انتظار

انتظار

په رښتيا چې انتظار څومره ښکلې او خوږ دے خو په دې شرط چې د هغې ښکلا او ښائست وښکاري او خواږۀ يې په زړه سره وڅښل شي.

 د انتظار حقيقت او د هغې ځاي
د انتظار لپاره بيلا بيلې معنې بيان شوي دي خو که دې ټکي ته ځير وکتل شي نو معنی به يې په لاس راشي، انتظار، سترګې په لار کولو ته وايي او دا سترګې په لار کول د هغه چا په تناسب ارزښت پيدا کوي چې د چا انتظار کيږي او بيا دا خپل اثرات او نتيجې لري. انتظار يوازې يو روحي او دننې حالت نه دے بلکه له دننه بهر ته غزيږي او حرکت او کار ته لاندې وتل پيدا کوي. له همدې وجې په روايتنو کښې انتظار د يو عمل په توګه، بلکه د ډېر ښه عمل په توګه ياد شوې دے، انتظار د انتظارکوونکي کارونه يو خاص لورې ته بيايي او هغه اړخ دا دے چې انسان د څه په انتظار وي هغه ترسره کيږي او پورا کيږي.
دې ته په پام سره "انتظار" دې سره سمون نلري چې يو لاس پر بل لاس کيږدول شي او په ارام کښيناستل شي، انتظار په دې نه ترسره کيږي چې سترګې په لار غمجن کښينې بلکه په حقيقت کښې انتظار حرکت او لاس په کار شونې ته وايي.
يو سړے چې کله د يو ملمه په انتظار وي نو ډېر په بيړې وي او کوښښ کوي چې خپل ځان او چاپېريال د هغه لپاره تيار کړي او د هغه د راتللو خنډونه لرې کړي.
اوس خبره د داسې وخت د راتللو ده چې بيلګه او مثال نلري چې په ښکلا او کمال کښې پاي نلري د داسې وخت انتظار دے چې په خوشحالۍ او ښايست کښې په ټولې نړۍ کښې د هغې په شان وخت نه دے راغلې او نړۍ داسې ښکلې وخت هيڅکله تجربه نه دے کړے، دا هماغه د امام مهدي (عليه السلام) نړيوال حکومت دے چې په روايتونو کښې ورته "د فرج انتظار" نامه ورکړې شوې ده او هغه يې له بهترينو عملونو او عبادتونو څخه ګڼلې دے.
پيغمبر اکرم(ص) وفرمايل:
زما د امت بهترين عمل د فرج (ظهور) انتظار دے.[1]
امام صادق(عليه السلام) خپلو ملګرو ته وفرمايل:
ايا تاسو له داسې شي خبر نکړم چې خداې پاک د هغې نه بغير يو عمل هم له خپلو بندګانو نه قبلوي؟ ويې ويل: ووايئ! ويې فرمايل:
د خداې پاک په يووالي او د پيغمبر اکرم(ص) په نبوت ګواهي ورکول اوپه هغه څه چې خداې يې حکم کړې اقرار کول او زمونږ ولايت منل او زمونږ (اهلبيتو(عليه السلام) له دښمنانو څه بيزاريکول او د هغوي (اهلبيتو) وړاندې تسلميدل او پرهيزګاري او کوښښ او ځان ساتل او د قائم(عليه السلام) انتظار کول.[2]
دې ته په پام سره د فرج (ظهور او خلاصي) انتظار چې ځانته بيلګې لري چې لازمه ده په ښه توګه څرګندې شي چې په دې راز پوه شوچې انتظار ولې دومره فضيلت لري او څه اثرات لري.
 
