علمي غونډه

علمي غونډه



پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم چې د امام مهدي عليه السلام د راتلو زيرے يې ورکړے دے د امام مهدي عليه السلام دې کار طرف ته يې هم اشاره کړې ده.

د امام حسين عليه السلام نهم زوې د هغوي قائم دے (امام مهدي عليه السلام) چې خداي پاک به د هغه په لاس ټوله ځمکه له نوره ډکه وي وروسته له دې چې له تيرو به ډکه وي او ځمکه به له عدله ډکه وي وروسته له دې چې له ظلمه به ډکه وي او ټوله عالم به له علمه ډک کړي وروسته له دې چې د جهل او ناپوهۍ به ډک وي.[2]

او دا علمي غورځنګ د جامعې د ټولو خلقو له پاره دے او په دې پرمختګ کښې به د ښځو او سړيو تر مينځ څه فرق نه وي. بلکه ښځې به هم د دين په پيژنګلو کښې لوړو مرتبو ته ورسيږي.

امام باقرعليه السلام وفرمايل: د امام مهدي عليه السلام په زمانه کښې به تاسو ته علم او حکمت درکړې شي تر دې حده چې ښځه به د کور دننه د قران او سنتو مطابق حکم کوي.

دا حديث د دې مطلب څرګندونه کوي چې خلق به ډېر زيات په آياتونو او روايتونه پوهيږي ځکه چې د قضاوت او حکم کونې مقام ډېر دروند او ګران دے.

[1] . امام علي(عليه السلام) د امام مهدي (عج) په صفت کښې فرمايي: د هغه علم ستاسو ټولو نه زيات دے . غيبت نعماني، 3 باب، لومړے حديث.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.