(۱)د غايب امام فائدې

(۱)د غايب امام فائدې
 

 

په سلګونو کلونو راسې د نړۍ خلک د خداې د حجت د ظهور له فيضه محروم شوي دي او اسلامي امت د معصوم او اسماني مشر له مشرۍ محروم شوې دے.

د هغه پټ شتون او په پټه ژوند کول او د خلکو هغه ته نه رسيدل د نړۍ د خلګو له پاره څه اثر لري او ايا داسې نه شو کيدې چې د ظهور وخت ته نږدې زمانه کښې زيږيدلې وې او په شيعه ؤ باندې د غيبت دا سخت وخت نه وې راغلے.

دا پوښتنه او د دې غوندې نورې پوښتنې هله رامنځ ته کيږي چې انسان د خداې پاک له حجته او د امام له مقامه نه وي خبر.

د امام ځاې او مقام په دې ټول کائنات کښې څه دے؟ او آيا د هغه د وجود ټول اثرات د هغه ظاهر شونې پورې تړلي دي؟ آيا د هغه وجود يوازې د خلکو له پاره دے که نه د هغه وجود د ټولو موجوداتو له پاره اثر او برکت لري.

امام د کائناتو محور

د شيعه ؤ له نظره او د ديني تعليماتو پر اساس امام (عليه السلام) د نړۍ ټولو څيزونو ته د خداې پاک د ګټے رسولو واسطه او وسيله دے هغه د هستۍ په نظام کښې چورلیز او مدار دے او د هغه د وجود نه بغېر عالم او انسانان، پيريان او پرښتې، ځناور او جمادات هيڅ نه پاتې کيږي.

له امام صادق (عليه السلام) څخه وپوښتل شول: آيا ځمکه بې له امامه پاتې کيدې شي؟ هغوي وفرمايل: که ځمکه بې له امامه پاتې شي نو (تباه به شی)ننه به وځي.[1]

دا يوه روښانه خبره ده چې هغه خلکو ته د خداې پاک د پيغام رسولو وسيله دے او د خلکو انساني کمال اړخ ته بوتلوونکې دے او هر نعمت د هغه د وجود په سبب ټولو ته رسيږي، ځکه چې له اوله خداې پاک د پيغمبرانو او بيا د پيغمبرانو د جانشينانو په وسيله خلکو ته هدايت کړے دے.

خو هغه څه چې د معصومينو عليهم السلام په خبرو او حديثونو کښې راغلي دي هغه دا دي چې په عالَم کښې د امام شتون ټولو وړو لويو موجوداتو ته د خداې پاک د هر يو فيض او نعمت د رسيدلو يوه وسيله ده. په يو بل بيان سره به دا ووايو چې هر هغه څه چې خلک يې د خداې پاک له  درګاه تر لاسه کوي هغه د امام عليه السلام په لاس دوي ته رسيږي هم د دې موجوداتو وجود، له امام عليه السلام له برکته دے او هم هغه نعمتونه د امام له برکته دي چې کوم دوي ته رسيږي

زيارت جامعه چې د امامانو د پيژنګلو يوه دوره ده په کښې داسې راغلې دي

 بِکُمْ  فًتًحً اللهُ وً بِکُمْ يًخْتِمُ وًبِکُمْ يُنَزّلُ الغَيْثُ وَ بِکُمْ يُمْسِكُ السّمَاءَ اَنْ تَقَعَ عَلیَ الاَرْضِ اِلاّ بِاِذْنِهِ

(اے لويو امامانو!) خداې پاک ستاسو په وجه (عالم او نړۍ) شورو کړه او هم ستاسو په وجه (هغه) ختموي او ستاسو (د وجود) په وجه باران وروي او ستاسو (د وجود په برکت) يې آسمان له دې ايسار کړې چې په ځمکه راوغورزيږي مګر د هغه په ارادې سره.