د امام مهدي (عليه السلام) د انتظار بيلګې
وموويل چې انتظار يو فطري شې دے او د ټولو لپاره که په هر يو قوم او قبيله کښې شته خو عام انتظارونه چې په ژوندون کښې او حتی په لويو ټولنو کښې ترسره کيږي که هر څومره لوي وي او د اهميت وړ وي بيا هم دنړيوال ژمنه شوي (موعود) په مقابله کښې وړوکې دے ځکه چې د هغه انتظار ځانته څو بيلګې لري.
د امام مهدي (عليه السلام) انتظار داسې انتظار دے چې د نړۍ له لومړيو ورځو څخه شورو شوې دے يعنې له ډېرو مخښکنيو وختونو شورو شوې دے، يعنې د ډېرو لرو زمانو، انبياؤ او اولياؤ د هغه د ظهور زيرے ورکړې دے او په نږدې زمانه کښې زمونږ ټولو امامانو د هغه د حکومت ارمان درلود.
امام صادق(عليه السلام) وفرمايل:
که هغه مې ليدلې وې نو ټول عمر به مې د هغه خدمت کول.[3]
د امام مهدي (عليه السلام) انتظار د يو نړيوال اصلاح کوونکي انتظار دے د نړيوال عدل د حکومت انتظار دے په دې انتظار کښې انسانان سترګې په لار دي چې هغه څه وويني چې خداې د هغوي فطرت کښې اچولي دي او هيڅکله يې په کامله او پورا توګه نه دي ليدلې او امام مهدي (عليه السلام) هماغه دے چې عدالت او معنويت، ورورولي او برابري په ځمکه ابادي، امنيت او صلح او د عقل او د انسانانو د علمونو څپړدنه د انسانانو لپاره په ډالۍ کښې راوړي. په انسانانو د زياتي او ظلم او غلامۍ دود ختم کړي او ټولنه له اخلاقي بدو څخه وژغوري دا ټول د هغه د حکومت له ژمنو څخه دي.
د امام مهدي (عليه السلام) انتظار يو داسې انتظار دے چې يوازې هغه وخت به دا زمانه راځي چې ټول انسانان د هغه اخرنۍ زمانې مصلح غوښتنه وکړي، هله به راځي چې د خپلو ملګرو په مرستې د بديانو پر خلاف پاڅون وکړي او داسې نه ده چې يوازې په معجزې نړۍ سمه کړي.
د امام مهدي (عليه السلام)  انتظار د هغه په منتظرانو (انتظار کوونکو) کښې دا شوق اچوي چې د هغه مرسته وکړي او انسانانو ته ژوند ورکړي او هغوي له بې هدفه او بې مقصده ژونده وژغوري.
هغه څه چې وويل شول د هغه انتظار ځينې بيلګې دي چې د هغې پراختيا د ټول تاريخ هومره ده او د ټولو انسانانو په ذهنونو کښې جرړا لري. او يو انتظار هم په درناوي کښې دې انتظار ته نه رسيږي نو بې ځايه به نه وي چې د دې انتظار ټول اثرونه وپيژنو او د هغه د منتظرانو د ذمه وارۍ او د هغوي د لويو بدلو په هکله خبرې وکړو.
 
