د غيبت ډولونه (اوږد غيبت

د غيبت ډولونه (اوږد غيبت
 

تر وفاته مخکښې ځينې ملګري امام حسن عسکری علیه السلام ته ورغلل او ورنه يې وپوښتل چې تر تا وروسته به د امام نائب څوک وي. دۀ په ځواب کښې وويل چې ماته په دې حقله د وصيت کولو هيڅ دنده او فرض نۀ دي سپارل شوي. په دې باب د امام مهدي (عج) لخوا هم يو توقيع خپور شوې چې په دې ډول دی.

بسم الله الرحمن الرحيم

"اي علي بن محمد سمري! خدايې پاک ستا په مصيبت ستا وروڼو ته لويې اجر ورکړه تۀ به شپږ ورځې پس له دنيا ځې، نو خپلې چارې راونغاړه او هيچا ته وصيت مۀ کوه چې تر تا ورسته به څوک ځاي ناستی او نائب وي، په تحقيق سره، لويې غيبت (غيبت کبري) پيل شوی دی او زۀ به تر هغې نۀ راڅرګنديږم چې خدايې پاک حکم نۀ وي کړې. او زما ظهور به له يوې اوږدې مودې او له دې ورسته وي چې دنيا له ظلم او زياتي ډکه شي او ډير زر به ځينې کسان له ما سره د رابطې او زما د خاص نائبوالي ادعا وکړي نو خبر اوسئ څوک چې هم د سفياني تر راوتلو او تر “صيحې” مخکښې داسې ادعا وکړي دروغژن و تور لګونکي دي. “و لا حول ولا قوه الا باالله العلي العظيم”

په شپږمه ورځ ښاغلي ابو الحسن سمري له دنېا لاړ او د عتاب و شنې ويالې په څنګ کښې په خلنجي واټ کښې خاورو ته وسپارل شو.د امام خاص نائبانو د خپلې زمانې ډير باوري شريف او متقي کسان وو او د لنډ غيبت په مودې کښې به خلقو د دوي په ذريعه خپلې پوښتنې له امامه کولې او امام به د دوي په وسيله ځوابونه ورکول په هغه وخت کښې له امام سره دا ډول رابطه د هر چا لپاره ممکنه وه او ډيرو کسانو ددغو خاصو نائبانو پو وسيله امام ليدلي هم دي. هغه کرامتونه او معجزې جې د لنډ غيبت په دوران کښې د امام لخوا د دوي د خاصو خائبانو په لاس کيدې، مسلمانانو د امام په  وجود ډاډ منول.

اروښاد شيخ طوسي په “احتجاج” کتاب کښې ليکي: د امام مهدي (عج) هر يو نائب د امام لخوا په څرګند فرمان سره او د مخکښې نائب په ټاکلو سره نائب شوي او مسلمانانو هم تر هغه واخته د هغۀ نيابت نۀ دي منلي تر څو چې يې داسې کرامت يا معجزه نۀ وي وړاندې کړې چې د امام لخوا د هغۀ په نيابت دلالت وکړي. په هر حال د لنډ غيبت په ختميدو سره اوږد غيبت پيل شو او تراوسه دوام لري.

د لنډ غيبت په موده کښې خلقو د خاصو نائبانو په ذريعه له امام څخه خپل مسائل پوښتل خو په نننۍ زمانه کښې دا کار ممکن نۀ دي او خلقو ته پکار دي چې د امام عامو نائبانو په ذريعه له امام څخه خپل مسائل وړاندې کړي او له هغوي ځواب واخلي، په فقهې مسئلو کښې د هغوي د تخصص او د روايت شوو روايتو په وجه د هغوي نظر او ځواب زمونږ لپاره حجت او دليل دي.

ارواښاد کشي ليکي: امام يو توقيع وليکلو چې په هغه کښې يې ليکلي وو:”کوم څيزونه چې ثقات او باوري کسان زمونږ په حواله نقل کوي په هغه کسې هيچا ته شک او ترديد نۀ دي پکار او د هيچا لپاره بانه نشي جوړيدي.پوهه شي چې مونږ خپل رازونه دوي ته ورکړل”همداراز شيخ طوسي، ارواښاد شيخ صدوق او شيخ طوسي د اسحاق بن عمار نه رانقل کړي چې امام مهدي (عج) (د غيبت په موده کښې د خلقو د وظيفې او دندې په حقله) وفرمايل:

وَ أَمَّا الْحَوَادِثُ الْوَاقِعَةُ فَارْجِعُوا فِیهَا إِلَى رُوَاةِ حَدِیثِنَا فَإِنَّهُمْ حُجَّتِی عَلَیْکُمْ وَ أَنَا حُجَّةُ اللَّهِ علیهم (په هغو پيښو او کارونو کښې چې واقع کيږي زمونږ د حديثونو راويانو ته رجوع کوئ دوي په تاسو باندې زما حجت دی او زۀ د خدايې لخوا په هغوي حجت يم.)

