فرهنګي پروګرام

فرهنګي پروګرام

 

د حق په حکومت کښې د فرهنګي جهاد مهمترينې برخې دا دي:
 
1. د کتاب او سنتو ژوندي کول:
 وروسته له دې چې قران په ټولو زمانو کښې يوازې او بې ګټې پاتې ؤ او د ژوند په خوا کښې يو اړخ ته هېر شوے ؤ د خداې پاک د اخرني حجت د حکومت په زمانه کښې به د قران تعليمونه د انسانانو د ژوند په هر اړخ پکار راشي او سنت چې هماغه د مخکښو کړه وړه او خبرې دي په هر ځاي کښې به د انسانانو په ژوند کښې د يوے ښې بيلګے په توګه ياديږي او د ټولو خلکو کارونه به د قران مجيد او سنت په تله تلل کيږي.
امام علي عليه السلام په يو واضح بيان کښې د امام مهدي عليه السلام د حکومت داسې صفت بيانوي:
په هغه وخت کښې چې شيطان به په خلکو حکومت کوي (امام مهدي به ظهور کوي) او هدايت او رښتيا به د نفس او شيطان په ځاي راولي او په هغه زمانه کښې چې شخصي نظريې او ليدتوګې به له قرانه وړاندې وي عقلونه به قران طرف ته راواړوي او هغه به په خلکو حاکم کړي.[1]
هم دا رنګ د هغوي په يو بل بيان کښې د قران مجيد د مسلمانانو په ژوند کښې جاري شونې په هکله فرمايي:
داسې ښکاري لکه چې زه خپل شيعه وينم چې لګيا دي د کوفے په جمات کښې يې خيمې لګولې دي او هماغه شان قران يو بل ته ښيي لکه څنګه چې نازل شوے دے[2]
او د قران مجيد ښودل او زده کول د قراني فرهنګ د ژوندي کولو له پاره او د قران حکومت او احکام جاري کولو له پاره شورو او ابتداء وي.
 
2. د معرفت او اخلاقو خپريدل
قران کريم او د اهلبيتو عليهم السلام تعليماتو د انسانانو په معنوي او اخلاقي پرمختګ بانې ډېر تاکيد کړے دے ځکه چې د انسانانو د پرمختګ د ټولو نه لوي عامل او سبب د هغوي ښه اخلاق دي. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د خپلې پيغمبرۍ هدف او مقصد ښه اخلاق ښودلي دي.[3]
او قران پاک هم هغوي د ښو اخلاقو د بيلګې په توګه ذکر کړي دي[4]
خو ډېر افسوس سره ګورو چې خلق په بيله توګه مسلمانانو بد اخلاقۍ طرف ته روان دي له دې وجې چې د قران مجيد او اهلبيتو عليهم السلام د لارښودنې نه لرې شوي دي او هم دا د اخلاقو نه لرې کيدل د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند د ختميدو سبب ګرځيدلے دے.
د امام مهدي عليه السلام حکومت، چې په نړۍ کښې د خدايي اخلاقو حکومت دے. د اخلاقو پراختيا د هغوي د حکومت په لومړنيو پروګرامونو کښې ده.
امام باقر عليه السلام وفرمايل:
إذا قامَ قائِمُنا وضَعَ يَدَهُ علی رَؤُسِ العِبادِ فَجَمَع به عقولهم و أکملَ به اخلاقَهم[5]
کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي نو خپل لاس به د بندګانو په سرونو کيږدي او د هغوي عقلونه په جمع کړي او د هغوي اخلاق به کمال ته ورسوي.
له دې خبرې چې په کنايه کښې ذکر شوې ده پوهيږو چې د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې، چې د اخلاقو حکومت دے، به اخلاقي ارزښتونو د پرمختګ او د عقل د پوراکيدو له پاره ښه وخت وي. لکه څنګه چې بد اخلاق د عقل د کموالي علامت دے هم دې شان سره ښه اخلاق د عقل د پورا کيدو نښه ده. له بل اړخه هغه ځاي چې اخلاق په کښې وي او د قران او اهلبيتو عليهم السلام سنتونه او طريقې په کښې وي انسان ښو اړخونو ته بيايي.
 
3. علمي غونډه
د امام مهدي عليه السلام د حکومت يو فرهنګي کار علمي پرمختګ دے ځکه چې هغوي پخپله د ټولو نه زيات علم لرونکي دي.[6] دا علمي پرمختګ چې له دې وړاندې يې مثال او بيلګه نه وه.
پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم چې د امام مهدي عليه السلام د راتلو زيرے يې ورکړے دے د امام مهدي عليه السلام دې کار طرف ته يې هم اشاره کړې ده.
د امام حسين عليه السلام نهم زوې د هغوي قائم دے (امام مهدي عليه السلام) چې خداي پاک به د هغه په لاس ټوله ځمکه له نوره ډکه وي وروسته له دې چې له تيرو به ډکه وي او ځمکه به له عدله ډکه وي وروسته له دې چې له ظلمه به ډکه وي او ټوله عالم به له علمه ډک کړي وروسته له دې چې د جهل او ناپوهۍ به ډک وي.[7]
او دا علمي غورځنګ د جامعې د ټولو خلقو له پاره دے او په دې پرمختګ کښې به د ښځو او سړيو تر مينځ څه فرق نه وي. بلکه ښځې به هم د دين په پيژنګلو کښې لوړو مرتبو ته ورسيږي.
امام باقرعليه السلام وفرمايل: د امام مهدي عليه السلام په زمانه کښې به تاسو ته علم او حکمت درکړې شي تر دې حده چې ښځه به د کور دننه د قران او سنتو مطابق حکم کوي.
دا حديث د دې مطلب څرګندونه کوي چې خلق به ډېر زيات په آياتونو او روايتونه پوهيږي ځکه چې د قضاوت او حکم کونې مقام ډېر دروند او ګران دے.
 
