د امام په هکله د امام رضا(ع) بشپړه او ښائسته وينا

د امام په هکله د امام رضا(ع) بشپړه او ښائسته وينا

او آيا خلق د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله اُمت کښې د امام مقام نه خبر دي چې دوي خپل ځان داسې وګڼي چې دوي په خپله امام ټاکلو (مقررولو) اختيار لري ؟ د امامت قدر ډير زيات ، شان يي ډير لوې و مقام او ځاې يي ډير لوړ دے. له دې چې خلق خپل عقل سره هغه ته ورسي ـ

يا خپل عقل سره هغه بيا مومي .
امامت يو داسې مقام ده چې خداې پاک د دې درجه د نبوت او خُلَتَ (يعني د خداې ملګرې خليل الله) څخه وروسته همدرديمه مرتبه کښې حضرت ابراهيم عليه السلام ته ورکړي ده ..... امامت د خداې خلافت او د رسول الله او د اميرالمومنين علی عليه السلام او د حسن عليه السلام ميراث دے په ريښتيا سره امامت د دين واګې او دمسلمانانو د اسلامي نظاره لپاره يو اصل څيز او د مسلمانانو د دين اصلاح او د مؤمنانو عزت دے ، د نموځ ، روزې ، حج ، او جهاد پوره کيدل او همدانګې د اسلامي حدونو ساتنه په سبب د امام او دهغه امامت قبلولو کښې دے ـ
امام د خداې پاک حلال کړي څيزونه حلال (جائز) کوي او خداي حرام کړي څيزونه حرام کوي هغه د خداي دواقي حکم په مطابقت سره امر کوي . او د الله حدود خيال ساتي . د خداې دين حامي وې پوره سره دليل او په ښه خبرې سره خلق د خداې دين رابي .
امام د نمر په شان څرګنديدونکې دے . چې د هغه نور په ټول کائنات باندې ځليږي امام خپله په اُفق کښې دے ، په دې شان سره چې لاسونه او سترګې هغه ته نه رسي امام ځليدونکي سپوږمۍ، او روښانه ډيوه، او سپينه رڼا دے او داسې لار ښودونکې ستورې دے . چې هغه په تورو تيارو کښې، د ښارونو او د بيابانونو په لارو او د دريابونو په چورلندې کښې لار ښوونې دے (او هر ډول فتنو او ناپوهۍ نه خلاصۍ وو کوونکې دے) امام يو خوږ ملګرې مهربان پلار او يو ګران ورور دے د ماشوم زوي لپاره د نيکې مور په شان او په لويو صويو مصيبتونو کښې خلقو لپاره د پناه ځاې دے
امام هغه کس دے چې ګناهونو نه پاک او له هر عيبه لرې ده . د امام نخښه دا ده چې د علم خاص او ډير صبر کوونکې دے ، امام د خپلې زمانې يو مثاله کس دے ، هيڅوک هم د هغه مقام ته رسيدلې نشي ، او پوهان هم هغۀ سره په علم کښې يو ځاې نه شي کيدلي
نه څوک د هغه ځاې نيولې شې او نه څوک دهغه په شان او هغه غوندې پيدا کيدلې شي ، پس څوک دے هغه کس چې امام ؤ پيژندني ، او دا چې د امام ټاکل هغه له پاره ممکنه وي ؟ نشته دے بالکل نشته دے (مګر شته دے چې الله تعالی دے چې دا کار هغه يعني د امام ټاکل) او همدغه ځاې دے چې پوهه روکه شوي ده او عقلونه سرګردان او هک پک پاتي دي  

او همدغه ځاې دے چې سترګې ړاندې دي. بزرګان ورکوټي، حکيمان حيرانه او پوهان وروسته پاتې شوي دي له دې چې د امام کارونو نه يو کار يا د امام فضيلتونو څخه يو فضيلت ستاينه ؤکړي، هغه ټول د خپلې بې وسي و عاجزي اعتراف کوي.[1]

 


[1]  اصول کافي، ټوک 1 ، باب 15، حديث 1، مخ 255

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.