د حکومت پروګرامونه

د حکومت پروګرامونه

او خپل ځان او ټولنه په داسې لارې باندې د تللو له پاره چمتو کړي.

د امام مهدي عليه السلام د حکومت د زمانې په هکله چې کوم روايتونه راغلي دي هغې ته په پام سره دا درې مهم پروګرامونه دي: فرهنګي پروګرام، ټولنيز پروګرام او اقتصادي پروګرام.
په يو بل بيان سره بشري ټولنه د قران مجيد او ديني مشرانو د علمونو نه د لرې پاتې کيدو په سبب په فرهنګي زوال کښې ګېره شوې ده، چې د يو لوي فرهنګي انقلاب په رڼا کښې د قران مجيد او اهلبيتو (عليهم السلام) اړخ ته ستانه شي.
هم دا رنګ د يو هر اړخيز اجتماعي پروګرام شتون له دې سببه هم ضرورت لري چې د ټولنې بيلابيل زخمونه روغ شي او هغه صحيح پروګرام چې د ټولنې د واقعي ژوند ذمه واري او هر چاته خپل انساني او الهي حق ورکوي، جاري شي د هغه طريقو په ځاې باندې چې په ظلم او زياتي سره يې ټولنه فساد او تباهۍ طرف ته بوتلې ده او له ضعيفانو او کمزورو نه يې خپل حقونه اخسيتي دي.
د فرهنګي پروګرام د تياريدو له پاره او د اجتماعي مخپرتګ له پاره اقتصادي پروګرام هم لازمي دے چې د دې پروګرام په سبب له ټولو ځمکيزو امکاناتو نه په عادلانه طريقے په مناسب ځاي کښې ګټه واخستل شي. په يو بل بيان سره به دا ووايو چې له طبيعي شيانو څخه په صحيح توګه خوراک څښاک رسيدل ممکن شي.

وروسته له دې چې په لنډه توګه مو د دولسم امام د حکومت پروګرامونه وښودل د هغوي تفصيلي پلټنه د رواياتو په رڼا کښې بيانوو او د هغه حضرتعليه السلام دا مهم پروګرامونه په هره يوه برخه کښې بيانوو.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.