نو دې ته په پام سره د امام د وجود اثرات يوزاې د هغه په ظاهر شونې کښې نه دي بلکه په عالم کښې د هغه وجود (په غيبت او پټه اوسيدو کښې هم) د ټولو موجوداتو او د خداې پاک د مخلوقاتو د ژوندي پاتې کيدو سبب دے، او خداې پاک داسې غوښتي دي چې د هغه په وسيله چې لوړ رتبه او پوره او کامل موجود دے، ټولو موجوداتو ته د خداې پاک له اړخه رحمت او برکت ورسوي او په دې کښې د هغه په غيبت او حضور کښې څه توپير نشته بې له شکه ټول د امام عليه السلام له وجوده ګټه اخلي او د امام غيبت په دې کار کښې نه خنډيږي.

او خوندوره خبره دا ده چې کله د امام مهدي (عليه السلام) نه د هغوي د وجود نه د غيبت په وخت کښې د ګټه اخستلو په هکله وپوښتل شو نو ويې فرمايل:

وَ أمّا وَجْهُ الاِنْتِفَاعِ بِی فی غِيْبَتِیْ فَکالانْتِفَاعِ بِالشّمْسِ إذا غَيّبَتْها عَنِ الاَبْصارِ السّحابُ.[2]

زما له وجوده د غيبت په وخت کښې ګټه اخستل لکه د نمر نه د ګټې اخستلو په څېر دي چې کله د وريځو شاته پټ وي.

د امام مهدي (عليه السلام) ځان له د نمر سره تشبيه ورکول او د نمر د وريځو شاته پټيدل ډېر ټکي او نکتې لري چې ځينو ته ترې اشاره کوو.

نمر په شمسي منظومې کښې مرکزيت لري او نورې سيارې له هغه نه تاويږي نو د امام عليه السلام وجود هم د هستۍ د نظام مرکز دے،

وَ بِبَقائِهِ بَقِيَتِ الدّنيا وَ بِيُمْنِهِ رُزِقَ الْوَریٰ وَ بِوجُودِهِ ثَبَتَتِ الاَرضُ والسّمآءْ.[3]

او د هغه د شتون په وجه دنيا باقي ده او د هغه د وجود په برکت عالم روزي خوري او د هغه د وجود په سبب اسمان او ځمکه باقي پاتې دي.

نمر يو ساعت له هم خپله رڼا نه بندوي او هر يو کس چې څومره له نمر سره رابطه لري ګټه ترې اخلي نو د امام عصر (عليه السلام) وجود د هغه ټولو مادي او معنوي نعمتونو واسطه او سبب دے چې د خداې پاک له اړخه انسانانو ته رسيږي خو هر څوک چې له هغوي سره څومره رابطه لري د هغوي د کمالاتو له چينې هغومره ګټه اخلي.

که چيرې دا نمر له وريځو شاته هم نه وي نو ساړۀ او تياره به دا ځمکه داسې کړي چې د اوسيدو قابله به پاتې نه شي هم دا رنګ که چيرې دنيا او عالم د امام له وجوده او شتونه محروم شي (چې د غيبت په پرده کښې هم نه وي) نو سختۍ او بې وسۍ او بيلا بيلې بلاګانې به نور ژوند ناممکنه کړي.

هغه حضرت شيخ مفيد ته په يو ليک کښې خپلو شيعه وو ته فرمايي:

اِنا غَيْرُ مهملينَ لِمُراعاتِکُمْ وَلا تاسينَ لِذِکْرِکُمْ وَلَوْ لا ذالِكَ لَنَزَلَ بکُمْ الله....

مونږ هيڅکله تاسو په خپل حال نه يئ پريښي او هيڅکله مو تاسو هېر نه يئ کړي او که (زمونږ پرله پسې بخښنې) نه وې نو تاسو ته به ډيرې سختۍ او بلاګانې در رسېدلې وې او دښمنانو به تاسو له مينځه وړې وئ.

