امامت

امامت

د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د رحلت (د دې دنيا نه تللو) نه وروسته د نوي اسلامي معاشرې کښې کوم بحث چې ډير اهميت لرلو هغه د رسول الله د جانشيني او ځاي ناستي خبره وه. يوې ټولي (ډلې) د ځينې لويو اصحابو په وينه دابو بکر جانشيني او ځاي ناستي ومنله. بل تولي (ډلې) دا عقيده شوه چې نه پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځان نه وروسته يو کس ټاکلې او مقرر کړي دے او هغه حضرت امام علی عليه السلام دے . د وخت تيريدو سره سره ړومبۍ ټولې په اهل سنت او دويم ټولي په شيعه مشهور شول ،

او دا خبره د توجه وړ دے چې د شيعه او سنيانو اختلاف فقط د رسول الله په ځاي کښې نه ده بلکه د هرې يوې فقهې په نظر د ((امام)) معنا، مفهوم او يو خاص ځاې لرې چې دا دوه مذهبونه تر يو بل څخه جلا کوي ـ

لپاره د دې چې دا موضوع ډير روښانه شي ـ د امام او امامت معنا بيانوو او هم دې سره سره به د دې دوو مذهبونو (شيعه و سني) تر مينځه فرق څرګند شي ـ

په لغت کښې د امامت معنا رهبري او مشروالي ده ـ او امام هغه کس دے چې د يو ټولي مشروالي په ځان آخلي ـ او د علم دين په اصطلاح کښې امامت په بيلابيلو قسمونو تفسير او بيان شوې دے ـ

د اهل سنتو په نظر کښې امامت يوه دنيوي مشروالي ده (له طرفه د الله نه ده) چې د په وسيله د مسلمانانو اولس مشروالي کيږي ـ

او په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې هر يو اولس يو مشر ته احتياج لري ـ نو پکار دے چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د رحلت نه پس، اسلامي اولس ځان د پاره يو مشر خوښ کړي خو کله چې د مشر ټاکلو لپاره څه خاص طريقه بيان نه ده شوي نو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د ځاې ناستي خوښول په بيلا بيلو طريقو سره کيدلې شي.لکه د خلقو نظر کتنه، چې خلق څوک وټاکي ـ

يا دا چې د هغوي ستر شخصيتونه دوي ته څه ووايي يا دا چې تير شوي خليفه وصيت کړي وي ـ يا دا چې بغاوت او يرغل وکړي او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاې ونيسي او...

ليکن شيعه چې امامت د نبوت دوام ګڼي د خلقو تر مينځه امام، د خداې حجت او د خداې په خپلو مخلوقاتو باندې د فيض او فضل واسطه ګڼي، دا عقيده لري چې د امام ټاکل (تعيين) خو يوازې د خداې لخوا دے او د دې ټاکلو اعلان به د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د مبارکې ژبې سره کيږي. چې د هغۀ خبرې له خداې طرفه دي. دا عقيده له دې امله ده چې د شيعه ؤ په نظر کښې امامت يو ساده مقام نه دے. بلکه دا يوه لويه مرتبه او مقام دے او امام د اسلامي معاشرې مشر يوازې دې لپاره نه ده چې د خداې احکامو بيانوونکې او د قران مجيد تفسير کوونکې او د نيک بختۍ لارښوونکې وي.

په نورو الفاظو کښې مونږ داسې ويلې شو چې شيعه مذهب کښې امام په دوه ډوله د خلقو مشرۍ کوي يو د دين په کارونو کښې او بل د دنيا (نړۍ) په حقله کارونو (امورو) کښې، داسې نه لکه چې څنګه د اهل سنتو عقيده ده. چې د خليفه (ځاې ناستې) دا ذمه واري (وظيفه) ده چې يوازې د دنيا (نړۍ) کارونو کښې مشرۍ کوي.


