د پلار په جنازه نمونځ

د پلار په جنازه نمونځ

 دا مدائن ښار ته ورسوه او پنځلس ورځې پس به بيا سامرا ښار ته راستون شې نو دغه وخت به زما له کور نه ژړا انګولا اوازونه واورې او زما بدن به د مړی د لانبولو په ځاے کې ووينې: ما ورته عرض وکړ: اے زما سرداره! نو چې داسې کيږی نو بيا به امام او ستاسو ځاے ناستے څوک وی؟ وې فرمايل: هر څوک چې له تا نه زما ځوابليکونه وغواړی هغه به له ما نه پس امام وی. عرض مې وکړ: يوه بله نښه راته وښيئ؟ وې فرمايل چې هر چا درته د هغوڅيزونو خبر درکړ چې په بوجۍ کې وی هغه به له ما نه پس امام وی. خو بيا د د امام هېبت او جلال مې د مخې خنډ شو چې ورنه تپوس وکړم چې په بوجۍ کې به څه وی؟

     هغه ليکونه مې مدائن ښار ته يوړل او ځوابونه مې ترلاسه کړل او هماغه ډول چې يې وفرمايل په پنځلسمه ورځ سامرا ته راستون شوم او په هغه حال کې مې د هغه حضرت له کور نه ژړا او فريادونه واورېدل او امام حسن عسکری (عليه السلام) مې د غسل ورکولو په ځاے کې پروت وليد په دغه حال کې مې د امام عسکری (عليه السلام) ورور جعفر وليد چې د هغه حضرت د کور ور سره ولاړ دے او ډلې ډلې شيعه راځی او ورته د ورور په شهادت تسليت او غمرازی څرګندوی او په امامت ورته مبارکی وائی. نو له ځان سره مې وويل چې که دا جعفر امام وی نو امامت تباه شوے واخله ځکه چې هغه مې پېژندو چې کبابی، شرابی، ربابی او جورګر دے خو له دې امله چې د نښو نښانو په لټون کې وم نو ورته ورغلم او تعزيت او مبارکی مې ورته وړاندې کړ خو هغۀ د ليکونو په شمول له ما نه د هيڅ څيز په باره کې پوښتنه ونکړه. دغه وخت د کور يو خادم عقيد بهر راووت او جعفر ته يې وويل: اے زما سروره! ورورو امام عسکر ی دې کفن شو پاڅه او د جنازې نمونځ پرې ادا کړه! زۀ او جعفر له يو شمېر شيعه ؤ سره کور ته داخل شو او امام مو کفن شوے په تابوت کې وليد جعفر وړاندې شو او غوښتل يې چې د ورور د جنازې نمونځ ادا کړی خو چې کله يې غوښتل چې تکبير ووائی يو غنمرنګې ماشوم چې ګلګوتی وېښتۀ يې وو او ښکلی مرتب غاښونه يې وو راووت او جعفر يې له جامو نه ونيوۀ او ورته يې وويل: اے ترۀ! راوروستو شه چې زۀ په پلار باندې د جنازې نمونځ کولو زيات حقدار يم. د دې خبرې په اورېدو سر جعفر په زيړ او تښتېدلی رنګ سره راوروستو شو او هغه ماشوم رامخکې شو او د جنازې نمونځ يې ادا کړ او له نمونځ نه پس يې ما ته وفرمايل: د خطونو ځوابونه چې درسره دی ما ته راکړه، ليکونه مې هغۀ ته ورکړل او زړۀ کې مې وويل چې د دې ماشوم دا دوه نښې د امامت دی او د هغې بوجۍ قيصه پاتې ده . جعفر ته ورنزدې شوم او ومې ليدل چې اسويلی کوی. يو شيعه ترې پوښتنه وکړه چې دا ماشوم څوک دے؟
     جعفر ورته وويل: په خداے مې دې قسم وی چې دې نه پېژنم او نه مې چرته ليدلے دے. ابوالاديان زياتوی: مونږ لا ناست وو چې له قم ښار نه يو يو شمېر سړی راغلل او د امام حسن عسکری (عليه السلام) پوښتنه يې وکړه او چې کله د هغه حضرت (عليه السلام) له شهادت نه خبر شول نو وې ويل چې له چا سره غمرازی وکړو؟ خلکو جعفر ته اشاره وکړه. هغوی هغۀ ته سلام وکړ او ورته يې تعزيت او مبارکی وړاندې کړه او بيا يې ورته وويل: مونږ سره خطونه دی او ده دا راته ووايه چې دغه ليکونه د چا دی او مالونه د چا دی؟

 جعفر حېران او پرېشان شو او له ځايه پاڅېداو وې ويل: له مانه د غېبو علم تپوس کوئ؟ دغه وخت خدمتګار راووت او وې ويل: د فلانی فلانی خطونه چې له تاسو سره دی او هغه غوټه چې له تاسو سره ده چې په هغې کې زر ديناره دی چې پکې لس ديناره کوټه دی. هغوی هغه ليکونه او دينار خدمتګار ته ورکړل او وې ويل هماغه کس حق امام دے چې ته يې د دې څيزونو د ترلاسه کولو له پاره رالېږلے يې.. [1]


 

[1]. کمال الدين، ټوک 2، باب 43، حديث 25، مخ 223


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.