دا نوې دستور العمل او منشور د ديني پوښتنو ځوابونو له پاره او مهمه له دې دا چې د امام مهدي عليه السلا م د غيبت په وخت کې د هر يو شيعه خپلې بيلګې او ټولنيزې ذمه واريانو پيژندنه په دې حقيقت ګواه دے چې د امامت او مشرۍ دا نظام د شيعۀ و په مذهب کې هر وخت ژوندې دے. چې په مختلفو حالاتو او ستونزو کې د خلقو د رهبرۍ چارې په ښه ډول تر سره کيږي. او په يوه دور کې هم خپل منوونکي بې له هدايته نه پريږدي بلکې خلقو خپلې ټولې چارې (بيلګې او ټولنيزې) د داسې دين پيژاندو او ديندارو (چې د خلقو د دين او دنيا دواړو امانتدار دي) عالمانو په لاس کې ورکړې  او سپارلې يې دي. چې د اسلامي معاشرې ټولې چارې له هر قسم خطرو نه په امان کې وساتې بيا په خصوصي توګه د نا سمې عقيدې يې محفوظ وساتې.

د امام مهدي عليه السلام د غيبت په وخت کې د دينې عالمانو د اثراتو په هکله امام هادي عليه السلام داسې فرمايي: که داسې عالمان نه وې چې د امام مهدي عليه السلام د غيبت نه پس يې خلق امام ته رابللې او خلق يې خپل امام طرف ته غوښتلې او په محکمو او مضبوطو دليلو يې د خداې پاک دين ملاتړ نه کولې. او که دغه هوښيار او عقلمن عالمان نه وې چې خلق يې د شيطان له وسوسو او انساني شيطانانو او د اهل بيت (عليهم السلام)  د دښمنانو نه ساتلي نه وې نو هيڅوک به د خداې پاک په دين باقي نه وو پاتې خو داسې عالمانو شتون له وجهې د خلقو عقيدې په خپل سمې لارې پاتې شوې دغه عالمان د خداې پاک په زمکه باندې د خداې غوره کسان دي 

ارواښاد طبرسي هم په “احتجاج” کتاب کښې له امام صادق عليه السلام څخه رانقل کړې چې په يو حديث کښې يې فرمايل:

أَمَّا مَنْ کَانَ مِنَ الْفُقَهَاءِ صَائِناً لِنَفْسِهِ حَافِظاً لِدِینِهِ مُخَالِفاً عَلَى هَوَاهُ مُطِیعاً لِأَمْرِ مَوْلَاهُ فَلِلْعَوَامِّ أَنْ یُقَلِّدُوهُ (هر هغه فقيه چې د خپل نفس خيال ساتي (په نفس يې کنټرول وي) د خپل دين ساتونکی وي، د خپلو نفساني غوښتنو مخالف وي او د خپل مولا (او امامانو) د حکم منونکی وي، نو په عوامو لازمه ده چې د هغۀ تقليد وکړي)

په دا ډول د لويې غيبت په موده کښې د مسلمانانو چارې د ولې فقيه په اوږه پريوتې چې پکار ده د هغۀ له نظر سره سمې وشي که څه هم معصومو امامانو مخکښې هم د فتوې، قضاوت او حکم مقام د فقيهانو لپاره ټاکلي ؤ خو د اسلام د فقهاوو مرجعيت او مشري له همدغې تاريخه سره سما پيل شوه او د امام مهدي (عج) تر ظهوره پورې به وي.

ياداښت

1. مستجار: د خدايې کور ته مخامخ او د رکن يماني په خوا کښې يو ځايې دی چې ګناهګاران ورته پناه ور وړي.

2.  بحار ج 51 ص 354.355

3. بحار ج 51 ص 358، 360

4. احتجاج  ص

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.