دې ته په پام سره د امام عليه السلام د وجود نمر په عالم او نړۍ ځليږي او ټولې هستۍ او عالم ته ګټه رسوي او په دې کښې انسانانو ته په بيله توګه مسلمانانو او شيعه امت ته چې د هغوي په شتون عقيده لري، ډيره ګټه او برکت رسوي چې له هغې ځينې بيلګي بيانوو.

هيله او اميد ورکول

 د ژوند له لويو دولتونو څخه يو څيز اميد او هيله ده، هيله د ژوندي پاتې کيدو يوه وسيله او سبب دے هيله د حرکت او په کار د بوختيدو عامل او باعث دے په جهان کښې د امام وجود د دې سبب دے چې مونږ يو روښانه او له شوقه ډک ژوند ته هيله من يو.

شيعه څوارلس سوه کلني تاريخ کښې پرله پسې په بيله بيلو بلاګانو او سختيو کښې راګير شوي دي خو هغه څيز چې د يو لويې طاقت په شکل کښې يې هغوي د دې بلاګانو په وړاندې ودرولي وو او ماتې يې نه وه خوړلې او خپل کوښښ يې کاوۀ هغه هم دا هيله وه چې د يو روښانه راتلونکي وخت هيله وه هاغه راتلونکې وخت چې هغه خيالي او وهمي نه وو بلکه داسې وخت چې هغه نږدې دے او کيدې شي چې نور هم نږدې شي  ځکه چې هغه کس چې د دې پاڅون مشري به کوي ژوندې دے او خپه په رکاب دے او مونږ له پکار دي چې چمتواو تيار اوسو.

د دين او مکتب تل پاتې والې

هره يوه جامعه د خپلې لارې د ادامې له پاره او خپل مقصد ته د رسيدو لپاره يو ښه پوه رهبر او مشر ته اړتيا لري چې د هغه په مشرۍ کښې خلک د صحيح لارې په لور روان شي

د يو رهبر او مشر شتون د خلکو له پاره يو لوې ملاتړ دے چې په يو منظمه توګه په لاس راغلي څيزونه محفوظ وساتي او د راتلونکي پروګرامونو د مضبوطولو له پاره هلې ځلې وکړي يو ژوندې کار کوونکې رهبر سره د دې چې د خلکو تر مينځ نه وي خو بيا هم په خپل کار او د کلي قاعدو په ورکولو کښې څه کمې نه راولي او په بيلا بيلو طريقو سره د منحرفو او غلطو لارو څخه منعې کول کوي.

امام عصر (عج) سره د دې چې په غيبت کښې دے خو د هغه وجود د مکتب او مذهب د حفاظت سبب دے هغه د دښمن له چلونو څخه په پوره خبردارۍ سره په بيلا بيلو طريقو د شيعه ؤ فکري دفاع کوي او کله هم چې چل باز دښمن په بيلا بيلو وسيلو سره د خلکو عقيده او مذهب خرابول غواړي نو لويو او خوښ شويو عالمانو ته د هدايت او ارشاد په وسيله د هغوي مخ نيوه کوي.

د بيلګې په توګه د بحرين شيعه ؤ ته د امام مهدي (عج) هدايت د علامه مجلسي (رح) له ژبې اورو:

په تيره زمانه کښې په بحرين يو ناصبي باچا حکومت کاوۀ او وزير يې شيعه ؤ سره، په دښمنۍ کښې له هغه هم ورتېر ؤ. يوه ورځ وزير باچا ته راغے او يو انار يې ورته راوړ چې په هغې انار باندې خپل پخپله دا ټکي ليکلي وو ’’لا الٰه الاالله، محمد رسول الله و ابوبکر و عمر و عثمان و علی خلفاء رسول الله، کله چې باچا دا وليدل نو ډېر حيران شو او وزير ته يې وويل: دا د شيعه مذهب د باطليدو له پاره يوه غټه او روښانه نښه ده، ستا د بحرين د شيعه ؤ په هکله څه خيال دے!

