دويمه برخه

دويمه برخه



دويمه برخه
2012.03.12 16:45:3
CountVisit : 8
Sendtofriend


امام مهدی (عليه السلام) له ولادت نه د امام حسن عسکری تر شهادت پورې
د امام مهدی (عليه السلام) د ژوند دغه دوره يو لړ زيات مهم ټکی لری چې ځينو ته پکې اشاره کوو

شيعه ؤ (پېروکارو) ته د امام مهدی (عليه السلام) پېژندګلو

له دې امله چې د دولسم امام زوکړه په پټه توګه وشوه ويره دا وه پېروکار به د خداے پاک د اخيری حجت په پېژندلو کې له اشتباه او ګمراهۍ سره مخامخ شی،امام حسن عسکری (عليه السلام) خپله وظيفه ولرله چې خپل زوے د سترو شيعه ؤ ډلې او د اعتماد وړ کسانو ته معرفی کړی چې هغوی هم د ولادت خبر د اهلبېتو (عليه السلام) نورو پېروکارو ته ورسوی او پدا ډول د هغه حضرت (عليه السلام) د پېژندګلوۍ په ترڅ کې د حق د دغه اخيری سفير وجود ته د څه ګواښ پام هم نه شی.

احمد بن اسحاق چې له سترو شيعه ؤ او د يولسم امام له خصوصی پېروکارو څخه دے وائی:

د امام عسکری (عليه السلام) خدمت کې حاضر شوم او غوښتل مې چې له هغۀ نه د وروسته امام له هغۀ نه پوښتنه وکړم خو مخکې له دې نه چې څه خبر وکړم وې فرمايل: اے احمده! هماغه خداے پاک چې ادم (عليه السلام) يې له هغه وخته پېدا کړو ځمکه له خپل حجت څخه خالی نده پرېښې او تر قيامته به هم داسې و نه کړی! د خداے د حجت په وسيله د ځمکې له خلکو نه مصيبتونه او بلاګانې اخېستل

کيږی او د هغۀ د وجود په برکت باران وريږی او له ځمکې نه ګټې رابرسېره کيږی.

عرض مې وکړ اے د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) فرزنده! له تاسو وروسته به څوک امام او ستاسو ځاے ناستے وی؟

هغه حضرت په چټکه توګه کور ته ننوتواو په داسې حال کې راستون شو چې يو درې کلن ماشوم زوے يې چې مخ يې لکه د څوارلسمې د سپوږمۍ ځلېدو په اوږه کښېنولے ؤ او وې فرمايل: اے احمدبن اسحاقه! که د خداے پاک په او د خداے پاک د حجتونو په نزد د قدرونې وړ نه وې نو دا بچے به مې درته نه ښودۀ. په تحقيق سره دې د خداے د ګران رسول (ص) غوندې نوم او کنيت لری او دا هغه کس دے چې ځمکه به له عدل او انصاف نه ډکوی لکه څنګه چې له ظلم او ستم نه ډکه وی.

ما ورته عرض وکړ: اے زما سرداره! ايا څه داسې نښه نښانی شته چې زړۀ ته مې ورباندې ارام ملاؤ شی؟

دغه وخت ماشوم په خبرو شروع وکړه او په روانه عربۍ ژبه يې وفرمايل: ((اَنا بَقيّه الله فٍی اَرضٍهٍ والْمُنْتَقٍمُ مٍنْ اَعْدائٍهٍ... زۀ په ځمکه باندې بقيه الله يم چې د خداے له دښمنانو نه به انتقام اخلم، اے احمدبن اسحاقه! وروستو له دې نه چې په خپلو سترګو يې وينې په نښو نښانو پسې مه ګرځه))

احمد بن اسحق وائی: د دې خبرو له اورېدو نه پس په خوشحالۍ د امام له کوره راووتم [1]

همدا رنګ محمد بن عثمان [2] او څو نور ستر شيعه مشران نقلوی:

مونږ له شيعه ؤ څخه څلوېښت تنه له يولسم امام (عليه السلام) نه چاپېره

ناست وو، هغه حضرت (عليه السلام) مونږ ته خپل زوے مبارک وښودۀ او وې فرمايل له ما نه پس دې ستاسو امام او زما ځاے ناستےدے. د دۀ فرمان منئ او له دينه خوارۀ وارۀ مه کيږئ چې هلاک به شئ. خبردار شئ چې له نن نه پس به دې نه وينئ....[3]

د ويلو وړ خبره ده چې يو دينی دستوره او تاکيد کړې شوے سنت د زېږېدونکی ماشوم سرکلے او سنت کول، وليمه ورکول او د يو ګډ حلالول او خلکو ته ډوډۍ ورکول دی چې د بچی د سلامتيا او اوږدۀ ژوندانۀ له پاره زيات تاثير لری. امام حسن عسکری (عليه السلام) څو څو ځله د خپل فرزند له پاره عقيقه وکړه [4] چې د خداے د ګران رسول (ص) په دې ښکلی سنت باندې د عمل کولو په ترڅ کې زياتره شيعه کسان د دولسم امام (عليه السلام) له زوکړې نه خبر کړی.

