د امام مهدی علیه السلام د عمر اوږدوالې

د امام مهدی علیه السلام د عمر اوږدوالې
 

يو له هغو بحثونو څخه چې د امام مهدي(عليه السلام) د ژوند سره تړلي دي، د هغه د عمر د اوږوالي بحث دے، ځينو خلکو ته دا پوښتنه مخې ته کيږي چې څنګه ممکنه ده چې يو انسان دومره اوږد ژوند ولري.[1]

د دې پوښتنې اصلي علت دا دے چې نن سبا چې په نړۍ کښې کوم د خلقو عمرونه دي هغه محدود عمرونه دي او که ډېر زيات شي نو اتيا، سل کاله وي.[2] او ځينې کسان د داسې عمرونو په اوريدلو او ليدلو سره په يو اوږد ژوند باور نشي کولې يا دا ډېره لرې خبره ګڼي که نه وي  نو اوږد ژوند لرل د عقل او د انساني علمونو له نظره يو ناممکن شې نه دے او پوهان د بدن د ټوټو په لوستلو سره دې حقيقت ته رسيدلي دي چې ممکنه ده چې انسان ډېر زيات کلونه ژوندې پاتې شي او تر دې چې ضعيف او بوډا هم نشي.

برناډ شاؤ وايي:

يو له هغه اصلونو څخه چې د بيالوجي پوهان په ګډه قبول کړې دے، هغه دا ده چې د انسان د ژوند لپاره څه حد نشي معين کيدې او تر دې چې وروسته ژوندي پاتې کيدل هم يو داسې مسئله ده چې حد نه لري.[3]

پروفيسر اټينګر ليکي:

زما په نظر کښې د ټيکناجۍ په پرمختګ سره او هغه کار سره چې مونږ شورو کړے دے د پويشتمې صدې خلک به په زرګونو کاله عمر کولاي شي.[4]

دې ته په پام سره د پوهانو دا کوښښ کول چې په ضعيفۍ او بوډاوالي برلاسي شي او اوږد ژوند وکړي، د دې ښوونه کوي چې د دې شي امکان شته او په دې لاره کښې يې کامياب ګامونه اوچت شوي دي او نن هم په نړۍ کښې داسې کسان کم نه دي چې د مناسبې هوا، اوبو او خوراک په وجه او د مناسب کار او نورو عواملو په سبب د هغوي عمرونه 150 کاله او کله تر دې هم زيات وي او دا خبره د پام وړ ده چې اوږد ژوند د انسانانو په تاريخ کښې بيا بيا تجربه شوې دے او اسماني او تاريخي کتابونو کښې د داسې انسانانو ذکر شته چې نوم او نښې نښانې يې روښانه دي او عمرونه يې د نن زمانې د خلکو په نسبت ډېر زيات اوږده وو.

په دې هکله ډېر کتابونه او مقالې ليکلې شوي دي چې د بيلګې په توګه ځينې ذکر کوو:

1. په قران کريم کښې يو ايت دے چې نه يوازې دا چې د عمر اوږد والې څرګندوي بلکه د دې خبر ورکوي چې هميشنې عمر (تل پاتې عمر) امکان لري او په هغه ايت کښې خداې پاک د حضرت يونس(عليه السلام) په هکله فرمايي:

که هغه (يونس) د ماهي په خيټه کښې تسبيح نه وه کړے نو د قيامت تر ورځې به د ماهي په خيټه کښې پروت ؤ.[5]

د ځمکه پيژاندو په اصطلاح کښې عمر هميشنې نومولې شوې دے او د انسان او ماهي لپاره د قران کريم له نطره امکان لري.[6]

2. قران کريم د حضرت نوح(عليه السلام) په هکله فرمايي:

په ريښتيا چې مونږ نوح د خپل قوم لورې ته وليږه نو 955 کاله يې د هغوي په مينځ کښې تېر کړل.[7]

هغه څه چې په ايت کښې راغلي دي د هغه د پيغمبرۍ وخت دے او د ځينو روايتونو پر اساس د هغه عمر 2450کاله اوږد ؤ.[8]

او له دې خوندوره خبره دا ده چې له امام سجاد (عليه السلام) څخه په يو روايت کښې نقل شوي دي چې فرمايي:

په امام مهدي (عليه السلام) کښې د نوح (عليه السلام) غوندې يو سنت او طريقه ده او هغه د هغوي د عمر اوږدوالې دے.[9]

3- او د حضرت عيسی (عليه السلام) په هکله فرمايي:

او هغه يې هيڅکله نه دے مړ کړې او پانسي يې نه دے کړې بلکه خبره دي ته ګډه وډه ده، يقينا هغه يې نه دے وژلې، بلکه خداې پاک هغه خپل خوا ته اوچت کړې، چې خداې پاک طاقتور حکمت والا دے.[10]

ټول مسلمانان د قران او احاديثو په استناد سره په دې باور دي چې عيسی (عليه السلام) ژوندې دے او په اسمانونو کښې دے او د امام مهدي (عليه السلام) د ظهور په وخت به ځمکې ته راځي او د هغه مرسته به کوي.

