ کې زما د پلار د شهيدولو نيت وکړ، سر يې ټيټ کړو او په سوچ کې شو کله چې ډير وخت تېر شو او مونږ ته يې څه ونه وې نو پلار مې غصه شو او اسمان ته يې وکتل، هشام د هغوي په غصې پوه شو، امام باقر عليه السلام يې له ځان سره ښي لاس ته په تخت کښينولو او زه يې د هغه ښي لاس ته، بيا يې ورسره خبرې پيل کړې او وې ويل: په قريشو کې چې ستا غوندې کسان موجود وي نو هغو په عربو او عجمو فخر کوي، افرين. دا دومره ښه نخښه ويشتل دې له چا زده کړي وو؟ پلار مې وفرمايل: تا ته پته ده چې د مدينې خلق د نخښو ويشتلو مقابلې کوي، ما په ځوانې کې ډيره لګه موده دا کار کړی ؤ او بيا مې تراوسه نه دی کړی. هشام وويل: تر څو چې ما ليدلي دي تراوسه مو ستا هومره ماهر کس نه دی ليدلی او ګمان نه کوم چې د دنيا په مخ ستا غوندې ماهر غشې ويشتونکی موجود وي، ښه نو دا ځوې جعفر دې هم داسې ماهر دی؟ امام وفرمايل کمال او تمام (بشپړوالی) مونږ ته په وراثت کې راغلی دی. هماغه کمال او بشپړتيا چې خداي په خپل ګران رسول(ص) نازله کړې ده چې فرمايي:

اَليَوم اَکمَلتُ لکُم دِينکم و اتممت عليکم نعمتي و رضيتُ لَکُمُ الاسلام ديناً 9 (نن ورځ مې ستاسو لپاره دين کامل کړو، او په تاسو مې خپل نعمتونه بشپړ او تمام کړل او تاسو ته مې اسلام دين غوره کړ).

نو زمکه له داسې کس هيڅکله خالي نه پاتی کيږي چې په دې کارونو ماهر وي. د دغو خبرو په اوريدلو سره د هشام سترګې کړاغې راووتې او مخ يې له غصې سور شو. يوه شيبه يې سر ټيټ کړو او سوچ يې وکړو او وي ويل ولې مونږ دواړه د عبد مناف له نسله نه يو څۀ؟ نو بس په نسبت کې برابر يو. امام وفرمايل: هو دواړه له يو نسله يو خو خداي پاک مونږ ته خاصې ځانګړتياوې راکړي دي چې نورو ته يې نه دي ورکړې، هشام تپوس وکړو چې ولې خداي پاک پيغمبر(ص) د دنيا په ټولو تورو او سپينو د عبدمناف له کورنۍ غوره نه کړه؟ نو بيا تاسو له کومه دا خصوصيات لرئ؟ امام بې ځنډه وفرمايل: خداي پاک په قران کې خپل رسول ته فرمايي: خپله ژبه تر هغې د قران لوستلو لپاره مه ړکوه چې درته حکم نه وي شوې.10 هغه پيغمبر(ص) چې له دې ايت سره سم يې ژبه د خداي تابعه ده مونږ ته داسې خصوصيات راکړي چې نورو ته يې نه دي ورکړي. او ځکه به يې خپل ورور علي ته داسې رازونه ويل چې نورو ته يې نه دي ورکړي. خداي پاک په دې حقله فرمايي:

و تعيها اذن واعيه11(هغه څه چې تاته وحي کيږي او يو اوريدونکی غوږ يې اخلي).

د خداي رسول(ص) علي عليه السلام ته وفرمايل: له خدايه يې وغوښتل چې هغه اوريدونکی غوږ ستا وي. همداراز حضرت علي (عليه السلام) په کوفه کې وفرمايل: د خداي رسول ما ته د علم زر ورونه خلاص کړل چې له هر وره زر زر نور خلاصيږي او همداراز "انا مدينه العلم و علي بابها" زۀ د علم ښار يم او علي يې دروازه ده"

نو لکه څنګه چې خداي پاک رسول (ص) ته کمالونه ورکړل ګران رسول(ص) هم حضرت علي ته ځينې داسې څيزونه ورزده کړل چې نورو ته يې نه دي ښودلی، او زمونږ علم هم له همدغې ځلاندې او ډکې چينې دی اويوازې مونږ يې وارثان يو، نه بل څوک. هشام وويل حضرت علي(ع) د غيبو د علم ادعا لرله، حال دا چې خداي پاک هيڅوک له غيبو نه دي خبر کړي. پلار مې ورته وفرمايل: خداي پاک په خپل رسول(ص) داسې کتاب نازل کړو چې په هغې کې د تېر وخت او راتلونکي وخت (تر قيامته پورې) هر څه بيان شوي دي ځکه چې هماغه کتاب فرمايي: "وَ نَزَلنا عليکَ الکِتابَ تبياناً لکل شئ"12 (مونږ په تا داسې کتاب نازل کړو چې د ټولو څيزونو بيانوونکی دی)

په بل ځاي کې فرمايي: په دې کتاب کې مو هيڅ پرې نه ښودل13او خداي پاک پيغمبر(ص) ته حکم ورکړو چې خپل رازونه علي(ع) ته وښايي. او پيغمبر(ص) به هم خپل امت ته فرمايل علي عليه السلام په قضاوت او فيصلې کې تر تاسو ټولو هوښيار دی. هشام غلی پاتې شو او امام له درباره ووتو.

9 . سوره مائده ايت 3.

10 . سوره القيامه ايت16.

11 . سوره الحاقه ايت 12.

12 . سوره نحل ايت 89.

13 . سوره انعام ايت 38.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.