د امام مهدي عليه السلام حکومت

د امام مهدي عليه السلام حکومت

4. د حکومت بيلګې.



لومړۍ برخه

د حکومت هدفونه

له دې وجې چې د ټول عالم د پيدايښت مقصد، د بنيادمانو د ټولو کمالاتو سرچينې يعنې خداې پاک ته رسيدل دي نو پکار ده چې دې لوي ارمان او خواهش ته د رسيدلو له پاره د دې کار ټول اوزار او وسائل پکار راوستې شي د زمانې د امام نړيوال حکومت په دې لټه کښې دے چې خداې پاک ته د نږدې کيدو ټول اسباب ترلاسه کړي او له دې لارې خنډونه څنګ کړي.

خو انسان له دوه څيزونو جوړ شوے دے او د هغه ضرورتونه هم په دوه ډوله تقسيم شوي دي: مادي او معنوي، نو له دې کبله کمالاتو ته د رسيدو له پاره لازمه ده چې دواړو اړخو ته په حساب سره حرکت وکړي او عدالت چې د خداې پاک د حاکمت يو لوې قانون دے په مادي او معنوي لارو کښې د انسان د سلامتۍ ذمه وار او ضامن دے.

نو دې ته په پام سره د دولسم امام د حکومت د هدف او مقصد په هکله دوه اړخه (مادي او معنوي) او د عدالت پراختيا د بحث کولو وړ دي.



معنوي پرمختګ

د وړاندې ذکر شوي هدف له اهميته د خبريدو له پاره لازمه ده چې د طاغوت د حکومت په وخت کښې د بنيادمانو ژوند ته يو نظر وکړو.

د انسان په ټول ژوند کښې د خداې پاک له حکومته پرته معنويت څه ارزښت لرلو؟ آيا داسې نه ده چې انسانانو لاره ورکه کړې وه او د معنويت د ختميدو په لاره يې قدم کيږدولې ؤ او د خپلو نفساني خواهشاتو او د شيطان د وسوسو په وجه يې د خپل ژوند ښکلا او نيکې هېرې کړې وې او په خپله لاسه يې هغه په مقبرو کښې خښې کړې وې.

پاکۍ او پاکدامنۍ، رښتيا او صداقت، يو بل سره مرستې، بخښنې او بخشش، احسان او نيکۍ خپل ځاي هوا پرستۍ او شهوت پرستۍ، دروغو او هر څه د ځان له پاره غوښتلو، خيانت، ظلمونو، او زياتو غوښتو ته ورکړے ؤ لنډه دا چې د معنويت اخري سلګې وې او په ډېرو ځايونو کښې په ډېرو خلکو کښې د معنويت څه اثر پاتې نه ؤ.

د خداې پاک د اخرنۍ ذخيرے حکومت به د دې برخې د ژوندي کولو له پاره قدم اخلي او د دې مړ شوي مرده د ژوندي کولو کوشش به کوي، څو هغه انسانانو ته چې ملائيکو ورته سجده کړې ده، د ژوند واقعي خوند وښيي او ټول دا ووايي چې خداي پاک له اوله دا مقرره کړې وه چې هغوي دې په داسې پاکه هوا کښې ژوند وکړي او د ښه والي او پاکۍ بوي دې حس کړي.

يَا ايّها الذِيْنَ امنُوا اسْتَجِيْبوا للهِ ولِلرّسوْلِ إذا دعاکُمْ لِما يُحْيِيکُم .(سورة انفال ايت 24

اې د مؤمنانو ټوليه! کله چې خداي پاک او پيغمبر تاسو هغه شي طرف ته وغواړي چې کوم تاسو ژوندي کوي نو (د هغوي غوښته) قبوله کړئ او د هغوي غږ ته لبيک ووايئ.

دې ته په پام سره معنوي ژوند چې د انسانانو او ځناورو تر مينځ توپير په هم دې دے د انسان د وجود اصلي برخه هم دا ده، ځکه چې د هم دې برخې د شتون په وجه هغۀ ته بني آدم ويل کيږي او هم دا ژوند دے چې کوم يې خداې پاک ته رسوي او هغه ته يې نږدې کوي.

او هم دې وجې دا (معنوي) برخه د پروردګار د ولي او امام زمان د حاکميت په دوران کښې مخپرتګ کوي او انساني ارزښتونه د ژوند په هر اړخ کښې په وړاندې ځي. او ټول ښه کارونه لکه مينه محبت، قرباني او فداکاري رښتيا ويل او داسې نور ښه کارونه په هر ځاي کښې خپريږي. خو دې هدف ته د رسيدلو له پاره يو ډېر لوي او هر اړخيز پروګرام ته اړمن يو چې په راتلوونکې برخو کښې به بيانيږي

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.