د امام مهدي عليه السلام حکومت

د امام مهدي عليه السلام حکومت

 

چې هر يو شې او هر يو څيز به په خپل ځاي کيږدي او د هر يو څيز حق به عدالت سره هغه ته ورکړي او اخر دا چې د نړۍ خلک به د داسې حکومت ليدونکي وي چې سر تر سره ټول عدل وي، او هيچا سره به ظلم زياتې نه کيږي. هغه حکومت چې د خداې پاک د ښکلا او ښائست څرګندونکې دے او په هغه حکومت کښې به انسانان خپل هېر شوي ارمانونو ته ورسيږي. مونږ به په دې څپرکي کښې په څلورو څيزونو خبرې کوو:
1. د امام مهدي عليه السلام د نړيوال حکومت هدفونه او مقصدونه.
2. په بيلا بيلو برخو کښې د امام (عليه السلام) د حکومت کارونه او لارې چارې.
3. له الهي عادل حکومت په لاس راغلې څيزونه.
4. د حکومت بيلګې.
بخش اول فصل پنجم
لومړۍ برخه
د حکومت هدفونه
له دې وجې چې د ټول عالم د پيدايښت مقصد، د بنيادمانو د ټولو کمالاتو سرچينې يعنې خداې پاک ته رسيدل دي نو پکار ده چې دې لوي ارمان او خواهش ته د رسيدلو له پاره د دې کار ټول اوزار او وسائل پکار راوستې شي د زمانې د امام نړيوال حکومت په دې لټه کښې دے  چې خداې پاک ته د نږدې کيدو ټول اسباب ترلاسه کړي او له دې لارې خنډونه څنګ کړي.
خو انسان له دوه څيزونو جوړ شوے دے او د هغه ضرورتونه هم په دوه ډوله تقسيم شوي دي: مادي او معنوي، نو له دې کبله کمالاتو ته د رسيدو له پاره لازمه ده چې دواړو اړخو ته په حساب سره حرکت وکړي او عدالت چې د خداې پاک د حاکمت يو لوې قانون دے په مادي او معنوي لارو کښې د انسان د سلامتۍ ذمه وار او ضامن دے.
نو دې ته په پام سره د دولسم امام د حکومت د هدف او مقصد په هکله دوه اړخه (مادي او معنوي) او د عدالت پراختيا د بحث کولو وړ دي.
 
معنوي پرمختګ
د وړاندې ذکر شوي هدف له اهميته د خبريدو له پاره لازمه ده چې د طاغوت د حکومت په وخت کښې د بنيادمانو ژوند ته يو نظر وکړو.
د انسان په ټول ژوند کښې د خداې پاک له حکومته پرته معنويت څه ارزښت لرلو؟ آيا داسې نه ده چې انسانانو لاره ورکه کړې وه او د معنويت د ختميدو په لاره يې قدم کيږدولې ؤ او د خپلو نفساني خواهشاتو او د شيطان د وسوسو په وجه يې د خپل ژوند ښکلا او نيکې هېرې کړې وې او په خپله لاسه يې هغه په مقبرو کښې خښې کړې وې.
پاکۍ او پاکدامنۍ، رښتيا او صداقت، يو بل سره مرستې، بخښنې او بخشش، احسان او نيکۍ خپل ځاي هوا پرستۍ او شهوت پرستۍ، دروغو او هر څه د ځان له پاره غوښتلو، خيانت، ظلمونو، او زياتو غوښتو ته ورکړے ؤ لنډه دا چې د معنويت اخري سلګې وې او په ډېرو ځايونو کښې په ډېرو خلکو کښې د معنويت څه اثر پاتې نه ؤ.
د خداې پاک د اخرنۍ ذخيرے حکومت به د دې برخې د ژوندي کولو له پاره قدم اخلي او د دې مړ شوي مرده د ژوندي کولو کوشش به کوي، څو هغه انسانانو ته چې ملائيکو ورته سجده کړې ده، د ژوند واقعي خوند وښيي او ټول دا ووايي چې خداي پاک له اوله دا مقرره کړې وه چې هغوي دې په داسې پاکه هوا کښې ژوند وکړي او د ښه والي او پاکۍ بوي دې حس کړي.
يَا ايّها الذِيْنَ امنُوا اسْتَجِيْبوا للهِ ولِلرّسوْلِ إذا دعاکُمْ لِما يُحْيِيکُم .(سورة انفال ايت 24
اې د مؤمنانو ټوليه! کله چې خداي پاک او پيغمبر تاسو هغه شي طرف ته وغواړي چې کوم تاسو ژوندي کوي نو (د هغوي غوښته) قبوله کړئ او د هغوي غږ ته لبيک ووايئ.
دې ته په پام سره معنوي ژوند چې د انسانانو او ځناورو تر مينځ توپير په هم دې دے د انسان د وجود اصلي برخه هم دا ده، ځکه چې د هم دې برخې د شتون په وجه هغۀ ته بني آدم ويل کيږي او هم دا ژوند دے چې کوم يې خداې پاک ته رسوي او هغه ته يې نږدې کوي.
او هم دې وجې دا (معنوي) برخه د پروردګار د ولي او امام زمان د حاکميت په دوران کښې مخپرتګ کوي او انساني ارزښتونه د ژوند په هر اړخ کښې په وړاندې ځي. او ټول ښه کارونه لکه مينه محبت، قرباني او فداکاري رښتيا ويل او داسې نور ښه کارونه په هر ځاي کښې خپريږي. خو دې هدف ته د رسيدلو له پاره يو ډېر لوي او هر اړخيز پروګرام ته اړمن يو چې په راتلوونکې برخو کښې به بيانيږي.
 
