امام ځانګړتياوې

امام ځانګړتياوې

د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاې ناستې چې د دين د باقي پاتې کيدلو ضامن او د خلقو د ضرورتونو (پوښتنو) ځواب ورکوونکې دے بايد چې يو بې مثاله شخصيت وي لکه څرنګه چې د امامت عهده او مقام لوې دے هماغسې پکار دے چې امام هم د لويو او د اوچتو خصوصياتو څښتن وي له هغو خصوصياتو او ځانګړتياو څخه ځينې لاندې بيانوو.



اول تقوی او ځان له ګناهه ساتل ـ

اول تقوا او پرهيزګاري او ځان له ګناه ساتل او همدا شان ضروري دے چې معصوم هم وي يعني ورکوټې ګناه هم ترې ؤ نۀ شي ـ

دويم خصوصيت يې دا ده چې علم و پوهه لري ـ هغه علم چې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله علم او د خداې علم سره تړلې وي ـ

پس هم دې له کبله د خلقو د ډول ډول ضرورتونو او مسائلو، که هغه دينې وي او که دنياوي (نړيوال) وي ځواب ورکوونکې دے ـ

دريم خصوصيت يې دا چې په لويه ټوکه باندې اخلاقي فضيلتونه او کمالات لري ـ

څلورم خصوصيت يې دا چې د اسلامي اولس د ديني اصولو او قانون لاندې اداره کولو او سم چلولو طاقت (توان) لري ـ د امام لپاره د پاسه تير شوې صفتونو په باب کښې دا خبره څرګنده ده. چې د داسې سړي ټاکل (مقرر) د عام خلقو د طاقت او علم څخه بهر (خارج) دے ـ او يوازي خداې دے چې خپل نه ختميدو (لامحدوده) علم سره د اسلامي اولس مشران او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله خليفه ګان (جانشينان) ؤ ټاکي ـ پس په همدي و جهې باندې د امام، له ټولو لوې خصوصيت دا دے. چې د هغۀ ټاکل (تعيين) د الله تعالی لخواه (طرفه) وي ـ

د دي خصوصياتو د اهميت په وجه باندې مونږ د هريو خصوصيت توضيح او تشريح په لنډ ډول بيانوو ـ

د امام علم
امام (چې د خلقو مشرۍ او لارښود په غاړه (ذمه) لري) لپاره لازمه ده چې د دين هر قسم قانون او اصولو څخه خبر وي او دين ښۀ پيژني. او هم دا شان د قران مجيد د ايتونو په تفسير او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله په سنت هم ښۀ پوهيږي ـ د دې لپاره چې د دين په بيلا بيل موضوګانو کښې د خلقو پوښتنو ځوابونه ورکړي. او هغوي ته په ښه طريقه لاره وښايي. نو دا خبره واضحه ده چې داسې کس باندې د خلقو اعتماد او ډاډ پيدا کيږي. او داسي علمي کس هغه وخت پيدا کيږي، چې د هغه علم د خداې علم سره تړون خواړلې وي ـ
هم دې له امله شيعه عقيده لري ـ چې ضروري ده چې د امامانو او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د جانشينانو علم ، د خداې پاک د نامحدوده او نه ختميدونکې علم څخه راخستې شوې وي ـ
حضرت امام علی عليه السلام د برحق امام د نخښو په حقله فرمايي ـ
امام هغه کس دے چې د خداې حرام کړي او حلال کړي څيزونو نه خبر وي ـ هم داشان د بيلا بيلو او مختلفو احکامو او خداې د اوامرو (هغه څه چې خداې فرض کړي دي)او نواهي (هغه څه چې خداې حرام کړي دي) او هر هغه څه چې خلقو ته يې ضرورت او احتياج وي، خبر دے ـ نو د شيعه ؤ په نظر داسي سړي امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاي ناستې کيدلې شي[1] ـ

د امام عصمت (له ګناهونو پاکي)

د امام يو لوي او بنيادي شرط عصمت (يعني له ګناه پاکي) دے او عصمت يو داسې طاقت دے چې هغه حقيقت باندي علم او مضبوطې ارادې څخه به وجود (شتون) کښې راځي (پيدا کيږي)
او چونکه امام کښې دا دوه صفتونه موجود دي. نو د دې له کبله امام هرې يوې ګناه او خطا نه ځان ساتي. امام هم د ديني احکامو په بيانوولو کښې او په هغې باندې عمل کولو کښې، او همدي سره سره د اسلامي معاشرې د ګټو (فايدو) او د تباهۍ لارې پيژندلو کښې (په دې واړو څيزونو کښې) له هرې غلطۍ او ناسمۍ پاک او معصوم وي.
د امام عصمت لپاره عقلي او نقلي (له قرآنه او له رواياتو) دليلونه شته دي.چې په دې عقلي دليلونو کښې اهم دليلونه دا دي ـ
لومړۍ دليل: د دين ساتنه او حفاظت د امام په معصوم شولو کښې دے. ځکه چې امام دين له تحريفه (بدلون) ساتلو او د خلقو د سمې ديني لارې ته راوستلو (يعني ديني هدايت) ذمه واري لري ـ او نه صرف د هغۀ اقوال او خبرې بلکه د هغۀ عمل او دومره پورې چې د نورو خلقو عمل (چې امام په مخ کښې يا د امام په زمانه کښې د هغه) تائيدول يا نه تائيدول، دا هر څه دې په معاشره کښې يو بنيادي اثر لري ـ نو همدې له امله پکار دے چې امام د دين په پوهيدو او په هغه باندې عمل کولو کښې هر ډول خطا او غلطۍ محفوظ او معصوم وي ـ لپاره د دې چې خپل منوونکي او مريدان په صحيح ډول (طريقه) هدايت کړي ـ
دوهم دليل: له هغودليلونو څخه چې معاشرې ته د يو امام ضرورت شتون لپاره بيان شوي دي يو دليل يې دا دے چې خلق د دين په پيژندلو کښي او په هغه باندې عمل کولو کښې له هيڅ قسمه خطا او بې لارې څخه خالي (بچ) نه دي. نو که د خلقو لارښود هم همداسې وي نو څنګه پرې خلقو پوره پوره اعتماد او باور کيدلې شي ؟

