ټولنيز پروګرام

ټولنيز پروګرام

  او بدکارو سره به د قانون مطابق عمل کيږي هم دا رنګ د خلکو حقونه به په مساوي طريقه تقسيميږي او عدالت به په خپلې ريښونې معنا جاري شي.

نو په ځاي به وي چې روايتونو ته لږه ننداره وکړو اود هغے ښکلې دنيا نظاره وکړو:
 
1. امر بالمعروف او نهي عن المنکر پراخه کول
د امام مهدي عليه السلام په نړيوال حکومت کښې به ښو کارونو ته د بلګلو او له بدو کارونو نه د منعې کولو ذمه واري په لويه توګه ترسره کيږي. هماغه واجب چې قران کريم په هغې باندې تاکيد کړے دے او دا يې د اسلامي امت د بيلګو څخه ګڼلے دے [1]
هماغه امر او حکم چې د هغې په وجه د خداوند عالم ټول واجبات په ځاي راوړل کيږي[2]
او د هغې پريخودل د هلاکتاو نابودۍ او د بدو د زياتيدو سبب ګرځي.
او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ټولو لويه درجه دا ده چې د يو حکومت مشر ښه کارونو ته بلګوونکې او له بدو منعې کوونکې وي.
امام باقرعليه السلام وفرمايل: اَلْمَهدی وَ اَصحابُه... يأمرونَ بالمعروفِ و ينهونَ عنِ المُنکرِ.[3]
امام مهدي او هغه ياران .... امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي.
 
2- اخلاقي بديو او فساد سره مقابله
له بدو کارونو منعې کول د الهی حکومت يوه بيلګه ده يوازې په ژبې به نه وي بلکه منکرات او بدو کارونو سره به مقابله کيږي. تر دې چې د اخلاقي بديو له پاره په ټولنه کښې څه ځاي پاتې نه شي او د ژوند سيمه به له بديو پاکه شي.
په دعاي ندبه کښې لولو (هغه دعا چې له ياره د جدايې سندره ده) اينَ قاطِعُ حبائِلَ الکِذْبِ والافْتراء اينَ طامِسُ آثارِ الزيغِ والاهْواء
چرته دے هغه چې د دروغو او افتراء (تومتونو) رسۍ به پرې کړي چرته دے هغه چې د بې لاريو او هوی او هوس آثار به ختم کړي.[4]
 
3 - د الهی حدونو جاري کول
د ټولنې بدو کسانو او مفسدانو سره مقابله کول بيلا بيلې طريقې لري، د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به يو اړخ ته فرهنګي طريقو سره او تعليم او ښو عقائدو سره فاسقان او بد خلق، ښې او د صلاح لارے ته راوستل کيږي او بل اړخ ته به مشروعې او عقل سره سمې اړتياوې پوره کيږي او دې سره او عدالت جاري کيدو سره به د زياتي کونې او د نورو د حقونو د ضايع کيدنې نه مخنيوا کيږي او هغه کسان چې قانون نه قبلوي پداسې طريقې به هغوي سره عمل کيږي چې د فساد لارې پرې بند شي او هم دا راز به د هغوي په وسيله د نورو فساد کوونکو لاره هم بنده شي او د مفسدانو له پاره به د خداې پاک هغه قانون جاري کيږي کوم چې په روايتونو کښې بيان شوي دي.
په يو لوي روايت کښې د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم نه امام جواد عليه السلام نقل کړي دي چې د امام مهدي عليه السلام د بيلګو د ذکر په باب کښې داسې فرمايي:
او هغه به د خداې حدود (قانون) جاري کړي.[5]
 
4- په قضاوت کښې عدالت
د امام مهدي عليه السلام د ټولو پروګرامونو په سر کښې د عدالت جاري کول دي او هماغه دے چې ټوله نړۍ به له عدالته ډکه کړي هماغه راز چې له ظلمه به ډکه وي . د عدالت له ډګرونو څخه يو ډګر د قضاوت ډګر دے او دا هماغه حق دے چې له ټولو زيات ظلم زياتې پکښې شوے دے مالونه په ناحقه اخستل شوي دي او وينې په ناحقه تلې شوې دي او د بې ګناهانو عزت ته خطره پيښه شوې ده و د نړۍ په عدالتونو کښې د ټولو نه زيات ظلم مستضعفانو او ضعيفو خلکو سره شوے دے او نړيوال عدالت د زورورو په حکم سره ډېرو دنياپرستو قاضيانو د خپلې او د خپلو خپلوانوو د ګټې له پاره ډېر د ظلم زياتي حکمونه ليکلي دي او لنډه دا چې ډېرکسان بې ګناه تر مرګه رسيدلي دي او ډېرو فساد کوونکو حکمونه د خداي له پاره نه دي جاري کړې.
د امام مهدي عليه السلام د عدل حاکميت به د ټولو ظلمونو خاتمه کوي ځکه چې د خداي د عدالت څرګندونه به کوي هغه به عدالتونه جوړوي او داسې کسان به پرې ګماري چې له خداي ويره لري چې د نړۍ په يو ځاي کښې هم په چا باندې څه ظلم ونه شي.
امام رضاعليه السلام په يو روايت کښې د امام مهدي عليه السلام د وخت په هکله فرمايي:
فِإذا اَخْرَجَ اشرقت الارض بنورِ رَبِّها و وَضعَ ميزان العدلِ بين الناس فلا يَظلمُ احدٌ احداً.
کله چې هغه پاڅون وکړي نو ځمکه به د پرودګار له نوره ډکه شي او هغوي به د خلکو تر مينځ د عدالت تله کيږدي (نو داسې عدالت به جاري کړي چې) يو کس به هم په بل ظلم ونکړي.[6]

له دې روايته پوهيږو چې د هغه حضرت عدالت دومره لوي او دقيق دے چې د ظالمانو او ګټه اخستونکو لاره بندوي. او د ظلم او په نورو باندې د زياتي کولو مخنيوا به کوي.

 

 

[1]. سورة آل عمران 110 آيت.
[2]. د امام باقر(عليه السلام) نه د دې واجب په هکله داسې راغلي دي إنّ الامر بالمعروف والنهی عن المُنکَرِ... فريضة عظيمةً بها تقامُ الفرائض، د ښو امر کول او له بدو منعې کول ... يو داسې واجب دے چې د هغې په وجې ټول واجبات په ځاي راوړل کيږي. (ميزان الحکمة ژباړل شوي، 8ټوک 3704مخ.
[3]. بحار الانوار 51ټوک 47مخ.
[4]. مفاتيح الجنان د ندبې دعا
[5]. بحار 52ټوک، 27باب، 4مخ.
[6]. بحار الانوار 52ټوک، 321مخ.


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.