امام مهدي (عج) د نور کلتورونو په نظر کښې

امام مهدي (عج) د نور کلتورونو په نظر کښې

هغوی هم د امام مهدی (عليه السلام) چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له خاندان او د بي بي حضرت فاطمه زهرا (عليه السلام) [1] له اولاد څخه دے په وجود او ظهور باندې عقيده لری. په امام مهدی (عليه السلام) باندې د سنی وروڼو د عقيدې د اندازې د څرګندولو له پاره پکار دی د هغوی د ستر عالمانو اثارو ته رجوع وکړو. زياترو سنی مفسرانو په خپلو تفسيری کتابونو کې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د قران مجيد ځينې ايتونه په اخېره زمانه کې د امام مهدی (عليه السلام) ظهور ته اشاره کوی. لکه فخرالدين رازی [2] او قرطبی [3] هم دا رنګ د هغوی اکثرو محدثانو له امام مهدی (عليه السلام) سره اړوند حديثونه په خپلو کتابونو کې نقل کړی دی چې په هغو کې ډېر زيات سنی معتبر کتابونه شتون لری لکه صحاح سته [4] او مسند احمد بن حنبل.

 ځينو نورو سنی عالمانو په تېرو وختونو او اوسنيو وختونو کې د امام مهدی (عليه السلام) په موضوع باندې بيل کتابونه ليکلی دی. لکه ابونعيم اصفهانی الاربعين کتاب او سيوطی العرف الوردی فی اخبار المهدی (عليه السلام) کتاب.
     د پام وړ ټکے دا دے چې ځينو سنی عالمانو د مهدويت د عقيدې په دفاع او د دې عقيدې د منکرانو په رد کې کتابونه او مقالې ليکلی دی او علمی بياناتو او رواياتی شواهدو سره يې د امام مهدی (عليه السلام) موضوع پرېکنده د نه انکار وړ ګڼلې ده. لکه محمد صديق مغربی د ابن خلدون د خبرو په رد کې يو کتاب ليکلے دے او په هغۀ په سختۍ سره نيوکه کړې ده. [5] دا د مهدويت د مسئلې په وړاندې د سنی وروڼو د دريځونو څو نمونې دی.
د دې برخې په اخېره کې له سلګونو روايتونه څخه يواځې يو روايت نقلوو چې د سنی وروڼو په مشهورو او د هغوی د اعتماد وړ کتابونو کې راغلے دے.
د خداے ګران رسول (صلی الله عليه و اله وسلم) وفرمايل:
که د دنيا په عمر کې بس يواځې يوه ورځ پاتې وی نو په حتمی توګه به خداے پاک هغه يوه ورځ اوږده کړی ان تردې چې زما له خاندان څخه به هغه سړے راڅرګند کړی چې نوم زما په نوم دے . [6]
او هم دا رنګ يې وفرمايل:
زما له کورنۍ نه به يو سړے پاڅون کوی چې په نامه او سيرت کې به زما په شان وی. هغه دنيا له عدل او انصاف نه ډکه کړی لکه څنګه چې له ظلم او ستم نه ډکه وی. [7]
     د ويلو وړ خبره دا ده چې د يو نجات ورکوونکی او مصلح د ظهور عقيده چې د دنيا په اخېره کې به ظاهريږی او دنيا به له عدل او انصاف نه ډکوی يوه نړېواله او عمومی عقيده ده او د ټولو اسمانی دينونو رښتونی پېروکار د خپلو دينی کتابونو په بنياد د هغه موعود د قيام او پاڅون په انتظار کې دی. او مقدسو کتابونو تورات، زبور، انجيل او د هندوانو، زرتشتيانو، او برهمنانو په کتابونو کې د نړۍ د لوے نجات ورکوونکی ظهور ته اشاره شوې ده. البته هر ملت ورته خپل محسوس لقب ورکړے دے. زرتشتيان يې د سوشيانس يعنې د جهان نجات ورکوونکی، عيسائيان يې د مسيح موعود په نامه او يهوديان يې د سرور ميکائيلی په نامه پېژنی:
 د زرتشيانو په له مقدسو کتابونو څخه په جاما سب نامه کې د عبارت يوه برخه په دا ډول ده:

(( د عربو پېغمبر به اخيری پېغمبر وی چې د مکې په غرونو کې به پېدا کيږی او له خپلو غلامانو سره چې څه څيز خوری نو د غلامانو په شان به کينی..... او د هغۀ دين به تر ټولو دينونو اشرف وی او د هغۀ کتاب به د ټولو کتابونو باطلوونکے وی او د پېغمبر د لور يو بچے چې د دنيا نمر، او د زمانې باچا نوميږی په دنيا کې د يزدان په حکم چې د هغه پېغمبر اخيری جانشين به وی او د هغۀ حکومت به تر قيامته دوام ولری...)) [8]



[1] .. المستدرک علی الصحيحين ٤ ټوک ٥٥٧ مخ
[2].   التفسير الکبير ١٦ ټوک ٤٠ مخ
[3]. تفسير القرطبی ٨ ټوک ١٢١ مخ
[4].. يعنې شپږ صحاح چې صحاح سته عنوان ورته په مجموعی توګه ورکړے دی دغه د حديثونو کتابونه د سنی وروڼو په نزد تر ټولو زيات موثق او معتبر دی دغه کتابونه په دا ډول دی: صحيح بخاری، صحيح مسلم، سنن ابوداؤد، سنن ابن ماجه، سنن نسائی او جامع ترمذی. چې سنی وروڼه په دغو کتابونو کې درج حديثونه صحيح ګڼی او د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله وسلم) وېنا يې ګڼی او پس له قران مجيده تر ټولو معتبر کتابونه ګڼی.
[5].. ابن خلدون مشهور سنی ټولن پېژاندے دے او د امام مهدی (ع) په هکله په ځينو رويتونو يې اعتراض کړے دے او هغه يې ضعيف ګڼلی دی او د دې باوجود چې له امام مهدی (ع) سره اړوند ځينې حديثونه يې صحيح ګڼلی دی د امام مهدی (ع) په عقيده کې يې شک کړے دے، محمد صديق مغربی د (( ابراز الوهم المکنون من کلام ابن خلدون )) په عنوان سره په کتاب کې ﻻد د هغۀ ويناګانې رد کړی دی.
     همدا رنګ عبدالمحسن بن حمدالعباد د (( الرد علی من کذب بالاحاديث الصحيحه الوارده فی المهدی )) د ابن خلدون شبهاتو ته ځواب ويلے دے.
 
[6].. سنن ابوداؤد ٢ ټوک ٤٢٨٢ حديث ١٠٦ مخ
[7].. معجم کبير ١٠ ټوک ٢٢٩ حديث ٨٣ مخ
[8].. اديان او مهدويت ٢١ مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.