اهل بیت څوک دي

اهل بیت څوک دي
 

د اسلامي كتابونوله مطالعې دا مشخصه شوې ده _ چې اهلِ بيت په درو برخو ویشل شوي دي
لومړۍ د لغت په اساس د كور نۍ غړو ته اهلِ بيت وئيلې شي _ د رسول ا.... مبارک په كور کښې چې څوک اوسيدل نو یوډول د هغه بزرګوار د کورنۍ غړي دي
دوهم دا چې له هغه یزرګوار سره د ډير زياتې مینې او مودت په علت پيغمبر اكرم وفرمایل چې سلمان فارسي زما له اهلِ بيتو څخه دے
او دریم دا
اهلِ بيت هغه دي چې خدا وندمتعال ئې په قراّنِ مجيد کښې د پاکۍ او طهارت اعلان داسې كړے دے _
اِنَمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذُهِبَ عَنكُمُ الرِجسَ اَهلَ البَيتِ وَ يطَهِرَكُم تَطهِيرًا (واحزاب سورة 33ایت)
د دغه مبارک اّيت د نزول سبب دا وْ چې يوه ورځ حضرت محمد مصطفى صلی ا... واله وسلم حضرت بي بي فاطمه الزهرا ، حضرت على مرتضى ، حضرت امام حسن مجتبى او حضرت امام حسين سيدالشهداء علیهم السلام د يمني څادر لاندې ناست وو، نو حضرت رسول بزرګوار د خداوندمتعال په درګاه کښې لاسونه پورته کول او دعا ئې وکړه چې ،
اَللهمَ اِنَ هوُلَاءِ اَهلُ بَيتِى وَ خَاّصَتِى وَ حَاّمَتِى لَحمُهُم لَحمِى وَ دَمُهُم دَمِى وَ اَذهِب عَنهُم الرِجسَ وَ طَهِرهُم تَطهِيرًا
ژباړه " اې الله دغه زما اهلِ بيت دي او زما خاص ( اقربا ) دي او زما ملاتړي دي د دوي غوښه زما غوښه ده او د دوي وينه زما وينه ده ، له دوي ناپاكي لیرې وساتې او داسې پآک او پاكيزه ئې کړې چې څرنګه د پاکۍ حق دی .
مولانا عبيد الله بسمل امرتسري د" ارجح المطالب " په نامه په اردو کښې يو كتاب تاليف كړے دے دَ كتاب د لومړي باب په پاي کښې يې داسې ليكي دي
زه له خپلو شيعیانو ورڼو ډير زيات شرمنده (خيڅل) يم چې ما د دغه کتاب (ارجح المطالب) په ليکلو کښې د دوي له کتابونو کوم مطلب څخه استفاده نه ده کړې اویوازې د اهل سنت والجماعت د حديثو له کتابونو مو مطلبونه راخستي ځکه په دې کتاب کښې د اهل سنتو دحديثو نقلونکو امامانو د نومونوله یوه لیسټ سره د هغوي د مرګ کال هم ذکر شوي دي
د حديثو د امامانو شمیز اتيا دی او د حديثو له مشهور كتابونو څخه د کابو نهه پنځوسو كتابونوپه مطالعه کولو سززه دنوموړي كتاب په تدوين کښې مرسته اخستل شوې ده
د نوموړي كتاب له 60 ، 61 او 62 صفحو تاسو ته یو اقتباس وړاندې كوم _ انشاء الله د هر چا له زړهْ به د شک ګردونه لیرې شي او هیله ده دې ته به قائل شي چې دتطهير اّيت یوازې د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه واله والسلم ، حضرت على مرتضى ، حضرت بى بى فاطمه الزهرا ، حضرت امام حسن او حضرت امام حسين عليهم السلام په هکله نازل شوی دی.