امام باقر (عليه السلام) فرمايي:

په دې کار والا (امام مهدي (عليه السلام)) کښې د څلورو پيغمبرانو سنتونه (طريقې) دي او له حضرت عيسی (عليه السلام) يو سنت لري او هغه دا چې وايي: هغه مړ شوې دے پداسې حال کښې چې هغه ژوندې دے.[11]

له قرانه پرته په تورات او انجيل کښې هم د اوږدو عمرونو خبره راغلې ده، په تورات کښې راغلي دي:

د "ادم (عليه السلام)" د ژوند ټولې ورځې نهه سوه او ديرش کاله وې چې مړ شو... د "انوس" ټولې ورځې نهه سوه او پنځوس کاله وې چې مړ شو... او د "قينان" ټولې ورځې نهه سوه او لس کاله وې چې مړ شو بيا د "متوشالح" ټولې ورځې نهه سوه او نهه شپيته کاله وې چې مړ شو...[12]

دې ته په پام سره تورات په ښکاره د داسې خلکو په شتون اعتراف کوي چې عمرونه يې اوږده (يعنې له نهه سوه کاله زيات) دي.

په انجيل کښې هم يو عبارت شته چې دا ښايي چې عيسی (عليه السلام) وروسته له دې چې په دار وخوت (پانسي شو)، بيا ژوندې شوې دے او اسمان ته ختلې دے.[13] او يو وخت کښې به بيا راکوزيږي او دا منلې شوې خبره ده چې د هغوي عمر له دوه زره کالو زيات دے.

په دې بيان سره روښانيږي چې يهوديان او عيسايان ټول د عمر په اوږدوالي باوري دي ځکه چې په خپل کتاب عقيده لري او له دې ورتېره چې اوږد عمر د علمي او عقلي نظره د قبليدو وړ دے او تېر تاريخ کښې ډېرې بيلګې لري، د خداې پاک د نه ختميدوونکي قدرت له اړخه هم د ثابتيدو وړ دے، د ټولو اسماني دينونو په عقيده د عالم ټولې ذرې د خداې په اختيار کښې دي او د ټولو سببونو او علتونو اثر کول د هغه ارادې پورې اړه لري او که هغه ونه غواړي نو سببونه او علتونه له خپل اثر پاتې کيږي او همدارنګ که وغواړي بې له سببه او عام علته څيزونه پيدا کوي.

خداې پاک هغه څوک دے چې له غره څخه اوښ جوړوي، د حضرت ابراهيم (عليه السلام) لپاره اوور سړوي او د موسی (عليه السلام) او د هغه د لارويانو لپاره درياب وچوي او د اوبو د دوو ديوالونو تر مينځ هغوي تېروي.[14]

نو ايا هغه خداې دا توان نه لري چې د انبياؤ او وليانو وروستنۍ ذخيره او ټولو نيکانو د هيلو ځاې او هغه څوک چې د قران اخرنۍ ژمنه به ترسره کوي، هغه ته يو اوږد ژوند ورکړي او ايا خداې له دې خبرې ناتوان دے.

امام حسن مجتبیٰ (عليه السلام) فرمايي:

...خداې پاک د هغه (مهدي) عمر د غيبت په وخت کښې اوږدوي او بيا خداې پاک په خپل خدايي قدرت سره، هغه د ځوانې په عمر کښې له څلويښتو کالو نه کم عمر کښې ښکاره کوي چې د خلکو مرسته وکړي، او خداې په هر څه قدرت لري.[15]

دې ته په پام سره د دولسم امام عمر د بيلابيلو علمي عقلي او تاريخي نظرونو په رڼا کښې يو ممکن او منلې شوې شې دے او له دې ټولو خبرو پرته د خداې پاک د ارادې او قدرت يوه بيلګه ده.

ياداښت

(1) نن چې مونږ په 1425 هجري کال کښې يو. نو دې ته په پام سره چې د امام مهدي (عليه السلام) زوکړه په 255 هجري کال کښې شوې ده نو اوس زمونږ د امام مهدي عمر 1170 کاله دے.

(2)  البته نن سبا هم څه له پاسه سل کاله عمرونه شته دي چې نسبتاً ډېر کم دي.

(3)  . کتاب "د امام زمان د اوږد ژوند راز" کښې راغلي دي، ليکوال علي اکبر مهدي پور 13 مخ.

(4) د مجله دانشمند " 6 کال، 6 شمېره، 147 مخ.

(5) د الصافات سورې 144 ايت.

(6) له نيکه مرغه، د ماډاګاسکر په ساحل کښې د هغه ماهي په راوتلو سره چې 400 ملينه کاله زوړ ؤ،د ماهي د ژوندي پاتې کيدو خبره يې خلکو ته څرګنده کړه.

(7)  د عنکبوت سورت 14 ايت.

(8)  کمال الدين 2 ټوک، 46 باب، 3 حديث، 309 مخ،

(9)  کمال الدين 1 ټوک، 21 باب، 4 حديث، 591 مخ.

(10) د نساء سورت 157 او 158 ايتونه.

(11) بحار الانوار 51 ټوک، 217 مخ.

(12) کتاب: "زندۀ روزګاران" 132 مخ (له تورات څخه په نقل، د پيدايښت د سفر پينځم باب، 5- 32 ايتونه. (د فاضل خاني ژباړه)

(13)  کتاب: "زندۀ روزګاران" 134 مخ (له عهد جديد څخه په نقل، "د رسولانو عملونه" کتاب

(14)  دا هغه حقيقتونه دي چې په قران کريم کښې راغلي دي د انبياء سورت 69 ايت او د شعراء سورت 63 ايت.

(15) . بحار الانوار 51 ټوک، 109. مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.