محمد بن ابراهيم وائی:

امام حسن عسکری (عليه السلام) خپل يو شيعه (پېروکار) ته سر پرے شوے ګډ ولېږۀ اووې فرمايل : دا زما د زوے ((محمد)) د عقيقې دے.[5]



معجزې او کرامات

د امام مهدی (عليه السلام) ژوند يوه په زړۀ پورې واقعه د زوکړې په هغو وړومبنيو کلونو کې او له غائبېدو نه مخکې يو لړ هغه معجزې او کرامات دی چې د هغه حضرت لخوا ترسره شوی دی او د هغه ستر الهی ايت د ژوند دغې برخې ته په عامه توګه بې پامی شوې ده. دلته به مونږ له هغو څخه يوې نمونې ته اشاره وکړو:

ابراهيم بن احمد نيشاپوری وائی:

هغه وخت چې کله عمرو بن عوف چې يو ظالم حکمران ؤ او د شيعه ؤ په وژلو کې يې ډېره دلچسپی لرله زما د وژلو اراده وکړه نو زۀ ډېرې ويرې واخېستم او ويره مې په ټول بند خوره شوه نو بس له خپلو خپلوانو او دوستانو نه مې اخنه بخښنه واخېسته او بيا مې د امام حسن عسکری (عليه السلام) کور ته مخه کړه چې له هغۀ سره هم خداے په امانی وکړم او اراده مې کړې وه چې بيا به وتښتم. چې کله د امام کور ته داخل شوم نو د امام حسن عسکری (عليه السلام) سره مې يو بچے وليد چې مخې يې لکه د څوارلسمې د سپوږمۍ ځلېدۀ چې د هغۀ د مخ نورانيت حېران کړم اونزدې وه چې هغه څه چې مې په خيال کې وو يعنې له وژلو نه ويره او د تېښتې اراده هېر کړم چې دغه وخت هغه ماشوم ما ته وويل (( اے ابراهيمه! د تښتېدو ضرورت نيشته خداے پاک به ډېر زر د هغۀ شر له تا نه لرې وساتی))

د دې په اورېدو مې حېرانتيا نوره زياته شو نو امام حسن عسکری (عليه السلام) ته مې عرض وکړ: له تاسو ځار شم دا ماشوم څوک دے زما له دننه نه خبر دے؟ امام عسکری (عليه السلام) وفرمايل: دا زما زوے او له ما نه پس زما جانشين دے.

ابراهيم وائی بهر راووتم په داسې حال کې چې له خداے پاک نه اميدوار وم او په هغه څه باندې مې اعتماد لرۀ چې له دولسم امام نه مې اورېدلی وو او څو ورځې پس راته ترۀ د عمرو بن عوف د وژل کېدو زېرے راکړ.[6]



پوښتنو ته ځوابونه

د امامت د اسمان دولسم ځلانده ستورې به د خپل ژوند د اغاز په هم هغو وړومبنيو کلونو کې د خپلو شيعه ؤ مختلفو سوالونو ته پاخۀ او قانع کوونکی ځوابونه ورکول او د هغوی د ډاډ او د زړۀ د ارامتيا سبب به ګرځېدۀ، د مثال په توګه به يو روايت دلته نقل کړو:

بزرګ شيعه عالم سعد بن عبدالله قمی د امام حسن عسکری (عليه السلام) له وکيل احمد بن اسحاق قمی سره د يو لړ پوښتنو د وړاندې کولو او د هغو د ځواب ترلاسه کولو له پاره د يولسم امام په خدمت کې حاضريږی چې دغه واقعه په دا ډول بيانوی:

