د مادی ډاليو او تحفو قبلول

د مادی ډاليو او تحفو قبلول

 اے بچيه د خپلو شيعه او مينه والودا ډالۍ او تحفې دې وسپړه او وې ګوره. ماشوم وويل: اے زما اقا او مولا! ايا دا خبره روا ده چې خپل پاک لاسونه هغو ناپاکو او پلېدو څيزونو ته اوږدۀ کړم چې پکې حلال او حرام سره ګډ دی؟!

     امام حسن عسکری (عليه السلام) وفرمايل: اے ابن اسحاقه! په دې څيزونو کې څه دی راوې باسه چې حلال او حرام پکې بيل کړی!! نو بس وړومبۍ غوټه مې رابهر کړه. ماشوم وويل: دا غوټه د قم ښار د فلانۍ مالت د فلانی سړی ده چې پکې دوه شپېتۀ اشرفۍ دی چې په دغو کې پنځه څلوېښت اشرفۍ د هغې سختې غريزې زمکې د خرڅولو بيه ده چې خاوند ته يې د پلار په وراثت کې پاتې شوې وه او څوارلس په کې د نهو جامو بيه ده او درې په کې د دوکان د کرايې پېسې دی.
امام حسن عسکری وفرمايل: زما خوږه بچيه! بالکل رښتيا دې وويل اوس دې سړی ته ووايه چې کوم کوم مال په کې حرام دے؟ ماشوم ډېر په دقت سره ټولې حرامې سيکې بيلې کړې او د هغو د حرامېدو وجه يې څرګنده کړه!
بيا مې بله غوټه راپرانېسته. هغه ماشوم د هغې د خاوند د نوم او اتې پتې له بيانولو نه پس وفرمايل: په دغه غوټه کې پنځوس اشرفۍ دی چې ورته لاس وړل زما له پاره روا نه دی او بيا يې د هغو د ناپاکۍ يو يو وجه بيان کړه.

 امام عسکری (عليه السلام) وفرمايل: زما د زړۀ سره رښتيا دې وويل او بيا يې احمد بن اسحاق ته مخ کړ او وې فرمايل:دا ټول د هغو خاوندانو ته ستانۀ کړه او يا ورته نصيحت وکړه چې دا خپلو خاوندانو واپس کړی او زمونږ دې مالونو ته هيڅ اړتيا نيشته...[1]



[1]. کمال الدين، ټوک 2، باب 43، حديث 21، مخ 190

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.