پوښتنو ته ځوابونه

پوښتنو ته ځوابونه

(( چې کله مې وغوښتل پوښتنه وکړم نو امام حسن عسکری (عليه السلام) خپل ماشوم زوے ته اشاره وکړه او وې فرمايل: زما د سترګو له دې تور نه پوښتنه وکړه! دغه وخت هغه ماشوم ما ته مخ کړ او وې فرمايل: هر څه چې غواړې له ما نه پوښتنه وکړه!... تپوس مې وکړ په قران مجيد کې له مقطعه ټکو (( کهيعص)) نه مراد څه دے؟ وې فرمايل: دا ټکی يو لړ غېبی خبرې دی. چې خداے پاک ترې خپل بنده او پېغمبر حضرت زکريا (عليه السلام) خبر کړے ؤ او هغه يې بيا د حضرت محمد (صلی الله عليه وآله وسلم) له پاره بيان کړې. قيصه داسې ده چې زکريا (عليه السلام) له خپل ربه وغوښتل چې پنځو پاکو تنو آل عبا نومونه ورته وښئ نو خداے پاک ورته جبرائيل (عليه السلام) ورولېږۀ او هغه نومونه يې ورته وښودل نو زکريا (عليه السلام) به چې کله د حضرت محمد (ص) ، حضرت امام علی، حضرت فاطمې، حضرت امام حسن او عليهم السلام نومونه اخېستل نو ټول غمونه او پرېشانۍ به يې ختمېدې خو چې کله به يې د امام حسېن (عليه السلام) نوم واخېست نو زړۀ به يې راډک شو او مرۍ به يې بنده شوه او په چغو چغو به يې وژړل. يوه ورځ يې عرض وکړ چې اے پاکه ربه! دا څه چل دے چې کله د هغو څلورو تنو نومونه واخلم نو ټولې اندېښنې او غمونه مې ختمې شی او زړۀ ته مې ارام ملاو شی خو چې کله دحضرت امام حسېن نوم اخلم نو اوښکې مې راماتې شی او په چغو چغو وژاړم؟ نو خداے پاک هغه د امام حسېن (عليه السلام) له واقعې نه خبر کړ او وې فرمايل: (( کهيعص)) د دې واقعې رمز دے. ((کاف)) د کربلا رمز ، ((هاء)) د هغۀ د خاندان د هلاکت رمز، ((ياء) د يزيد نوم ته اشاره ده چې له امام حسېن (عليه السلام) سره به جفا کوی او ((عېن)) د هغۀ عطش او تندې ته اشاره ده او ((صاد)) د امام حسېن (عليه السلام) د صبر او زغم نښه ده.

ومې: اے زما مولا! ولې خلک د خپل امام په خپله له ټاکلو نه منعې کړې شوی دی؟
      وې فرمايل: ستا مراد له امام نه مصلح امام دے که مفسد امام؟ ومې ويل: مراد مې مصلح امام دے چې ټولنه اصلاح کوی. وې فرمايل: دې ته په پام سره چې هيڅوک د بل چا د دننه حالاتو نه اګاهی نه لری چې ايا د اصلاح او نېکۍ په فکر کې دے که د تباهۍ او فساد په چکر کې دے نو ايا دا نه شی کېدې چې د خلکو غوره کړے شوے کس مفسد او ورانکارے وی؟ و مې ويل:هو قربان کېدې شی. وې فرمايل: نو بس وجه يې همدغه ده [1] [2]   

 د ويلو وړ ده چې رويت په دوام کې امام مهدی (عليه السلام) يو بله وجه هم بيان کړې ده او نورو پوښتنو ته يې هم ځوابونه ويلی دی چې د اختصار په خيال ساتلو سره د هغو له بيانولو نه ډډه کوو.



[1]کمال الدين ٢ ټوک ٤٣ باب ٢١ حديث ١٩٠ مخ
 
[2].. د دې خبرې تفصيل د کتاب په وړومبی فصل کې امام د خداے لخوا منصوب تر عنوان لاندې

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.