امام اخلاقي کمالونو سره ښائيسته توب

امام اخلاقي کمالونو سره ښائيسته توب

مام (چې د معاشرې مشر او لارښود دے) د پاره پکار دے. چې هر ډول بدوالي او بداخلاقۍ څخه لرې وې او هر ډول ښه صفتونو پکښې لوړې مرتبې پورې موجود وي ـ ځکه چې دا امام د يو انسان کامل په شکل خلقو لپاره يوه ښه نمونه ګڼل شي ـ

حضرت امام رضا عليه السلام فرمايي ـ

چې امام له پاره نخښانې دي: هغه له ټولو خلقو زيات پوهـ، پرهيزګار، صابر، بهادر، سخي او عبادت کوونکې دے .[1]

پرته له دي هغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په ځاي ناستي کښې، د خلقو ښودنې او پالنې پسې وي ـ نو پکار دے چې په خپله هم له ټولو خلقو زيات د ښه اخلاق خاوند وي ـ

حضرت امام علی عليه السلام فرمايي، هر هغه څوک چې (د خداې پاک په حکم سره) يې ځان د خلقو امام جوړ کړے دے .

نو هغه د پاره لازم دے چې نورو خلقو ته ښودنې نه مخکښې خپل ځان ته ښودنه وکړي. او نورو خلقو دې خپل عمل سره تربيت او پرورش وکړي مخکښې له دې چې ژبې سره يې تربيت کړي ،[2]



د امام ټاکل د خداې کار دے

د شيعه ؤ په نظر کښې د امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله جانشين ټاکل يوازي د الله تعالی په حکم او خوښې سره سر ته رسي.

او پس له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د امام او ځاې ناستي ټاکل د خداې په ذمه ده ـ هم دې له امله يو کس يا يو ټولې په دې کار کښې د داخليدو حق نلري .

د امام ټاکل د خداې له طرفه ډير دليلونه لري چې ځينې په کښې دا دي .

الف : د قرآن مجيد په وينا سره الله تعالی د هر څه مطلق (هر اړخيز) واکمن دے. او ټولو لره ضروري دے چې د هغه (الله) پيروي وکړي. او دا خبره ښکاره او بديهي ده. چې دغه واکمن توب له خداې طرفه هر چاته ورکولې شي (په خپلو شرطونو او مصلحت سره) پس هماغه شان چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ټاکل له طرفه د خداې دې نو امام هم د خداې په ټاکلو سره د خلقو مشرۍ کوي .

ب : مخکښې له دې څخه د امام نور خصوصيات لکه عصمت و د هغه علم او ...... بيان شول، نه دا خبره څرګنديګي چې داسې کس بياموندل او پيژندل چې په هغه کښې دا ټول صفتونه په لوې مرتبې موجود وي يوازي د داسې ذات کار دے چې هغه د انسان د څرګند او پټ ټولو صفتونو نه آګاه وي ـ او هغه صرف الله تعالی دے هماغه شان لکه څنګه الله تعالی قرآن مجيد کښې ابراهيم عليه السلام ته فرمايي. ما تۀ د خلقو امام جوړ کړې [3](بقره 124)



بشپړه او ښائسته وينا

د دي بحث په اخر کښې ښه ده چې اَتم پيشوا حضرت امام رضا عليه السلام د ويناوو څخه ځينې هغه وينا چې په هغه کښې يې د امام مقام او خصوصياتو په حقله خبرې کړي دي دلته يې راوړو. امام رضا عليه السلام فرمايي: چې هغه کسان چې چا د امامت په باب کښې اختلاف وکړ او دا ګومان يې وکړ چې امامت يو انتخابي (يعني د خلقو د ټاکلو سره تړلې کار دے) دې خلقو ناپوهي وکړه...او آيا خلق د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله اُمت کښې د امام مقام نه خبر دي چې دوي خپل ځان داسې وګڼي چې دوي په خپله امام ټاکلو (مقررولو) اختيار لري ؟ د امامت قدر ډير زيات ، شان يي ډير لوې و مقام او ځاې يي ډير لوړ دے. له دې چې خلق خپل عقل سره هغه ته ورسي ـ

يا خپل عقل سره هغه بيا مومي .