(( چې کله مې وغوښتل پوښتنه وکړم نو امام حسن عسکری (عليه السلام) خپل ماشوم زوے ته اشاره وکړه او وې فرمايل: زما د سترګو له دې تور نه پوښتنه وکړه! دغه وخت هغه ماشوم ما ته مخ کړ او وې فرمايل: هر څه چې غواړې له ما نه پوښتنه وکړه!... تپوس مې وکړ په قران مجيد کې له مقطعه ټکو (( کهيعص)) نه مراد څه دے؟ وې فرمايل: دا ټکی يو لړ غېبی خبرې دی. چې خداے پاک ترې خپل بنده او پېغمبر حضرت زکريا (عليه السلام) خبر کړے ؤ او هغه يې بيا د حضرت محمد (صلی الله عليه وآله وسلم) له پاره بيان کړې. قيصه داسې ده چې زکريا (عليه السلام) له خپل ربه وغوښتل چې پنځو پاکو تنو آل عبا نومونه ورته وښئ نو خداے پاک ورته جبرائيل (عليه السلام) ورولېږۀ او هغه نومونه يې ورته وښودل نو زکريا (عليه السلام) به چې کله د حضرت محمد (ص) ، حضرت امام علی، حضرت فاطمې، حضرت امام حسن او عليهم السلام نومونه اخېستل نو ټول غمونه او پرېشانۍ به يې ختمېدې خو چې کله به يې د امام حسېن (عليه السلام) نوم واخېست نو زړۀ به يې راډک شو او مرۍ به يې بنده شوه او په چغو چغو به يې وژړل. يوه ورځ يې عرض وکړ چې اے پاکه ربه! دا څه چل دے چې کله د هغو څلورو تنو نومونه واخلم نو ټولې اندېښنې او غمونه مې ختمې شی او زړۀ ته مې ارام ملاو شی خو چې کله دحضرت امام حسېن نوم اخلم نو اوښکې مې راماتې شی او په چغو چغو وژاړم؟ نو خداے پاک هغه د امام حسېن (عليه السلام) له واقعې نه خبر کړ او وې فرمايل: (( کهيعص)) د دې واقعې رمز دے. ((کاف)) د کربلا رمز ، ((هاء)) د هغۀ د خاندان د هلاکت رمز، ((ياء) د يزيد نوم ته اشاره ده چې له امام حسېن (عليه السلام) سره به جفا کوی او ((عېن)) د هغۀ عطش او تندې ته اشاره ده او ((صاد)) د امام حسېن (عليه السلام) د صبر او زغم نښه ده.

ومې: اے زما مولا! ولې خلک د خپل امام په خپله له ټاکلو نه منعې کړې شوی دی؟

وې فرمايل: ستا مراد له امام نه مصلح امام دے که مفسد امام؟ ومې ويل: مراد مې مصلح امام دے چې ټولنه اصلاح کوی. وې فرمايل: دې ته په پام سره چې هيڅوک د بل چا د دننه حالاتو نه اګاهی نه لری چې ايا د اصلاح او نېکۍ په فکر کې دے که د تباهۍ او فساد په چکر کې دے نو ايا دا نه شی کېدې چې د خلکو غوره کړے شوے کس مفسد او ورانکارے وی؟ و مې ويل:هو قربان کېدې شی. وې فرمايل: نو بس وجه يې همدغه ده [7] [8]

د ويلو وړ ده چې رويت په دوام کې امام مهدی (عليه السلام) يو بله وجه هم بيان کړې ده او نورو پوښتنو ته يې هم ځوابونه ويلی دی چې د اختصار په خيال ساتلو سره د هغو له بيانولو نه ډډه کوو.


د مادی ډاليو او تحفو قبلول

د شيعه ؤ يو پروګرام معصومو امامانو عليهم السلام ته مادی ډالۍ ټپالۍ او مالی واجبات لېږل وو او هغو بزرګوارانو به د هغو څيزونو په قبلولو سره هغه د حاجتمنو خلکو د اړتياؤ د پوره کولو له پاره خرچ کول.

د امام حسن عسکری (عليه السلام) يو وکيل ابن اسحاق وائی: يو ځل مې د شيعه مالونه د يولسم امام خدمت ته يوړل چې هغوی ته يې وړاندې کړم نو دغه وخت ورسره ماشوم زوے چې مخ يې لکه د څوارلسمې سپوږمۍ ځلېدو په څنګ کې ناست ؤ. امام حسن عسکری (عليه السلام) خپل زوے ته مخ کړ او وې فرمايل: اے بچيه د خپلو شيعه او مينه والودا ډالۍ او تحفې دې وسپړه او وې ګوره. ماشوم وويل: اے زما اقا او مولا! ايا دا خبره روا ده چې خپل پاک لاسونه هغو ناپاکو او پلېدو څيزونو ته اوږدۀ کړم چې پکې حلال او حرام سره ګډ دی؟!