په بل بيان کښې مونږ داسې ويلې شووـ چې که امام چيرې معصوم (ع) نه وي.نو خلق د هغۀ پيروي او د هغۀ حکمونو په منلو کښې په شک (شکمن )کښې غورځيږي ـ په قرآن مجيد کښې هم ځينې داسې آيتونه شته چې هغه د امام په عصمت باندې دلالت کوي. چې له هغو آيتونو څخه يو ايت، د سورۃ بقرۃ 124 آيت دے. په دې آيت کښې الله تعالی حضرت ابراهيم عليه السلام ته د نبوت مقام څخه وروسته د امامت مقام هم ورکړ. نو په هغه وخت ابراهيم عليه السلام له پروردګاره خواهش (غښتنه) وکړه ـ چې امامت مقام زما اولاد ته هم ورکړه. نو الله تعالی وفرمايل:

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ



او (ياد کړه اي محمده!) هغه وخت چې کله ابراهيم خپل پروردګار وزمايۀ په څو خبرو نو ده هغه (خبرې) پوره کړے وويل (الله) بيشکه زه د خلقو لپاره تا امام ګرځوونکې يم (په دين کښې) وويل (ابراهيم) او له اولاد مې هم (امام ګرځوې) نو (الله) وفرمايل زما عهده او منصب (امامت) ظالمانو (کافرانو او بې عدله کسانو) ته نه رسيږي.
يعنې مطلب دا چې امامت د ابراهيم عليه السلام اولاد کښې هغو کسانو سره خاص دے چې کوم ظالم نه وي.
نو اوس په دې ته توجه سره چې قرآن مجيد شرک يو لوې ظلم بولي ـ او هم دا شان د الله تعالی د احکامو ځخه تجاوز (او نه منل يعني ګناه کول ) هم په ځان باندې ظلم ګڼې ـ نو که څوک هم په خپل ټول ژوندون کښې يو ځل هم ګناه وکړي ـ نو د قرآن د سوره بقره آيت 124 په حکم سره هغه کس ظالم دے او د امامت لايق او وړ نه دے ـ چې په بل بيان کښې مونږ داسې ويلې شو ـ چې په دې کښې هيڅ شک نشته چې حضرت ابراهيم عليه السلام د امامت مقام غُښتنه، له هغه اولاد لپاره چې ټول عمر يې په ګناه کښې تير کړې دے ـ يا له هغه اولاد لپاره چې د ژوند په اولو شيبو کښې يې ښۀ کارونه کول او بيا وروسته يې بد کارونه شروع کړل (يقيناً دا غُښتنه يې) له هغه اولاد لپاره نه ده کړې.
پس هم دې له کبله دوه ټولي باقي پاتې شول (چې آيا د امامت حقدار دي او که نه)
1 ـ هغه کسان چې وړوکوالي کښې ګناه ګار وو ـ او بيا يې توبه وکړه. او نيکوکار شول ـ
2 ـ هغه چې په خپل ټول عمر کښې يې هيڅ ډول ګناه نۀ ده کړې ـ
خو الله تعالی په قرآن کښې لومړۍ ټولې ترې بيل (استثنی) کړي دے ـ نو نتيجه يې دا شوه چې د امامت مقام فقط او فقط دويم ټولې ته ملاويږي او هم هغو سره خاص دے (هغه کسان چې معصوم دي يعني له ګناهونو پاک دي)

دامام ټولنيز مدير توب

په دې خبرې ټينګار سره چې انسان يو ټولنيز موجود دے. او ټولنه دې په هغه اروا او نيت ، عقل او د هغه کردار باندې ډيره زياته (اغيزه) اثر لري ـ نو ضروري ده چې دې انسان درست او سم پالنې (تربيت) او د هغه د الله تعالی ته معنوي نږدې کيدلو لپاره مناسبې ټولنيز لارې په وجود کښې راوستل شي ـ او دا کار هغه وخت ممکن دے. چې يو اسلامي حکومت قايم شي ـ (نو هغه دا کار کولې شي)
پس هم دې له امله پکاردے چې امام او د خلقو مشر او لارښود کښې د معاشرې د کارونو چلولو طاقت او توان لري. او هم دا شان د قرآن مجيد او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د سنت څخه استفاده وکړي او يو اسلامي حکومت بنياد کيښودي ـ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.