4. بدعتونو سره مقابله
بدعت د سنتو په مقابله کښې دے او معنی يې دا ده چې د خپل سوچ او فکر مطابق کارونه په دين کښې داخل کړې شي داسې کارونه چې په دين کښې نه ؤ.
امام علي عليه السلام د بدعت کوونکيو په هکله فرمايي:
بدعت کوونکي هغه کسان دي چې د خداې د هغه د رسول او د هغه د کتاب مخالفت وکړي اوپه خپلې راې او حوس مطابق عمل وکړي سره د دې چې د هغوي تعداد زيات وي.[8]
دې ته په پام سره د بدعت معنی دا ده چې خداې پاک د هغه کتاب او پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سره مخالفت کول او د خداي پاک د حکمونو په ځاي د خپل نفس او خواهشاتو باندې عمل وکړي او دا هماغه د خداې د کتاب او سنتو پر خلاف د جنګ اعلان دے بدعت يو داسې شې دے چې د خداې پاک او د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سنت ختموي او د دين له پاره له دې نه لوي بل مصيبت او آفت نشته.
امام عليه السلام فرمايي: مَا هَدَمَ الدين مثلُ البدعُ[9]
د بدعت غوندې بل يو شي هم دين دومره نه دے خراب کړے.
هم دې ته په پام سره پکار ده چې د بدعت کوونکيو په وړاندې سنت باندې عمل کوونکي پاڅون وکړي. او د هغوي له فريب او مکر نه پرده اوچته کړي، او د هغوي غلطه او ناسمه لار خلکو ته څرګنده کړي. او په دې طريقه خلک د بې لاريو او ګمراهۍ نه وژغوري.
پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل:
هر کله چې زما په امت کښې بدعتونه څرګند شي نو عالمانو ته پکار دي چې خپل علم څرګند کړي او څوک چې داسې ونه کړي نو پر هغه دخداي لعنت وي.[10]
ډېر خفګان سره پکار ده ووايو چې د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم له رحلته وروسته ډېر بدعتونه په دين کښې راغلل او څومره ډېر بدعتونه په دين کښې راغلل او څومره ډېر انحرافات او بې لارې د دين په لارې کښې پيدا شوې. او په دې طريقه يې د دين مخ بدل کړ او د دين روښانه مخ يې د خپلو نفساني خواهشاتو په پردو کښې پت کړ او سره د دې چې معصومو امامانوعليه السلام او د دين عالمانو ډېر کوښښونه وکړل خو بيا هم د بدعت جوړيدو او سنت سوزيدو لار خلاصه پاتې شوه او د غيبت په وخت کښې يې لاپرمختګ وکړ.
اوس د نړۍ خلک په دې انتظار دي چې د دې دين څيښتن او خلکو ته بشارت ورکوونکې راشي او د هغه د حکومت په سيوري کښې سنت ژوندي شي او بدعتونه ختم شي او بې شکه دا پروګرام به د هغوي د پروګرامونو په سر کې وي او د بدعتونو هم دې مقابلې په سبب د هدايت لاره انسانانو له پاره څرګنديږي.
امام باقرعليه السلام په خبرو کښې د امام د ظهور د زمانې په هکله وفرمايل:
وَ لا يَتْرکُ بِدْعَةٌ إلاّ ازالها ولاسنّةً إلاّ اقامها[11]

يو بدعت به پري نږدي مګر دا چې له ويښه يې ختم کړي او له يو سنته به هم تېر نشي مګر دا چې ژوندې يې کړي.

 

 

 

[1]. نهج البلاغه، 137 خطبه
[2]. غيبت نعماني، 21 باب، 3 حديث، 333 مخ.
[3]. د اسلام پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ارشاد فرمايي: إنما بُعِثْتُ لاُتَمِّمَ مکارِمَ الاخلاق، زه د دې لپاره مبعوث شوې يم چې ښه اخلاق پورا کړم.
[4]. دې آيت ته اشاره ده چې فرمايي: لَقَدْ کانَ لَکُمْ فی رَسولُ اللهِ اُسْوۃً حسنۃ، تاسو لپار ه د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم ذات بهترينه بيلګه ده
[5]. بحار الانوار، 52 ټوک، 336 مخ.
[6]. امام علي(عليه السلام) د امام مهدي (عج) په صفت کښې فرمايي: د هغه علم ستاسو ټولو نه زيات دے . غيبت نعماني، 3 باب، لومړے حديث.
[7]. بحار الانوار، 36 ټوک، 253 مخ، کمال الدين 1 ټوک، 24 باب، 5 حديث 487 مخ
[8]. ميزان الحکمة 1632 حديث
[9]. بحار الانوار 78 ټوک، 91 مخ.
[10]. ميزان الحکمۃ 1649 حديث
[11]بحار الانوار 51 ټوک 11 حديث، 11 مخ.

 


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.