امامت يو داسې مقام ده چې خداې پاک د دې درجه د نبوت او خُلَتَ (يعني د خداې ملګرې خليل الله) څخه وروسته همدرديمه مرتبه کښې حضرت ابراهيم عليه السلام ته ورکړي ده ..... امامت د خداې خلافت او د رسول الله او د اميرالمومنين علی عليه السلام او د حسن عليه السلام ميراث دے په ريښتيا سره امامت د دين واګې او دمسلمانانو د اسلامي نظاره لپاره يو اصل څيز او د مسلمانانو د دين اصلاح او د مؤمنانو عزت دے ، د نموځ ، روزې ، حج ، او جهاد پوره کيدل او همدانګې د اسلامي حدونو ساتنه په سبب د امام او دهغه امامت قبلولو کښې دے ـ

امام د خداې پاک حلال کړي څيزونه حلال (جائز) کوي او خداي حرام کړي څيزونه حرام کوي هغه د خداي دواقي حکم په مطابقت سره امر کوي . او د الله حدود خيال ساتي . د خداې دين حامي وې پوره سره دليل او په ښه خبرې سره خلق د خداې دين رابي .

امام د نمر په شان څرګنديدونکې دے . چې د هغه نور په ټول کائنات باندې ځليږي امام خپله په اُفق کښې دے ، په دې شان سره چې لاسونه او سترګې هغه ته نه رسي امام ځليدونکي سپوږمۍ، او روښانه ډيوه، او سپينه رڼا دے او داسې لار ښودونکې ستورې دے . چې هغه په تورو تيارو کښې، د ښارونو او د بيابانونو په لارو او د دريابونو په چورلندې کښې لار ښوونې دے (او هر ډول فتنو او ناپوهۍ نه خلاصۍ وو کوونکې دے) امام يو خوږ ملګرې مهربان پلار او يو ګران ورور دے د ماشوم زوي لپاره د نيکې مور په شان او په لويو صويو مصيبتونو کښې خلقو لپاره د پناه ځاې دے

امام هغه کس دے چې ګناهونو نه پاک او له هر عيبه لرې ده . د امام نخښه دا ده چې د علم خاص او ډير صبر کوونکې دے ، امام د خپلې زمانې يو مثاله کس دے ، هيڅوک هم د هغه مقام ته رسيدلې نشي ، او پوهان هم هغۀ سره په علم کښې يو ځاې نه شي کيدلي

نه څوک د هغه ځاې نيولې شې او نه څوک دهغه په شان او هغه غوندې پيدا کيدلې شي ، پس څوک دے هغه کس چې امام ؤ پيژندني ، او دا چې د امام ټاکل هغه له پاره ممکنه وي ؟ نشته دے بالکل نشته دے (مګر شته دے چې الله تعالی دے چې دا کار هغه يعني د امام ټاکل) او همدغه ځاې دے چې پوهه روکه شوي ده او عقلونه سرګردان او هک پک پاتي دي

او همدغه ځاې دے چې سترګې ړاندې دي. بزرګان ورکوټي، حکيمان حيرانه او پوهان وروسته پاتې شوي دي له دې چې د امام کارونو نه يو کار يا د امام فضيلتونو څخه يو فضيلت ستاينه ؤکړي، هغه ټول د خپلې بې وسي و عاجزي اعتراف کوي.[4]





(قران مجيد کې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته داسې خطاب کوي او مونږ ستاسو طرف ته دا کتاب (قران مجيد) نازل کړے دے چې تۀ دا کلام خلقو له پاره واضحه کړے کوم چې د دوي طرف ته نازل کړے شوے دے کيدې شي چې دوي د فکر نه واخلي)
ميزان الحکمة ټوک 1 ، حديث 861
معاني الاخبار, ټوک 4، مخ 102
ميزان الحکمة، باب 147 حديث شمير 850
سورة بقره ايت 124
اصول کافي، ټوک 1 ، باب 15، حديث 1، مخ 255



[1] معاني الاخبار, ټوک 4، مخ 102

[2] ميزان الحکمة، باب 147 حديث شمير 850

[3] سورة بقره ايت 124

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.