امام حسن عسکری (عليه السلام) وفرمايل: اے ابن اسحاقه! په دې څيزونو کې څه دی راوې باسه چې حلال او حرام پکې بيل کړی!! نو بس وړومبۍ غوټه مې رابهر کړه. ماشوم وويل: دا غوټه د قم ښار د فلانۍ مالت د فلانی سړی ده چې پکې دوه شپېتۀ اشرفۍ دی چې په دغو کې پنځه څلوېښت اشرفۍ د هغې سختې غريزې زمکې د خرڅولو بيه ده چې خاوند ته يې د پلار په وراثت کې پاتې شوې وه او څوارلس په کې د نهو جامو بيه ده او درې په کې د دوکان د کرايې پېسې دی.

امام حسن عسکری وفرمايل: زما خوږه بچيه! بالکل رښتيا دې وويل اوس دې سړی ته ووايه چې کوم کوم مال په کې حرام دے؟ ماشوم ډېر په دقت سره ټولې حرامې سيکې بيلې کړې او د هغو د حرامېدو وجه يې څرګنده کړه!

بيا مې بله غوټه راپرانېسته. هغه ماشوم د هغې د خاوند د نوم او اتې پتې له بيانولو نه پس وفرمايل: په دغه غوټه کې پنځوس اشرفۍ دی چې ورته لاس وړل زما له پاره روا نه دی او بيا يې د هغو د ناپاکۍ يو يو وجه بيان کړه.

امام عسکری (عليه السلام) وفرمايل: زما د زړۀ سره رښتيا دې وويل او بيا يې احمد بن اسحاق ته مخ کړ او وې فرمايل:دا ټول د هغو خاوندانو ته ستانۀ کړه او يا ورته نصيحت وکړه چې دا خپلو خاوندانو واپس کړی او زمونږ دې مالونو ته هيڅ اړتيا نيشته...[9]

د پلار په جنازه نمونځ

د امام مهدی (عليه السلام) د ژوند يوه مهمه واقعه د پټ ژوند په وخت کې او له غېبت نه مخکې ده چې هغه د خپل بزرګوار پلار په پاکې جنازې باندې نمونځ کول دی.

ابوالاديان چې د امام خدمتګار ؤ په دې باره کې وائی:

امام حسن عسکری (عليه السلام) د خپل عمر په وروستيو ورځو کې يو لړ ليکونه ما ته راکړل او وې فرمايل: دا مدائن ښار ته ورسوه او پنځلس ورځې پس به بيا سامرا ښار ته راستون شې نو دغه وخت به زما له کور نه ژړا انګولا اوازونه واورې او زما بدن به د مړی د لانبولو په ځاے کې ووينې: ما ورته عرض وکړ: اے زما سرداره! نو چې داسې کيږی نو بيا به امام او ستاسو ځاے ناستے څوک وی؟ وې فرمايل: هر څوک چې له تا نه زما ځوابليکونه وغواړی هغه به له ما نه پس امام وی. عرض مې وکړ: يوه بله نښه راته وښيئ؟ وې فرمايل چې هر چا درته د هغوڅيزونو خبر درکړ چې په بوجۍ کې وی هغه به له ما نه پس امام وی. خو بيا د د امام هېبت او جلال مې د مخې خنډ شو چې ورنه تپوس وکړم چې په بوجۍ کې به څه وی؟

هغه ليکونه مې مدائن ښار ته يوړل او ځوابونه مې ترلاسه کړل او هماغه ډول چې يې وفرمايل په پنځلسمه ورځ سامرا ته راستون شوم او په هغه حال کې مې د هغه حضرت له کور نه ژړا او فريادونه واورېدل او امام حسن عسکری (عليه السلام) مې د غسل ورکولو په ځاے کې پروت وليد په دغه حال کې مې د امام عسکری (عليه السلام) ورور جعفر وليد چې د هغه حضرت د کور ور سره ولاړ دے او ډلې ډلې شيعه راځی او ورته د ورور په شهادت تسليت او غمرازی څرګندوی او په امامت ورته مبارکی وائی. نو له ځان سره مې وويل چې که دا جعفر امام وی نو امامت تباه شوے واخله ځکه چې هغه مې پېژندو چې کبابی، شرابی، ربابی او جورګر دے خو له دې امله چې د نښو نښانو په لټون کې وم نو ورته ورغلم او تعزيت او مبارکی مې ورته وړاندې کړ خو هغۀ د ليکونو په شمول له ما نه د هيڅ څيز په باره کې پوښتنه ونکړه. دغه وخت د کور يو خادم عقيد بهر راووت او جعفر ته يې وويل: اے زما سروره! ورورو امام عسکر ی دې کفن شو پاڅه او د جنازې نمونځ پرې ادا کړه! زۀ او جعفر له يو شمېر شيعه ؤ سره کور ته داخل شو او امام مو کفن شوے په تابوت کې وليد جعفر وړاندې شو او غوښتل يې چې د ورور د جنازې نمونځ ادا کړی خو چې کله يې غوښتل چې تکبير ووائی يو غنمرنګې ماشوم چې ګلګوتی وېښتۀ يې وو او ښکلی مرتب غاښونه يې وو راووت او جعفر يې له جامو نه ونيوۀ او ورته يې وويل: اے ترۀ! راوروستو شه چې زۀ په پلار باندې د جنازې نمونځ کولو زيات حقدار يم. د دې خبرې په اورېدو سر جعفر په زيړ او تښتېدلی رنګ سره راوروستو شو او هغه ماشوم رامخکې شو او د جنازې نمونځ يې ادا کړ او له نمونځ نه پس يې ما ته وفرمايل: د خطونو ځوابونه چې درسره دی ما ته راکړه، ليکونه مې هغۀ ته ورکړل او زړۀ کې مې وويل چې د دې ماشوم دا دوه نښې د امامت دی او د هغې بوجۍ قيصه پاتې ده . جعفر ته ورنزدې شوم او ومې ليدل چې اسويلی کوی. يو شيعه ترې پوښتنه وکړه چې دا ماشوم څوک دے؟

