دعدالت خپريدل

دعدالت خپريدل

په ټولو تېرو زمانو کښې د انسانانو په ټولنه باندې د ټولو نه لوي زخم هغه ظلم او زياتې ؤ چې د انسانانو په ټولنه کښې موجود ؤ په بيلا بيلو ځايونو کښې بنيادمان تل خپل حق ته له رسيدلو محروم پاتې شوي دي او هيڅکله د هغوي مادي او معنوي حقونه د هغوي ترمينځ په عدالت سره نه دي ويشل شوي او تل داسې شوي چې د مَړو خيټو تر څنګ يو ټولې وږے پاتے شوے دے او تل د لويو ماڼو او غټو غټو کورونو تر څنګ ځينې کسان په لارو کوڅو او خاورو کاڼو کښې ملاست دي او د سرو زرو او طاقت حکومتونو ضعيف او کمزوري خلک خپل غلامان کړي دي او سپين رنګي خلکو تور رنګي خلک يوازې د هغوي د تور رنګ په وجه وژلي دي. لنډه دا چې تل د ضعيفو او کمزورو خلکو حقونه د طاقتورو د خواهشاتو له پاره قربان شوي دي او انسانان تل د عدالت او برابرۍ راتلو له پاره قربان شوي دي او انسانان تل د عدالت د ورځو د راتللو له پاره په انتظار ناست دي.

او د دې انتظار اخر هماغه د امام مهدي (عليه السلام) د حکومت راتلل دي . هغه به د عدالت د يو لوي رهبر او مشر په توګه په ټول عالم کښې عدالت خپروي. او د دې خوږ حقيقت په هکله په ډېرو روايتونو کې زيرے ورکړے شوے دے.

امام حسين (عليه السلام) فرمايلي دي:

که له دنيا يوازې يوه ورځ هم پاتې وي نو خداې پاک به هغه ورځ دومره اوږده کړي څو زما له اولاده يو کس پاڅون وکړي او ځمکه د عدله ډکه کړي وروسته له دې چې د ظلم او زياتي به ډکه وي. داسې مې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم اوريدلي.[1]

او نور په لس ګونو روايتونو کښې داسې راغلي دي چې د اخرني وعده شوي په حکومت کښې د نړيوال عدل د راوستلو او د ظلم او زياتي د ختميدلو څرګندونه کوي.

او د خوند خبره دا ده چې عدل او عدالت د هغې امام يوه داسې روښانه بيلګه ده. چې په ځينو دعاګانو کښې ورته هم دا لقب ورکړے شوے دے.

اللّهُمّ صَلی علی وَلِیّ اَمْرِكَ القائِمِ المُؤمَل والعدْلِ المُنتَظر (مفاتيح الجنان دعا افتتاح)

خدايه! په خپل ولي امر باندې درود وليږه هماغه چې د پاڅون ارمان يې کيږي او د عدل انتظار يې کيږي.

هو! هغۀ عدالت د خپل هدفونو په سر کښې ليکلې دے ځکه چې عدالت حقيقي ژوند ته په فردي او اجتماعي ټولو اړخونو کښې لاره جوړونکې دے او ځمکه او د هغې اوسيدوکي بې له عدله داسې مړه او بې روحه دي چې ژوندي شمارل کيږي.

امام کاظم (عليه السلام) د دې آيت په تفسير کښې چې فرمايي

إعلَموا اَنّ الله يُحی الاَرضَ بعْدَ موْتِها(سورة حديد ايت 17) وفرمايل: مطلب يې دا نه دے، چې باران ځمکه ژوندې کوي بلکه خداې پاک به داسې سړي پاڅوي چې عدالت به ژوندې کوي نو د عدل د ژوندي شونې په سبب به ځمکه ژوندې کيږي.

او د "ځمکې د ژوندي شونې" عبارت دې ته اشاره ده چې مهدوي عدالت يو ټول اړخيز عدالت دے او هر ځاي کښې دے، نه يوازې په يو ځاي کښې او د ځينو خلکو له پاره.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.