امام مهدي او امامت

امام مهدي او امامت

او دا خبره د توجه وړ دے چې د شيعه او سنيانو اختلاف فقط د رسول الله په ځاي کښې نه ده بلکه د هرې يوې فقهې په نظر د ((امام)) معنا، مفهوم او يو خاص ځاې لرې چې دا دوه مذهبونه تر يو بل څخه جلا کوي ـ

لپاره د دې چې دا موضوع ډير روښانه شي ـ د امام او امامت معنا بيانوو او هم دې سره سره به د دې دوو مذهبونو (شيعه و سني) تر مينځه فرق څرګند شي ـ
په لغت کښې د امامت معنا رهبري او مشروالي ده ـ او امام هغه کس دے چې د يو ټولي مشروالي په ځان آخلي ـ او د علم دين په اصطلاح کښې امامت په بيلابيلو قسمونو تفسير او بيان شوې دے ـ
د اهل سنتو په نظر کښې امامت يوه دنيوي مشروالي ده (له طرفه د الله نه ده) چې د په وسيله د مسلمانانو اولس مشروالي کيږي ـ
او په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې هر يو اولس يو مشر ته احتياج لري ـ نو پکار دے چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د رحلت نه پس، اسلامي اولس ځان د پاره يو مشر خوښ کړي خو کله چې د مشر ټاکلو لپاره څه خاص طريقه بيان نه ده شوي نو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د ځاې ناستي خوښول په بيلا بيلو طريقو سره کيدلې شي.لکه دخلقو نظر کتنه، چې خلق څوک وټاکي ـ
يا دا چې د هغوي ستر شخصيتونه دوي ته څه ووايي يا دا چې تير شوي خليفه وصيت کړي وي ـ يا دا چې بغاوت او يرغل وکړي او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاې ونيسي او...
 ليکن شيعه چې امامت د نبوت دوام ګڼي د خلقو تر مينځه امام، د خداې حجت او د خداې په خپلو مخلوقاتو باندې د فيض او فضل واسطه ګڼي، دا عقيده لري چې د امام ټاکل (تعيين) خو يوازې د خداې لخوا دے او د دې ټاکلو اعلان به د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د مبارکې ژبې سره کيږي. چې د هغۀ خبرې له خداې طرفه دي. دا عقيده له دې امله ده چې د شيعه ؤ په نظر کښې امامت يو ساده مقام نه دے. بلکه دا يوه لويه مرتبه او مقام دے او امام د اسلامي معاشرې مشر يوازې دې لپاره نه ده چې د خداې احکامو بيانوونکې او د قران مجيد تفسير کوونکې او د نيک بختۍ لارښوونکې وي.

په نورو الفاظو کښې مونږ داسې ويلې شو چې شيعه مذهب کښې امام په دوه ډوله د خلقو مشرۍ کوي يو د دين په کارونو کښې او بل د دنيا (نړۍ) په حقله کارونو (امورو) کښې، داسې نه لکه چې څنګه د اهل سنتو عقيده ده. چې د خليفه (ځاې ناستې) دا ذمه واري (وظيفه) ده چې يوازې د دنيا (نړۍ) کارونو کښې مشرۍ کوي.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.