د امام (عچ) په هکله د معصومينو (ع) ويناوې

د امام (عچ) په هکله د معصومينو (ع) ويناوې

êپه لوح فاطمه (عليه السلام) [1] کې راغلی دی:

د آل محمدد فرج ( امام مهدی (عليه السلام)) په انتظار کې وسئ او د خداے پاک له رحمت نه نااميدۍ کېږئ مه،بې له شکه چې د لوے خداے په نزد تر ټولو غوره کار د امام مهدی (عليه السلام) انتظار دے [2]

 ....... بيا به د نړۍ په خلکو باندې د رحمت په خاطر د اوصياؤ لړۍ د امام حسن عسکری (عليه السلام) په زوے باندې ختمه کړو، څوک چې د موسی (عليه السلام) کمال ،د عيسی (عليه السلام) شان، د ايوب (عليه السلام) صبر لری...[2]

êامام حسن مجتبی (عليه السلام) په يو روايت کې د خداے د ګران رسول (صلی الله عليه و اله وسلم) له دور نه پس د ځينو مشکلاتو له بيانولو وروسته وفرمايل:
خداے پاک به په اخېره زمانه کې يو سړے راپاڅوی د خپلو فرښتو په وسيله به د هغۀ ملاتړ کوی اود هغۀ د ملګرو حفاظت به کوی.... او هغهته به د نړۍ په ټولو خلکو باندې تسلط ورکوی، هغه به زمکه له عدل او انصاف، رڼا، او ښکاره دليل نه ډکوی.... نېکرغه هغه څوک دے چې د هغۀ زمانه ووينی او د هغۀ خبرې واوری.[3]
êامام حسېن (عليه السلام) وفرمايل:
... خداے پاک به د هغۀ (امام مهدی (عليه السلام) ) په ذريعه زمکه ژوندۍ کوی پس له هغې نه چې مړه شوی وی او د هغۀ په وسيله به خپل حق دين په ټولو دينونو باندې کاميابوی که څه هم د مشرکانو خوښه نه وی. د هغۀ لپاره يو غېبت دے چې په هغۀ کې به يوه ډله خلک له دين څخه مخ وګرځوی او يوه ډله خلک به په دين باندې ټينګ پاتې شی.... په تحقيق سره چې څوک د هغۀ په غېبت کې په تکليفونو او دروغ بلنو باندې صبر کوی د هغه کس په شان دے چې د خداے له ګران رسول (صلی الله عليه و اله وسلم) اوږه په اوږه په تورې سره جهاد کړے وی. [4]
 
êامام زېن العابدين (عليه السلام) وفرمايل:
هغه څوک چې د امام مهدی (عليه السلام) د غېبت په دوران کې له مونږ سره په مينه باندې قائم پاتې شونو خداے پاک به ورته د بدر او احد د جنګونو د زرو شهيدانو ثواب ورکړی [5]
 
êامام محمد باقر (عليه السلام) وفرمايل:
په خلکو باندې داسې يو وخت راروان دے چې امام به يې غېب شی نو بيا نېکمرغه دے هغه څوک چې په هغه زمانه کې زمونږ د ولايت په چاره باندې ټينګ پاتې شی [6]
êامام جعفر صادق (عليه السلام) وفرمايل:
د قائم (امام مهدی (عليه السلام)) لپاره دوه غېبتونه دی يو به پکې د لنډې مودې وی او بل به د اوږدې مودې لپاره وی [7]
êامام موسی کاظم (عليه السلام) وفرمايل:
امام مهدی (عليه السلام) به د خلکو له سترګو پناه کيږی خو د هغۀ ياد به دخلکو له زړونو نه نۀ وځی [8]
êامام علی رضا (عليه السلام) وفرمايل:
کله چې امام مهدی (عليه السلام) پاڅون وکړی نو زمکه به د هغۀ په نور سره روښانه شی او هغه بزرګوار به د خلکو تر مينځ عدل او انصاف تله ودروی نو بس بيا به څوک په بل چا باندې ظلم نه کوی. [9]
êامام محمد تقی (عليه السلام) وفرمايل:
زمونږ قائم (امام مهدی (عليه السلام) ) هغه څوک دے چې خلکو ته پکار دی د غېبت په زمانه کې د هغۀ د ظهور په انتظار کې وسی او که ظهور يې وکړ نو پکار دی چې د هغۀ فرمان ته غاړه کېږدی. [10]
êامام علی نقی (عليه السلام) وفرمايل:
 له ما نه پس زما زوے حسن (عليه السلام) به امام وی او له هغۀ نه پس به د هغۀ زوے قائم (امام مهدی (عليه السلام)) امام وی اوهغه به زمکه له عدل او انصاف نه ډکوی لکه څنګه چې له ظلم او جور نه ډکه وی [11]
ê امام حسن عسکری (عليه السلام) وفرمايل:

شکر د هغه خداے پاک چې زۀ يې تر هغه وخته له دنيا نه بو نه تلم چې زما جانشين يې ما ته وښود. هغه د خلقت او اخلاقو له نظره تر ټولو زيات له رسول اکرم (صلی الله عليه و اله وسلم) مشابهت لری.[12]

 

 

 

[1]. په دغه روايت کې راغلی دی چې جابر بن عبدالله انصاری (رض) وائی: د رسول اکرم (ص) په وخت کې د امام حسېن (ع) د زوکړې د مبارکۍ لپاره د حضرت فاطمې بی بی خدمت کې حاضر شوم، د هغې په لاس کې مې يوه د شين رنګ تختۍ وليده او پکې لکه د نمر په شان روښانه ليک وليد. پوښتنه مې وکړه چې دا تختۍ د څه ده؟ وې فرمايل: دا تختۍ خداے پاک خپل رسول (ص) ته ډالۍ کړې ده او په دې کې زما د پلار، زما د خاوند او دوو بچو او زما د بچو د جانشينانو نومونه ليکلی شوی دی، د خداے ګران رسول (ص) دغه تختۍ ما ته عطا کړه او راته يې وفرمايل چې په دې سره به خوشحاله يې.
[2]. کمال الدين ١ ټوک ٢٨ باب ١ حديث ٥٦٩ مخ
[3] . احتجاج ٢ ټوک ٧٠ مخ
[4].  کمال الدين ١ ټوک ٣٠ باب ٣ حديث ٥٨٤ مخ
[5] . همدغه حواله ١ ټوک ٣١ باب ٥٩٢ مخ
[6]. کمال الدين ١ ټوک ٣٢ باب ١٥ حديث ٦٠٢ مخ
 
[7] .. غېبت نعمانی ١٠ باب ٤ فصل ٥ حديث ١٧٦ مخ
[8]. هماغه حواله ٣٤ باب ٦ حديث ٥٧ مخ
[9]. هماغه حواله ٣٥ باب ٥ حديث ٦٠مخ
[10] . هماغه حواله ٣٦ باب ١ حديث ٧٠مخê
[11]. هماغه حواله باب 37 حديث 10 مخ 79
[12]. هماغه حواله باب 37 حديث 7 مخ 118

 


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.