د انتظار ډولونه او برخې
انسان د بيلا بيلو زاويو له مخې بيلا بيل ډولونه لري. له يوه اړخه عملي او نظري ډول لري او د بل اړخه شخصي او ټولنيز ډول، او ورسره روحي او بدني اړخ هم لري. بې شکه چې په دې ټولو اړخونو کښې يو صحيح قانون ته اړمن يو چې د هغې په وسيله د ژوند نيغه لاره خلاصه شي او کږې لارې بند شي. او هغه نيغه لار د انتظار لاره ده.
د هغه نړيوال موعود (ژمنه شوي) انتظار د انتظار کوونکي د ژوند په ټولو اړخونو اثر اچوي په نظري او عملي اړخ باندې چې د انسان د عملونو او کړو بنسټ دے، اساسي باورونه د انسان ژوند په خپل ديوال کښې محفوظ ساتي. په يو بل بيان سره به دا ووايو چې صحيح انتظار انسان دې ته چمتو کوي چې خپل اعتقادي او فکري بنسټونه پاخه کړي چې د غلطو او بې لارو مذهبونو په جال کښې ګېر نه شي او د غيبت د اوږدوالي په وجه ناهيلې نه شي.
امام باقر(عليه السلام) وفرمايل:
په خلکو باندې به يو داسې وخت راشي چې د هغوي امام به غايب شي نو ښه نصيبه هغه خلک دي چې د غيبت په زمانه کښې زمونږ په امر (ولايت) باقي پاتي شي.[4]
يعنې د غيبت په زمانې کښې چې دښمنان د بيلابيلو پوښتنو په وسيله د خلکو باورونه خرابوي د انتظار په وسيله خپلې عقيدې او باورونه له بې لاريو ژغورلې شو.
په عملي اړخ کښې هم انتظار د خلکو عملونو او کړو وړو ته لاره برابروي ، د عمل په ډګر کښې د حقو د حکومت د څرګنديدو لپاره کوښښ وکړي، دې ته په پام سره انتظار کوونکې په دې برخې کښې د ځان په جوړولو او د ټولنې په روغولو لګيا وي. په شخصې او فردي اړخ کښې د اخلاقي فضيلتونو په حاصلولو بوخت وي او د بدن د چمتو کولو هم کوښښ کوي چې د نوراني محاذ لپاره پکار راتلونکې طاقت وي.
امام صادق(عليه السلام) وفرمايل:
هر څوک چې غواړي د امام مهدي (عليه السلام) له يارانو څخه شي نو بايد منتظر وي او د انتظار په حال کښې پرهيزګار وي او ځان په ښو اخلاقو ښائسته کړي.[5]
د انتظار يو بيلګه دا ده چې سړے له خپل حده لوړه وي او د ټولنې هر يو کس سره يې تړي. يعنې انتظار يوازې دا نه چې د سړي په بيل ژوند کښې اثر لري بلکه ټولنې سره د اړيکه ساتلو لپاره هم برنامه لري. او سړي ته ښايي چې ټولنې کښې ښه اثر ولري او چې کله د امام د ظهور لپاره شرط دا شو چې ټول دې په يو ځاي چمتو شي نو هر يو کس دې د خپل توان مطابق د ټولنې په اصلاح کښې کوښښ وکاندي، او د ټولنې د بې لاريو په وړاندې غلې او بې حرکته پاتې نه شي ځکه چې د نړيوال اصلاح کوونکي، انتظار کوونکې په فکر او عمل کښې په ښه لاره روان دي.
لنډه دا چې انتطار يو داسې مبارک شې دے چې د ټولنې او سړي د ژوندانه په هر يو رګ کښې جاري دے او د ژوند په هر يو اړخ کښې انسان ته او د هغه ژوند ته د خداي رنګ ورکوي او کوم يو رنګ د خداې له رنګه ښه دے.
قران کريم فرمايي:
صِبْغَة اللهِ وَ مَنْ اَحْسَنَ مِنَ اللهِ صِبْغَةً
د خداې په رنګ (رنګ شئ) او کوم يو شې د خداې تر رنګه غوره دے.
هغه څه ته په پام سره چې وويل شول د منتظرانو کار دا دے چې د خداي رنګ ولري، چې د انتظار په برکت د هغوي د ژوند په بيل او ټولنيزو اړخونو کښې څرګنديږي نو دې ته په پام سره زمونږ ذمه واري به مونږ ته نه ګرانيږي.
په رښتيا که چېرې يو مشر او ښه کماندان تا ته د يو ښه سپايي په توګه د ايمان په خيمه کښې ستا په انتظار وي نو ته به څنګه وې؟

نو پداسې حال کښې به هغه تا ته لاره ښيي چې داسې وکړه او داسې مه کوه که نه ته به په خپله د انتظاره لاره خوښوې او چې کوم مقصد دې ټاکلې دے د هغې په لور به قدم اخلې؟!

 


[1]. بحارالانوار 52ټوک 122مخ.
[2]. غيبت نعماني، 11باب، 16حديث، 207مخ.
[3]. هماغه، 13باب، 46حديث، 252مخ.
[4]. کمال الدين، 1ټوک، 15حديث، 602مخ.
[5]. غيبت نعماني، 11باب، 16حديث، 200مخ.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.