د رجب د مياشتی لومړی ورځ د حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) ميلاد مبارک وی

د رجب د مياشتی لومړی ورځ د حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) ميلاد مبارک وی

د حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) د شيعيانو پنځم امام د ميلاد ورځ د حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) د پاک او مطهر خاندان و ټولو دوستانوته تبريک عرض کړی، او د متعال خدای (جل جلاله) څخه د هغه بزرګوار امام د پيروی توفيق غوښتونکی يو. په همدی مناسبت يوه لنډه مقاله دهغه بزرګوار د فضايل او ژوندانه په باره د آنحضرت و شيعيانوته تقديم کړی په هغه اميد چه قبول سی.

 ولادت (زيږيدنی):

امام محمد باقر (عليه السلام) په کال 57 هـ.ق د رجب په لومړی ورځ په مدينی منوری کی ودنياته راغلل او بله پلا د ولايت او امامت د آسمانه څخه يو لمر طلوع وکړل.

نوم او لقب ئی:

د آنحضرت نوم (محمد) او د هغه بزرګوار لقب (ابا جعفر)ؤ او د اسلام د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) له خوا په باقر ملقب سو، او د خلګو په منځ کی په (باقر العلوم) يعنی د علوم سوری کوونکی معروف سو، او علت هم هغه ؤ چه د آنحضرت په زمانه کی د اسلامی معارف او علوم د خپور د پاره ښه او مساعد زمينه منځ ته راغی چه د هغه د بزرګوار زوی يعنی امام صادق (عليه السلام) تر زمانه پوری ادامه درلود، او ډير روايتونه چه موجود دی د دغه دوه بزرګوار امام دی، او د دوی په زمانه کی ؤ چه ډير خلګ د دوی د محضره څخه ګټه واخيستل او د اسلام معارف او د محمد (صلی الله عليه و آله وسلم)  د خاندان علوم ئی په ټول اسلامی نړی کی خپور کړل.

پلار او مور:

د حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) بزرګوار پلار حضرت علی بن الحسين (عليه السلام) ملقب په زين العابدين او سيد الساجدين دی. او مکرمی مورئی د حضرت امام حسن مجتبی (عليه السلام) لور د (ام عبدالله) په نامه او پدی خاطر آنحضرت د پلار او مور منتسب د رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) په ګران خاندان ؤ.

د آنحضرت د نيک خواص او فضايل برخی:

حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) د خپل ورونو په منځ کی وصی د خپل پلار علی بن الحسين (عليه السلام) او پسله هغه امام ؤ. په فضيلت، پوهی، تقوی او بزرګواری پر ټولو ښه والی درلود. مرحوم مفيد پدی باره ليکی: تر ټولو ورونو د سنی او شيعه په منځ کی نوم ئی ډير لوړ او په قدر او مرتبه لوړ مقام ؤ، اود  هيڅ يو د امام حسن او امام حسين (عليهما السلام) اولاده څخه په هغه اندازه د دين علم، آثار، روايتونه د قرآن علوم او مختلف فنون معلوم نه سو چه د آنحضرت څخه ظاهر سو، د خدای د رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) پاته سوی صحابی، هغه مشران چه د حضرت رسول (صلی الله عليه وآله وسلم) صحابی ليدلی دی، او د مسلمانانو د فقيهانو رئيسان ټول د دين  لارښوونی او احکام ئی د دغه بزرګوار څخه روايت کړيدی، او په فضل او پوهی تر ټولو عالمانو لوړ او لومړی ؤ او د هغه د علم او پوهی په صفت شاعران او ليکونکی شعرونه ويلی او ليکنی کړيدی.

د حضرت پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) خوښحاله خبره وجابرته:

په يو روايت امام صادق (عليه السلام) دامام محمد باقر (عليه السلام) څخه نقل کوی چه وفرمايل: يوه ورځ پر جابر بن عبدالله انصاری داخل سولم، پر هغه می سلام وکړ، او هغه د سلام ځواب ئی ورکړ او وپوښتل: څوک ئی؟ او دا په داسی حال ؤ چه جابر ړوند سوی ؤ. ما وويل: محمد بن علی بن الحسين يم، جابر وويل: هلک جانه نژدی راسه، نژدی ورغلم هغه زما لاس ئی مچ کړ، وروسته وغوښت  چه زما پښه مچ کړی ما ونه پريښود پسله هغه وويل رسول د خدای (صلی الله عليه و آله وسلم) تاته سلام رسولی دی، و می ويل: د خدای (جل جلاله) برکات، رحمت او درود د هغه پر رسول وی، ای جابره څرنګه پر ما سلام رسولی دی؟ وويل: يوه ورځ د آنحضرت خدمت کی وم داسی وفرمايل: ای جابره امکان لری ته ژوندی پاته سی تر څو زما يو اولاد ووينی چه نوم ئی محمد بن علی بن الحسين دی، چه خدای (جل جلاله ) نور او حکمت هغه ته وبخښی، زما سلام هغه ته ورسوه.

