د مهربان او بخښونکي خداې په نامه

د مهربان او بخښونکي خداې په نامه

د مهدويت د بحث کولو ضرورت



کيدې شي چې ځيني خلق دا فکر وکړي چې د بيلا بيلو فرهنګي ضرورتونو باوجود د امام مهدي په بحث باندې د اخته کيدو څه ضرورت دے؟

آيا په دې هکله په پوره توګه بحث نه دے شوے؟ او کتابونه او مقالې نه دي ليکلي شوي؟

د پوښتنې په ځواب کښې بايد وويل شي چې د مهدويت بحث له هغې موضوعاتو څخه دے چې د انسان په ژوند کښې ډير لوي رول لري او د انسان د ژوند بيلا بيلو زاويو سره نيغ په نيغه اړيکه او رابطه لري، دې ته په پام سره له ډېر کوښښونو باوجود بيا هم دا موضوع ډېرې داسې خبرې لري چې لا تراوسه بيان نه دي شوي نو پکار ده چې څيړونکي او عالمان دې په دې لاره کښې نور هم کوښښ وکړي.

د دې لپاره چې د مهدويت د بحثونو د بيانولو ضرورت نور هم څرګند شي، ځينې مطلبونه په يو بل پسې سم بيانوو.

1. د امام مهدي موضوع د امامت بنيادي مسئلې ته ورګرځي چې د شيعه ؤ د عقيدې له اصولو څخه ده، او په قران کريم او روايتونو کښې د هغې په هکله ډېرې خبرې شوي دي.

چې شيعه او سنيانو له پيغمبره(ص) نقل کړي دي:

مَنْ ماتَ وَ لَمْ يَعْرِفْ إمامَ زَمانِهِ مَاتَ مِيْتَةَ الْجاهِلِية[1]

هر څوک چې په داسې حال کښې مړ شو چې د خپلې زمانې (او د خپل وخت) امام يې نه وي پيژندلې نو د جاهليت په مرګ مړ شوې دے (او له اسلام بې خبره مړ شوے دے)

نو آيا کوم موضوع چې د انسان ټول معنوي ژوند سره رابطه او اړيکه لري هغه د خاص توجه او پاملرنې وړ نه دے؟

2. امام مهدي د امامت د پاکې لړۍ دولسم کس دے هماغه امامت چې د خداې د رسول د دو يادګارو څخه يو دے يو روايت چې شيعه او سنيانو دواړو د پيغمبر اکرم(ص) څخه نقل کړے دے چې پکښې راغلي دي

اِنِّیْ تَارِک فِيکم الثِقْلين کِتابَ اللهِ وَعِترتی مَا اِنْ تَمَسّکتم بِهم لَنْ تَضِلّوا بَعْدِیْ اَبَدا[2]

بې شکه چې زۀ ستاسو تر مينځ دوه درانه څيزونه پريږدم: قران او زما اهل بيت، که چيرې په دې دوو څيزونو مو منګولې ولګولې نو زما نه وروسته به هيڅکله بې لارې نه شئ.

دې ته په پام سره له قرانه وروسته چې د خداې کلام دے کومه لاره د امام له لارې روښانه او هدايت بخښوونکې ده او آيا قران کريم له اهل بيتو او د خداې د رسول د ځاې ناستو پرته بل څوک بيانولې او تفسير يې کولې شي؟

3. امام مهدي يو ژوندې او حاضر ناضر امام دے او د هغوي په هکله ډېرې پوښتنې په بيله توګه د ځوانانو تر مينځ پوښتل کيږي، سره د دې چې د مخکښو په اثارو او کتابونو کښې د هغې ځوابونه ورکړې شوي دي خو بيا هم ډېر مبهم او ګنګ څيزونه پاتي دي او په ځينو ځايونو کښې داسې پوښتنې کيږي چې ځوابونه يې په مخکښينيو کتابونو کښې نشته.

4. له دې وجې چې د امامت مسئله ډېر اهميت لري. او د شيعه ؤ فکري او عملي جوړښت کښې ددې مسئله يو لوے رول دے نو دښمنانو هميشه دا کوښښ کړې چې د امام مهدی په هکله نوې نوې پوښتنې رامنځ ته کړي او د هغوي منونکي په ترديد او شک کښې مبتلا کړي

لکه چې د هغوي په پيدايښت کښې شک پيدا کړي او د هغوي د عمر اوږد والې يو ناممکنه څيز وښايي يا د هغوي غيبت يو غير منطقي شې وښايي اوداسې نورې په سلګونو شبهې او پوښتنې او همدارنګ ځينې د اهلبيتو(ع) له علمونو بې خبره ملګري هم غلط او بې بنسټه مطلبونه د امام مهدي(ع) په هلکه بيانوي چې په همدې مطلبونو يې ځينې خلک بې لارې کړي او ځينې بې لارې کوي، لکه څنګه چې د مهدي(ع) د انتظار ، پاڅون او هغوي سره د غيبت په زمانه کښې د کتنې د ممکن شونې په هکله غلطې خبرې، چې روايتونو سره سمون نه خوري، نقل کړي او يا يې نقلوي، چې دا ټولې خبرې د دې ضرورت څرګندونه کوي چې د مهدويت د موضوع د صحيح او غلط شونې څيړنه وشي.

دې ته په پام سره په دې کتاب کښې دا کوښښ شوې دے چې دې سره سره چې د امام مهدي(ع) د ژوند حال بيان کړي د ځوانانو هغې پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړې شي چې د امام د شخصيت او ژوند سره اړيکه لري او د غلطو فکرونو والا خلکو غلطو خبرو ته هم ځوابونه ورکړې شي او نقد کړې شي.

په دې هيله چې د خداې د اخري حجت حضرت امام مهدي په ژوره توګه پيژنګلو په لاره کښې به يو قدم اخستل شوې وي.



ياداښت

(1) بحار الانوار، 51 ټوک، 7 حديث، 160 مخ.

(2) بخار الانوار 2 ټوک، 100 مخ



[1] . بحار الانوار، 51 ټوک 7حديث، 160مخ.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.