د امام ضرورت

د هر دواړو مذهبونو نظرونو واضح کيدو څخه وروسته مناسبه ده چې د دې پوښتنې ځواب ورکوو . چې په داسې حال کښې چې زمونږ تر مينځه د قرآن مجيد او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د شتون باوجود د امام او د يو ديني مشر (هماغه شان لکه چې شيعه ؤ عقيده ده) څه ضرورت دے ؟ د امام د شتون ضرورت له پاره ډير دليلونه بيان شوي دي . خو مونږ يوازې يو ساده دليل ستاسو ته وړاندې کوو.

هغه دليل چې کوم (دليل) د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله و سلم د نبوت ضرورت او احتياج بيانوي . هماغه دليل خلقو لپاره د امام ضرورت بيانوونکې دے . ځکه چې له يو خواه اسلام آخري دين او حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسَلم د خداې پاک آخري پيغمبر دے. پس هم دې له اَمَله د اسلام دين بايد د انسان هغو ټولو ضرورتونو ځواب ورکوونکې وي کوم چې دې (انسان ) ته تر قيامته پورې رامخ ته کيږي. او بل خواه قرآن مجيد اُصولو د احکامو کليات (په عمومي توګه حکمونه) فقهي او ديني مسائل بيان کړي دي ـ

او د دې تفسير او تفصيل سره بيانول يې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په ذمه اچولي ده[1] خو دا خبره واضحه دے چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم يو اسلامي مشر په بڼه (حيثيت) سره خپلې زمانې د اسلامي معاشرې ضرورياتو او حالاتو په مطابق د خداې پاک آيتونه بيان کړي دي ، او پکار دے چې (هغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم) داسې لايق او تکړه ځاې ناستي وي چې د هغه په شان د خداې پاک د نامحدوده او نه ختميدونکي علم سره تړلې وي ، لپاره د دې هغه حکمونه چې کوم پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم خلقو ته بيان نه دي کړي، هغه دې خلقو ته بيان کړي ـ او په هره زمانه کښې د مسلمانانو معاشرې د ضرورتونو ځواب ورکړي ـ هم دا رنګې امامان پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم څخه په ځاې پاتې شوي ميراث ساتوونکي او د قرآن مجيد حقيقي بيانوونکي او تفسير کوونکي دي ـ ( ځکه ساتوونکي دي) چې د خداې پاک دين د مفاد پرستو او د خداي د دين دښمنانو تحريف (بدلون) څخه ؤساتي ـ او دغه لوې درياب (دين) تر قيامته پورې پاک او صفا پاتې شي .پر ته له دې، چې امام د انسان کامل يوه مکمل په عمومي توګه او هر اړخيز نمونه دے ـ او انسان ته د داسې نمونې ډير زيات ضرورت دے . چې د هغه لاس نيوي او هدايت سره داسې تربيت شي لکه څنګه چې دۀ ته پکار دے . او د دې آسماني پالونکي (مربي) د لار ښود په رڼا کښې په ناسمو او غلطو لارو تللو او د خپل سرکښ او باغي نفس او بهر شيطانانو په جال کښې غورځيدو نه محفوظ پاتي شي .

له پاسه مطلبونو دا په لاس راځي چي خلقو ته د امام ضرورت يو بڼ سټ ضرورت دے د امام ځينې ذمه وارياني دا دي ـ

اول ـ مسلمانانو مشري کول او د معاشرې کارونه چلول ( حکومت جوړول)

دوهم ـ د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله دين او بنيادي قانون (آئين) له تحريفه ساتل او د قرآ ن مجيد صحيح تفسير کول

دريم ـ د خلقو د نفسونو پاکوالې او د هغو د خداې تعالی ته هدايت کول ـ





[1] (قران مجيد کې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته داسې خطاب کوي او مونږ ستاسو طرف ته دا کتاب (قران مجيد) نازل کړے دے چې تۀ دا کلام خلقو له پاره واضحه کړے کوم چې د دوي طرف ته نازل کړے شوے دے کيدې شي چې دوي د فکر نه واخلي

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.