ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري(رح)

ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري(رح)

عبدالله بن جعفر حميري وايي: کله چې عثمان بن سعيد عمري مړ شو نو امام په خپل لاس ليک سره مونږ ته يو ليک راواستوۀ چې پکښې ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري د خپل پلار په ځاي ټاکل شوی ؤ.

عبدالله بن جعفر حميري وايي: له محمد بن عثمان بن سعيد عمري مې پوښتنه وکړه چې امام مهدي (عج) دې ليدلی دی؟ وې ويل هؤ او ورستۍ کتنه مې ورسره د خدايې د کور په څنګ کښې کړې وه فرمايل يې: “الهم انجز لي ما وعدتني” (خدايه مونږ ته هغه څۀ راکړې چې تا يې ژمنه کړې ده.) همداراز مې امام په مستجار1 “ کښې وليد چې فرمايل يې: الهم انتقم بې اعدائي (خدايه زما په لاس زمونږ له دښمنانو غچ واخلې).
همدغه شان محمد بن عثمان بن سعيد عمري وايي: امام مهدي (عج) هر کال حج ته راځي، خلق ويني او پيژني يې، خلق هم هغه ويني خو نۀ يې پيژني.

محمد بن عثمان بن سعيد عمري ځانته يو قبر جوړ کړی ؤ او په هغه کښې ېې يو ډول کپړې اچولې وې چې په هغې يې د قران ځينې ايتونه او د امامانو نومونه ليکلي وو، هره ورځ به په دغه قبر کښې کښيناستۀ او يوه سيپاره قران به يې لوستۀ. دغه بزرګوار له مړينې يوه ورځ مخکښې د خپلې مړينې خبر ورکړ او په هماغه ورځ يې له دنيا سترګې پټې کړې، له وفاته مخکښې ورته ځينې لويې عالمان راغلل او دۀ ورته “ابولقاسم حسين بن روح نوبختي” د امام مهدي (عج) بل نائب معرفي کړ او وې فرمايل: دې زما ځاي ناستی دی. دۀ ته رجوع کوئ”2 0 ښاغلي ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري د هجرت په 305 کال وفات شو.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.