پّ دې باب له څو حدیثونو استفاده کوو په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي
(الف) عن ام المومنين اُمِ سلمه قالت ان هذه الايه انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا _ نزلت فی بيتى و انا حالته عند الباب و فى البيت رسول الله صلى الله عليه وسلم و على و فاطمه و حسن و حسين فحللهم بكساء و قال اللهم هوْلاء اهل بيتى و حامتى اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيرا افقلت و انا معهم يا رسول الله قال انك علی الخير
ژباړه : ام المؤمنين حضرت ام سلمه رضي الله عنهاڅخه روايت دے چې په تحقيق سره دا ايت چې ( ای اهلبيتو! الله تعالی دا غواړي چې له تاسو پليتي (ناپاکي) لیرې ؤساتي او تاسې داسې پاک کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے) زمونږ په کور کښې نازل شوې دے. زۀ ور سره نږدې ناسته وم او په کور کښې پيغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم، حضرت امام علی عليه السلام، حضرت بي بي فاطمه (س)، ا حضرت مام حسن او حضرت امام حسين عليهم السلام هم موجود وو ،ګران رسول (ص) پردوي څادر واچوۀ او ويې فرمايل ،ای زمونږ پروردګارا! دا زما اهل بيت او زما مرسته کوونکي دي له دوي ناپاکي لیرې ؤساتی اودوي داسې پاک کړی لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی .له دې وروسته ما پيغمبر اکرم (ص) ته وويل ،ګرانه رسوله! زۀ هم له دوي سره په اهل بيتو کښې شريکه يم؟ پيغمبر(ص) وفرمايل چې ته په ښې باندې يې (یعنی دا چې ته ښه ښځه يې خو له اهل بيتو څخه نۀ يې اهل بيت یوازې دا پينځه کسان دي (خرجه المسلم و الترمذى و صححه _ والدوه بى _ والينفى و ابن جرير و ابن المندز و الحاكم و صححه و ابن مردويه و السيوطى فى الدر المنثور )
(ب) عن عمر بن ابى سلمه قال نزلت هذه الاية على النبى صلى الله عليه وسلم انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهيركم تطهيرا فى بيت ام سلمه فدعا النبى صلى الله عليه وسلم فاطمه و عليا و حسنا و حسينا و حللهم بكساء ثم قال اللهم هوْلاء اهل بيتى فا ذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيرا و قالت ام سلمه انا معهم يا رسول الله قال انت على مكانك انت على الخير ا خرجه احمد ) والترمذی و ابن جرير و الطير ان و ابن مردويه و السيوطى فى الدرالمنثور )
ژباړه : له حضرت عمر ابن ابي سلمه څخه روايت دی چې پر پيغمبر(ص) دا آيت چې (ای اهلبيتو! الله تعالی دا غواړي چې له تاسو پليتي (ناپاکي) لیرې ؤساتي او تاسې داسې پاک وګرځوي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی) ،د ام المؤمنين بي بي ام سلمه په کور کښې نازل شوې دے او زۀ هم د هغې په کور کښې وم . پيغمبر اکرم(ص) حضرت بي بي فاطمه ، حضرت امام علی ، حضرت امام حسن او حضرت امام حسين عليهم السلام راوغوښتل او څادر يې پرې واچوۀ او دا دعا يې وکړه ،ای زمونږ پروردګارا! دا زما اهل بيت او زما مرسته کوونکي دي له دوي ناپاکي لیرې ؤساتی او دوي داسې پاک کړې لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی. له دې وروسته ما پيغمبر(ص) اکرم ته وويل ،ګرانه رسوله ! زۀ هم له دوي سره په اهل بيتو کښې شريکه يم؟ ،پيغمبر(ص) وفرمايل چې ته په خپل ځاي کښې په نيکۍ باندې يې (یعنی دا چې ته ښه ښځه يې خو له اهل بيتو څخه نۀ يې ،اهل بيت فقط دا پينځه کسان دي) (ا خرجه احمد) والترمذی و ابن جرير و الطير ان و ابن مردويه و السيوطى فى الدرالمنثور )