جعفر ورته وويل: په خداے مې دې قسم وی چې دې نه پېژنم او نه مې چرته ليدلے دے. ابوالاديان زياتوی: مونږ لا ناست وو چې له قم ښار نه يو يو شمېر سړی راغلل او د امام حسن عسکری (عليه السلام) پوښتنه يې وکړه او چې کله د هغه حضرت (عليه السلام) له شهادت نه خبر شول نو وې ويل چې له چا سره غمرازی وکړو؟ خلکو جعفر ته اشاره وکړه. هغوی هغۀ ته سلام وکړ او ورته يې تعزيت او مبارکی وړاندې کړه او بيا يې ورته وويل: مونږ سره خطونه دی او ده دا راته ووايه چې دغه ليکونه د چا دی او مالونه د چا دی؟

جعفر حېران او پرېشان شو او له ځايه پاڅېداو وې ويل: له مانه د غېبو علم تپوس کوئ؟ دغه وخت خدمتګار راووت او وې ويل: د فلانی فلانی خطونه چې له تاسو سره دی او هغه غوټه چې له تاسو سره ده چې په هغې کې زر ديناره دی چې پکې لس ديناره کوټه دی. هغوی هغه ليکونه او دينار خدمتګار ته ورکړل او وې ويل هماغه کس حق امام دے چې ته يې د دې څيزونو د ترلاسه کولو له پاره رالېږلے يې.. [10]



ياداښت

(١) کمال الدين ٢ ټوک ٣٨ باب ١ حديث ٨٠ مخ

(٢) د امام مهدی (عليه السلام) دغه خاص دويم نائب په صغری غېبت دے چې د ژوند حال به يې د غېبت په برخه کې راشی.

(٣) کمال الدين ٢ ټوک ٤٣ باب ٢ حديث ١٦٢ مخ

(٤) هماغه حواله ٢٤ باب

(5). هماغه پاسنۍ حواله مخ 158

(6) ..اثبات الهداه ٣ ټوک ٧ فصل ٧٠٠ مخ

(7) کمال الدين ٢ ټوک ٤٣ باب ٢١ حديث ١٩٠ مخ

(8) د دې خبرې تفصيل د کتاب په وړومبی فصل کې امام د خداے لخوا منصوب تر عنوان لاندې تېر شو

(9). کمال الدين، ټوک 2، باب 43، حديث 21، مخ 190

(10). کمال الدين، ټوک 2، باب 43، حديث 25، مخ 223



[1] . کمال الدين ٢ ټوک ٣٨ باب ١ حديث ٨٠ مخ

[2] .. د امام مهدی (ع) دغه خاص دويم نائب په صغری غېبت دے چې د ژوند حال به يې د غېبت په برخه کې راشی.

[3] .. کمال الدين ٢ ټوک ٤٣ باب ٢ حديث ١٦٢ مخ

[4] .. هماغه پاسنۍ حواله 42 باب

[5] .. هماغه پاسنۍ حواله مخ 158

[6] .. اثبات الهداه ٣ ټوک ٧ فصل ٧٠٠ مخ

[7] . کمال الدين ٢ ټوک ٤٣ باب ٢١ حديث ١٩٠ مخ

[8] .. د دې خبرې تفصيل د کتاب په وړومبی فصل کې امام د خداے لخوا منصوب تر عنوان لاندې

[9] . کمال الدين، ټوک 2، باب 43، حديث 21، مخ 190

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.