د اهلسنتو د حديثونو څو نمونې

د اهلسنتو د حديثونو څو نمونې

  ډکه وي[1]

2: ګران رسول فرمايي: د قيامت ورځ به تر هغې نه راځي چې زما د کورنۍ يو کس د دنيا چارې په لاس کې وانه خلي او د دۀ نوم به زما نوم وي.[2]
3:           ګران رسول(ص) فرمايي: په تحقيق سره علي عليه السلام تر ما ورسته زما د امت امام دی او “قائم” د هغۀ يو بچی دی. چې کله راڅرګند شي نو په نړۍ به عدل او انصاف واکمنوي لکه څنګه به چې هغه له ظلم و زياتي ډکه وي. په هغه خدايې قسم چې زۀ يې زيرې ورکوونکې او ويرونکې ګرځولې يم څوک چې د هغۀ د غيبت په وخت ټينګ او غښتلي پاتې شي هغه به له اکسيره هم کم پيدا کيدونکي کسان وي. جابر پاڅيد او وې ويل: اي د الله رسوله(ص) ستا بچی به غائبيږي هم؟ وې فرمايل: هو په خدايې قسم خالص مومنان به پاتې کيږي او کافران به له منځه ځي. دا د لويې رب يو راز دي چې په خلقو پټ دی. په دې کښې شک مۀ کوه ځکه چې د خدايې پاک په چارو کښې شک کفر دی.[3]
4:     ام سلمه وايي د اسلام ګران پيغمبر د مهدي(عج) خبره وکړه او وې فرمايل: هؤ هغه دی او د بي بي فاطمې(ع) له اولاده به وي.[4]
5:           سلمان فارسي (رض) وايي د اسلام د ګران پيغمبر(ص) په خدمت کښې حاضر شوم. پيغمبر(ص) حسين ابن علي عليه السلام په خپل زنګون کيښنولی ؤ، د هغۀ سترګې او شونډې يې ښکلولې او فرمايل يې: تۀ پخپله سردار يې، د سردارځوۍ او د سردار ورور يې، تۀ امام، د امام ځوي او د امام ورور يې تۀ د خدايې حجت، د خدايې د حجت ځوي يې او د خدايې د حجت ورور يې او تۀ د خدايې د نهو حجتونو پلار يې چې نهم يې مهدي(عج) دی.[5]
6:          د خدايې رسول(ص) و فرمايل: تاسو ته د مهدي(عج) زيري درکوم. هغۀ به زما په امت کښې مبعوث کيږي په داسې حالت کښې چې زما امت به په اختلافونو او بې لاريو کښې ډوب وي نو زمکه به له عدل و انصافه داسې ډکه کړي څنګه به چې هغه د ظلم او فساد نه ډکه وي، د زمکې او اسمانونو اوسيدنکي به له هغه راضي وي.[6]
7:          امام رضا عليه السلام وفرمايل: څوک چې نيکي او پاکوالی نۀ لري، دين نه لري، په تاسو کښې خدايې پاک ته هغه کس تر ټولو نزدې دی چې متقي او پرهيزګار وي، بيا يې وفرمايل: زما له نسله څلورم بچی د وينځو د سرخيلې او ميرمنې بچی دی. چې خدايې پاک به د هغۀ په وسيله زمکه له هر ظلم و فساده پاکوي. دې هماغه کس دی. چې خلق به يې په زوکړې کښې شک کوي. دې به د څۀ مودې لپاره پټ او غائب شي او چې کله بيا راڅرګند شي نو زمکه به د خدايې له نور او رڼا ډکه او په خلقو کښې به انصاف او عدل راولي دومره زيات انصاف چې هيڅوک به په چا ظلم نۀ کوي.[7]
8:          اميرالمومنين حضرت علي عليه السلام فرمايي: خداي به يوه داسې ډله راپيدا کړي چې له خداي پاک سره مينه لري او الهي باچاهي به جوړه کړي هغه کس چې په دغه ډلې کښې “پټ” او ميلمه دی هماغه امام مهدي (عج) دی. چې زمکه به له انصافه ډکوي. په وړوکوالي کښې به له مور او پلار جدا شي.... او د مسلمانانو سيمې به په امان ورکولو سره فتح کړي. وخت به هم د هغۀ ملګری وي، خلق به يې خبره اوري او په زمکه به دومره زيات انصاف او عدل راولي څومره چې له ظلم او زياتي ډکه وي. نو ددۀ امامت به بشپړ شي او خلافت به يې ځايې په ځايې شي. خدايې پاک به هغه کسان چې په قبرونو کښې دي راپاڅوي، زمکه به د مهدي (عج) په برکت ښيرازه او خوشحاله شي، فتنې کړکيچونه، بلواوې او لوټ مار به له منځه لاړ شي او خير و برکت به زيات شي، تر دې ورسته به څۀ وشي. ددې ويلو ته حاجت نۀ محسوسوم او زما سلام دې وي په هغه ورځ”[8]
 

 

 

[1]  . مسند احمد بن حنبل ج 1 ص 99
[2]  . مسند احمد بن حنبل ج 1 ص 376،430
[3]  . ينابيع المودة ص 494
[4]  . مستدرک الصحيحين ج 4 ص 557
[5]  . ينابيع المودة ص 494
[6]  . مسند احمد بن حنبل ج2 ص 37
[7]  . ينابيع المودة ص448
[8]  . ينابيع المودة ص 467

 


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.