دروغجن مدعيان

دروغجن مدعيان

 

حال دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام په خپل اخيري توقيع او ليک کې خپل څلورم نايب خاص ته داسې فرمايلي دي:
تۀ به شپږو ورځو پس له دې دنيا کوچ کوې او خپل کارونه سم او برابر کړه او د خپل ځاې ناستي په هکله هيڅ وصيت ؤ نه کړې. ځکه چې د اوږد غيبت وخت رسيدلې دے او په راتلوونکي وخت کې به ځينې خلق دا دعوا کوي چې ما سره رابطه او اړيکه لري خو پوهـ شه چې څوک هم د سفيانې خروج او اسماني اواز نه مخکي د ملاقات يا د ليدلو دعوا کوي هغه دورغجن دے ـ [1]
پس په دې روښانه بيان سره هر هغه يو تعليم يافته شيعه دا ذمه واري لري ـ چې کوم کسان د امام مهدي عليه السلام سره رابطې يا د خاص نايب دعوا کوي هغه دې دروغجن وبولي. او د دې دنيا غوښتوونکي د چالونو لارې بند کړي ـ
دغو ځينې دروغجنو خلقو له دې هم مخکې قدم ايښې دے. هغه دا چې د نايب خاص دعوې نه روسته، د امام مهدي عليه السلام دعوا يې هم کړې ده ـ او يوه فرقه ترې وجود کې راغلي ده او ډير خلق يې ګمراه کړي دي او کوي يې ـ 6 
چې که مونږ د دوي د تاريخچې په هکله څيړنه وکړو نو مونږ ته دا معلوميږي.چې دغه فرقې د استعمارو او غير ملکي طاقتونو په ملاتړ سره په وجود کې راغلي دي.
او دا خبره هم څرګنده ده چې په دغو ګمراهو فرقو او د مهدويت دروغ دعوا کوونکو يا د حضرت امام مهدي نايب شونې دعوا کوونکو باندې باور کولو سبب د خلقو ناپوهي او جهالت دے.

پس شيعه ؤ له پکار دي بلکې هر هغه کس ته پکار دي. چې د مهدويت د فرهنګ او کلتور ښه مطالعه وکړي او له دښمنانو او ګټه اخستونکو ځان ؤساتي. او د لويو پرهيزګارو عالمانو پيروي وکړي. چې په روښانه او سمې لارې روان شي.


 

[1]. کمال الدين، ټوک 2، باب 45، حديث 45، مخ 294
6.


تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.