نړۍ د ظهور په درشل کې

نړۍ د ظهور په درشل کې
 

په تېرو برخو کې مو د دولسم امام د غېبت او د هغۀ د فلسفې په باره کې خبرې وکړې. د خداے پاک هغه اخيری حجت غائب شو چې د ماحول له جوړېدو او زمينې برابرېدو نه پس به ظاهريږی او نړۍ به د خپلو نېغ په نېغه هدايتونو په رڼا برخه ور کوی. بشريت کولې شول چې د غېبت په دور کې يې داسې عمل کړے وې چې د هغه حضرت (عليه السلام) د زر تر زره ظهور له پاره حالات چمتو شوی وې خو د شيطان د نفسانی خواهشاتو د پېروۍ، له صحيح قرانی تربيت څخه لرې کېدو او د معصوم (عليه السلام) د ولايت او لارښوونې په نه منلو سره په غلط لاره لاړ او هره ورځ يې په دنيا کې د ظلم اوستم نوے بنياد کېښود او د ظلم او تباهۍ لمنه يې لا ارته کړه او د دې لارې په غوره کولو سره ډېر بد انجام ته ورسېد. له ظلم، جور، فساد، تباهۍ نه ډکه نړۍ له اخلاقی او نفسياتی امنيت نه خالی دنيا، له پاکۍ او معنيويت نه لرې ژوند او له تېريو او د بې وسو د حقوقو د پامالوونکو اقداماتو نه ډکه ټولنه د غېبت په دروان کې د انسان د اعمالو نتيجه وګرځېده. هغه حقيقت چې څو صدۍ مخکې د معصومينو (عليهم السلام) په کلام کې يې پېش ګوئی شوې وه.  تور تصوير او انځور يې بيان شوے ؤ.

امام جعفر صادق (ع) خپل يو اصحابی ته وفرمايل:

کله چې وګورئ چې ظلم او ستم خور شوے دے، قران مجيد هېر شوے دے او د خپلو نفسانی خواهشاتو مطابق يې تفسيرونه شوی دی، باطل پرست په حق پرستو برلاسی شوی دی، ايماندارو خلکو خاموشی اختيار کړې ده، د خپلوۍ مزی شلېدلی دی، چاپلوسی زياته شوې، د خېر لارې بې له لارويو او د شر لارې د پام وړ ګرځېدلې دی، حلال حرام شوی او حرام حلال او جائز ګڼل شوی دی، ستر سرمايه او دولت د خداے د قهر (فساد او ګناه) په لاره کې خرچ  کيږی، د حکومت په ملازمانو کې رشوت او بډې رائجې شوې دی، خرابو او ناسمو کارونو داسې رواج موندې دی چې هيڅوک يې د مخنيوی جرات نه شی کولې، د قران مجيد حقائق اورېدل په خلکو بد لګی او د باطلو اورېدل پرې ښه لګی او اسان ښکاری، له خدايه پرته حج ته منډې وهی، د خلکو زړونه لکه د کاڼی کلک شی (رحم او مهربانی ترې ختمه شی)، که څوک د د نېکۍ حکم ورکوی او له بدو لارو چارو نه منعې کول کوی نو ورته ويل کيږی چې دا ستا کار نه دے، هر کال يو نوے بدعت او فساد رامنځته کيږی ( نو هرکله چې ووينې چې د خلکو حالت دا ډول شو) نو د ځان خيال وساته او له پاک ربه له داسې خرابو حالاتو نه د خلاصی او نجات  دعا وکړه ( چې ظهور رانزدې دے) [1]

البته  له ظهور نه د مخکې دور دا تور تصوير د هغه دور د غالبه څېره ده ځکه چې په هم ې دور کې دی چې په دېن باندې په حقيقی معنو کې باوری کسان چې له خداے پاک سره په خپله ژمنه باندې ټينګ اودريږی او د خپلو اعتقاداتو د پولو خيال ساتی او د فساد په ماحول کې نه ګډيږی او خپل برخليک د نورو له بد انجام سره نه تړی چې دغه کسان د خداے پاک ټولو ښه بدګان او د نور د امامانو شيعه (پېروکار) دی چې په روايتونو کې يې ډېر ستائېنه او تعريف شوے دے. دوی خپله هم پاک ژوند کوی او نورو ته هم د پاکۍ بلنه ورکوی ځکه چې دوی په دې ښه پوهيږی چې د نېکو د رائجولو له لارې او د ايمان په عطرو د ماحول په خوشبويه کولو سره کولې شی د امام د ظهور له پاره غوره کارونه وړاندې کړی او د هغۀ د پاڅون او سريزې رامنځته کړی ځکه چې د بدو په خلاف پاڅون هغه وخت ممکن دے چې هغه موعود مصلح ملګری ولری او دا فکر د هغه باطل نظريې چې د زر تر زره د ظهور له پاره د فساد ترويجول ګڼی مخالفه نقطه ده. ايا دا خبره د منلو ده چې د ايمان خاوندان دې د بدو او خرابو کارونو په مخکې خاموشی اختيار کړی چې فساد نور هم زيات شی  او له دې لارې د ظهور له پاره زمينه برابره شی؟ ايا د ښو کارونو، نيکيو، او فضيلتونو ترويج نه شی کولې چې د دې خوبانو د امام ظهور رالنډ کړی؟

   د نېکو کارونو حکم کول او له بدو کارونو نه منعې کول په پرېکنده توګه د هر مسلمان فريضه ده چې په هيڅ ځاے او هيڅ وخت کې ورباندې سترګې نه شی پټېدې نو بيا څنګه کېدې شی چې د ظهور د تعجيل په خاطر د ظلم او تباهۍ رائجوونکے شی؟!

لکه د خداے ګران پېغمبر صلی الله عليه وآله وسلم فرمائی:

د دې امت (مسلمانانو) په اخېر کې به هغه قوم وی چې د اسلام د وړومبيو وختونو د مسلمانانو غوندې اجر به مومی. هغوی به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوی او د فتنې او فساد له خاوندانو سره به جنګيږی. [2]

 له دې نه په تېرېدو هغه څه چې په روايتونو کې يې وضاحت شوے دے له ظلم او ستم نه د دنيا ډکېدل دی چې دا د ټولو انسانانو د ظالمانو د کېدو په معنا نه دی بلکې د خداے پاک لاره به هماغه شان خپل لارويان ولری او د په ډول ډول ځايونو کې به د فضيلتونو د عطرو خوشبوۍ بوی کړې شی.

 نو په دې بنياد له ظهور نه مخکې که څه هم دنيا له تاؤ تريخوالو ډکه ده خو د ظهور په خوږ دور سره به ختمه شی او که وختونه له فساد او ظلم نه ډک دی خو پاک او نېک وسېدل او نورو ته د نېکۍ بلنه ورکول د انتظار کوونکو له پرېکنده وظائفو څخه دی او امام مهدی (عليه السلام) په زر تر زره ظهور کې نېغ په نېغه اغېزه لری.

  دا برخه به د امام مهدی (عليه السلام) په وېنا سره ختمه کړو چې وې فرمايل:

(( شيعه زمونږ ظهور نه ځنډوی مګر په خپلو عملونو او کردارونو سره چې مونږ ته رارسيږی او زمونږ خوښ نه دی او هغه اعمال روا او جائز نه ګڼو)) [3]

ياداښت

(1) اصول کافی ٧ ټوک ٢٨ مخ

(2) معجم الاحاديث امام المهدي ټوک 1 مخ 49

(3) احتجاج ټوک 2، مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.