دعدالت خپريدل
په ټولو تېرو زمانو کښې د انسانانو په ټولنه باندې د ټولو نه لوي زخم هغه ظلم او زياتې ؤ چې د انسانانو په ټولنه کښې موجود ؤ په بيلا بيلو ځايونو کښې بنيادمان تل خپل حق ته له رسيدلو محروم پاتې شوي دي او هيڅکله د هغوي مادي او معنوي حقونه د هغوي ترمينځ په عدالت سره نه دي ويشل شوي او تل داسې شوي چې د مَړو خيټو تر څنګ يو ټولې وږے پاتے شوے دے او تل د لويو ماڼو او غټو غټو کورونو تر څنګ ځينې کسان په لارو کوڅو او خاورو کاڼو کښې ملاست دي او د سرو زرو او طاقت حکومتونو ضعيف او کمزوري خلک خپل غلامان کړي دي او سپين رنګي خلکو تور رنګي خلک يوازې د هغوي د تور رنګ په وجه وژلي دي. لنډه دا چې تل د ضعيفو او کمزورو خلکو حقونه د طاقتورو د خواهشاتو له پاره قربان شوي دي او انسانان تل د عدالت او برابرۍ راتلو له پاره قربان شوي دي او انسانان تل د عدالت د ورځو د راتللو له پاره په انتظار ناست دي.
او د دې انتظار اخر هماغه د امام مهدي (عليه السلام) د حکومت راتلل دي . هغه به د عدالت د يو لوي رهبر او مشر په توګه په ټول عالم کښې عدالت خپروي. او د دې خوږ حقيقت په هکله په ډېرو روايتونو کې زيرے ورکړے شوے دے.
امام حسين (عليه السلام) فرمايلي دي:
که له دنيا يوازې يوه ورځ هم پاتې وي نو خداې پاک به هغه ورځ دومره اوږده کړي څو زما له اولاده يو کس پاڅون وکړي او ځمکه د عدله ډکه کړي وروسته له دې چې د ظلم او زياتي به ډکه وي. داسې مې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم اوريدلي.[1]
او نور په لس ګونو روايتونو کښې داسې راغلي دي چې د اخرني وعده شوي په حکومت کښې د نړيوال عدل د راوستلو او د ظلم او زياتي د ختميدلو څرګندونه کوي.
او د خوند خبره دا ده چې عدل او عدالت د هغې امام يوه داسې روښانه بيلګه ده. چې په ځينو دعاګانو کښې ورته هم دا لقب ورکړے شوے دے.
اللّهُمّ صَلی علی وَلِیّ اَمْرِكَ القائِمِ المُؤمَل والعدْلِ المُنتَظر (مفاتيح الجنان دعا افتتاح)
خدايه! په خپل ولي امر باندې درود وليږه هماغه چې د پاڅون ارمان يې کيږي او د عدل انتظار يې کيږي.
هو! هغۀ عدالت د خپل هدفونو په سر کښې ليکلې دے ځکه چې عدالت حقيقي ژوند ته په فردي او اجتماعي ټولو اړخونو کښې لاره جوړونکې دے او ځمکه او د هغې اوسيدوکي بې له عدله داسې مړه او بې روحه دي چې ژوندي شمارل کيږي.
امام کاظم (عليه السلام) د دې آيت په تفسير کښې چې فرمايي
إعلَموا اَنّ الله يُحی الاَرضَ بعْدَ موْتِها(سورة حديد ايت 17) وفرمايل: مطلب يې دا نه دے، چې باران ځمکه ژوندې کوي بلکه خداې پاک به داسې سړي پاڅوي چې عدالت به ژوندې کوي نو د عدل د ژوندي شونې په سبب به ځمکه ژوندې کيږي.
او د "ځمکې د ژوندي شونې" عبارت دې ته اشاره ده چې مهدوي عدالت يو ټول اړخيز عدالت دے او هر ځاي کښې دے، نه يوازې په يو ځاي کښې او د ځينو خلکو له پاره.
 


[1]. کمال الدين 1 ټوک، 30 باب، 4 حديث، 584. مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.