(ج) عن ابن عباس قال شهدنا رسول الله صلی الله عليه وسلم تسعة اشهُرٍ ياتى كُلَ يومٍ بابَ على ابن ابى طالب عند وقت كلِ صلوةٍ فيقول السلام عليكم و رحمته الله و بركاته يا اهل البيت انما يريد اللهُ ليذهبَ عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا اخرجه ابن مردويه و السيوطى فى الدر المنثور )
ژباړه: له ابن عباسه روايت دی چې مونږ تر نهۀ مياشتو پورې لیدل چې پيغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم به هره ورځ د لمانځه په وخت د اميرالمؤمنين حضرت امام علی عليه السلام کور ته تشریف وړهّ او داسې به يې فرمایل ، چې السلام عليکم يا اهل بيت النبوة (ای د پيغمبر(ص) کورنۍ،پر تاسو سلام وي) اې اهلبيتو! الله تعالی دا غواړي چې له ستاسو پليتي (ناپاکي) لیرې کړي او تاسو داسې پاک کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی ( اخرجه ابن مردويه و السيوطى فى الدر المنثور )
همدارنګه نور ډير حديثونه د نوموړو حديثونو په شان د اهل سنتو وروڼو د حديثو په کتابونو کښې راغلي دي چې د مطلب د اوږدیدا له امله ترې استفاده ونه شوه خو یوازې ادریسونه ئې د تاسو په خدمت کې وړاندې کووو.

1. صحيح مسلم (( باب فضائل اهل بيت النبي (ص) جلد 2 صفحه 368
2. صحيح ترمذي 5 جلد 30 صفحه
3. مسند امام احمد ابن حمبل ۱جلد 330 صفحه
4. مستدرک الحاکم 3جلد123 صفحه
5. تلخيص الذهبی2 جلد150 صفحه
6. خصائص امام نسائی 49 صفحه
7. البخاري في تاريخ الکبری لومړی جلد 69 صفحه
8. تفسير فخرالرازي 2 جلد صفحه 700
9. تفسير الطبري جلد 22 صفحه 6
10. الدر المنثور للسيوطی جلد 5 صفحه 198
11. تفسير ابن کثير جلد 3 صفحه 483
په يوهّ بل ځاي الله تبارک و تعالى خپل حبيب ته داسې خطاب کوي ،
قُل لاّ اَسْلُكُم عَلَيهِ اَجراً اِلا المُوَدَهً فِى القُربَی (سورة شوری ايت 23)
(ای دما رسوله دغو خلقو ته) ووايه چې زۀ له تاسو د (رسالت دتبليغِ په كار کښې) هيڅ اجر نۀ غواړم مګر دا(غواړم) چې زما له اقرباؤ سره مودت او مینه وساتئ (د مودت معنا دا ده چی هم ورسره مينه لرئ او هم يې پيروي وکړئ)
په مسلمانانو باندې د اهل بيت علیهم السلام مودت فرض دی که څوک په لمانځه کښې په اهل بيتو درود ونۀ لولي نو د هغه لمونځ د الله تعالی په بارګاه کښې د منلو وړ نه دی
لکه د اهل سنتو لوي امام، امام شافعي وايي ،
اې د اهلبيتو کورنۍ، څوک چې په لمانځه کښې پر تاسو درود ونۀ وايي ، نو د هغوي لمونځ، لمونځ نه دےيعني د هغوي لمونځ د خداي په بارګاه کښې قبول نه دی.
مسلمانان له اهل بيت علیهم السلام سره مينه لري خداي دې وکړي چې مونږ ټول مسلمانان د اهل بیت علیهم السلام په پاکې لارې په تلو سره د خدا ي پاک په وړاندې سر لوړي شو او د اسلام بیرغ په ټولې نړۍ کې اوچت کړو .

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.