معجزې او کرامات

معجزې او کرامات

او ويره مې په ټول بند خوره شوه نو بس له خپلو خپلوانو او دوستانو نه مې اخنه بخښنه واخېسته او بيا مې د امام حسن عسکری (عليه السلام) کور ته مخه کړه چې له هغۀ سره هم خداے په امانی وکړم او اراده مې کړې وه چې بيا به وتښتم. چې کله د امام کور ته داخل شوم نو د امام حسن عسکری (عليه السلام) سره مې يو بچے وليد چې مخې يې لکه د څوارلسمې د سپوږمۍ ځلېدۀ چې د هغۀ د مخ نورانيت حېران کړم اونزدې وه چې هغه څه چې مې په خيال کې وو يعنې له وژلو نه ويره او د تېښتې اراده هېر کړم چې دغه وخت هغه ماشوم ما ته وويل(( اے ابراهيمه! د تښتېدو ضرورت نيشته خداے پاک به ډېر زر د هغۀ شر له تا نه لرې وساتی))

 د دې په اورېدو مې حېرانتيا نوره زياته شو نو امام حسن عسکری (عليه السلام) ته مې عرض وکړ: له تاسو ځار شم دا ماشوم څوک دے زما له دننه نه خبر دے؟ امام عسکری (عليه السلام) وفرمايل: دا زما زوے او له ما نه پس زما جانشين دے.
     ابراهيم وائی بهر راووتم په داسې حال کې چې له خداے پاک نه اميدوار وم او په هغه څه باندې مې اعتماد لرۀ چې له دولسم امام نه مې اورېدلی وو او څو ورځې پس راته ترۀ د عمرو بن عوف د وژل کېدو زېرے راکړ.[1]


[1] .. اثبات الهداه ٣ ټوک ٧ فصل ٧٠٠ مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.