او د عبد الله بن عطای مکی چه د پوهانو څخه دی نقل سويدی چه وويل: نه می وليدل پوهان چه د هيڅ چا په مقابل کی دومره دکوچنی توب او بی قدری احساس وکړی چه د امام محمد باقر (عليه السلام) په مقابل کی احساس کول، او ما په خپله حکم بن عتيبه په هغه قدر او منزلت وليدل چه لکه يو کوچنی طفل خپل استاذ ته ناست وی. او جابر بن يزيد جعفی په هغه علم او پوهی چه درلود هر وخت يو شی د آنحضرت څخه روايت کاوه داسی تعبير کول: زما د پاره حديث وکړل وصی (اوصياء) او د انبيا د علومو وارث (ميراث وړونکی) محمد بن علی بن الحسين (ع). او عبدالرحمن حجاج د امام صادق (عليه السلام) څخه نقل کړيدی چه  آنحضرت وفرمايل: محمد بن منکدر (د اهل سنت يو عالم) ويل: باورمی نه ورلود علی بن الحسين يو زوی په يادګار پريږدی چه فضل او دانش ئی لکه پخپله د هغه وی تر څو چه د هغه زوی محمد بن علی می وليدل، ومی غوښتل هغه موعظی (پند) او نصيحت کړم ليکن هغه زه ئی موعظی کړ لم، اصحاب ئی ورته وويل: په څه شی تائی موعظی وکړل؟ وويل: زه په هغه ساعت چه هوا ډير ګرمه وه د مدينی د باندی تللی وم، پر لاری محمد بن علی می وليدل، هغه يو قوی شخص ؤ ومی ليدل د دوو غلام پر اوږو څنګ وهلی ؤ، ما د ځانه سره وويل:  د قريش د مشرانو يومشر پدی حال او پدی ګرمه هوا د دنيا د مال لاس ته راوړل د پاره د باندی راوتلی دی، اوس هغه به موعظه کړم.

پدی قصد هغه ته نژدی سولم اوو می ويل خدای (جل جلاله) ستا کار اصلاح (صحيح) کړی، مشر د قريش د مشرانو پدی حال پدی ګرمه هوا د دنيا د غوښتنی د پاره د کوره څه راوتلی دی، که مرګ پدی حال تا ته درسی څه به وکړی؟ آنحضرت لاس د هغه دوو غلام د اوږو څخه ايسته کړل او په پښو ودريدل او ويل: په خدای (جل جلاله) قسم که مرګ پدی حال ماته راسی د خدای (جل جلاله) د اطاعت او عبادت په حال د دنيا څخه تللی يم، ځکه چه پدی ګرمه هوا کار کوم د دی د پاره چه خپل لاس د خلګو وخواته او لکه تا اوږ د نکړم، بلی زه يواځی د يو حالته څه بيريږم، او هغه يو حال دی چه مرګ ماته راسی او د ګناه او د خدای (جل جلاله) د نافرمانی په حال کی به يم، نو آنحضرت ته مي وويل: خدای (جل جلاله) تاسی رحمت کړی ومی غوښتل تاسی موعظه کړم، ليکن تاسی و ماته پند راکړی.

د امام محمد باقر (عليه السلام) کلام (خبری):

پدی ځای دغه لنډه مقاله دامام محمد باقر (ع) په دوو حديث پای ته رسوو.

1-    آنحضرت د خپل پلرو د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) څخه روايت کړيدی چه فرمايلی دی: ډير مشکل کارونه دری دی. لومړی: د دينی ورونو مرسته په مال کی. دوهم: هغه چه د خلګو په مقابل کی د انصاف خوا ولری. دريم: د خدای (جل جلاله) ياد په هر حال.

2-    حسن بن صالح وائی: د امام محمد باقر (عليه السلام) څخه می واوريدل چه وفرمايل: يو ځای سوی ندی يو شی په بل شی چه ښه او بهتر تر يو ځای کيدل د نرمی او صبر په علم او پوهی وی.

په پای کی  بيا هم دغه لوی مناسبت وټولو شيعيانو ته تبريک ويلی او اميد لرو موږ ټول د هغه سعادت ولرو چه د آنحضرت د شيعيانو په شمير راسو

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.