وزير ځواب ورکړ: زما په خيال په کار دے هغوي حاضر کړو او دا نښه هغوي ته وښايو، که دا يې قبول کړ خو له خپل مذهبه به لاس واخلي او که نه يې کړو قبول نو هغوي ته به وايو چې په دې دريو کارونو کښې يو وکړئ يا د دې خبرې قانع کوونکې ځواب ورکړئ، يا جزيه ورکړئ او يا به مونږ ستاسو سړي مړه کوو او ښځې او بچي به مو قيدوو او مالونه به مو په غنيمت کښې وړو.

باچا د هغه خبره ومنله او د شيعه ؤ پوهان يې راوبلل، انار يې ورته وښودلو او ويې ويل که په دې حقله مو روښانه دليل رانه وړلو نو تاسو وژنم او ستاسو ښځې او بچي زنداني کوم او يا دا چې بايد جزيه ورکړئ شيعه ؤ پوهانو له هغه څخه درې ورځې مهلت وغوښت هغوي له ډيرو خبرو وروسته دې نتيجې ته ورسيدل چې په خپلو کښې د بحرين لس پرهيزګار او ښه کسان خوښ کړل او بيا له هغې لسو يې درې تنه خوښ کړل او له هغه دريو کسو څخه يې يو ته وويل: ته نن شپې صحرا ته لاړ شه او امام زمان عليه السلام ته استغاثه (سوال) وکړه او له هغوي څخه د دې مصيبت د خلاصي لاره معلومه کړه ځکه چې هغه زمونږ امام او صاحب دے.

هغه سړي داسې وکړل خو د امام عليه السلام زيارت يې ونه کړې شو په دويمه شپه يې دويم سړے وليږۀ او هغه هم بې ځوابه ستون شو بيا يې دريم سړے چې محمد بن عيسیٰ نوميدۀ وليږۀ، هغه صحرا ته لاړ او په ژړا سره يې له هغه حضرت مرسته وغوښتله چې کله د شپې آخري وخت شو نو وايې وريدل چې يو سړې هغه ته وايي: اې محمد بن عيسیٰ ولې ته په داسې حال کښې وينم او ولې صحرا ته راوتلے يې؟ محمد بن عيسیٰ له هغه وغوښتل چې په خپل حال يې پريږدي هغه سړي وويل: ای محمد بن عيسیٰ! زه صاحب الزمان يم، خپل حاجت بيان کړه، محمد بن عيسیٰ وويل: که ته د زمانې مولیٰ (صاحب الزمان) يې نو زما له کيسې به خبر يې او زما ويلو ته څه حاجت نه لرې، ويې ويل رښتيا وايې، ته د هغې مصيبت په سبب چې تاسو ته رسيدلې دے دلته راغلے يې، ويې ويل: هو! تاته پته ده چې په مونږ څه مصيبت راغلے او ته زمونږ امام او پناه يې، نو هغه حضرت وفرمايل: ای محمد بن عيسیٰ! د هغه وزير (لعنة الله عليه) په کور کښې د انار يوه ونه ده کله چې ونې تازه انار نيولي وو هغه له خټې د انار قالب جوړ کړ هغه قالب يې په مينځ دوه کړ او د هغې په مينځ کښې يې دا جمله وليکله او بيا يې دا قالب هغې وړوکي انار ته واچولو او ويې تړلو کله چې انار په هغه قالب کښې لوې شو نو هغه ټکي په دغه انار کښې نقش شول، سبا به باچا ته لاړ شې او ورته به وايې چې زۀ ستا ځواب د وزير په کور کښې درکوم، چې کله د وزير کور ته لاړ شې نو فلانکۍ کوټې ته لاړ شه هلته به يوه سپينه ګوتۍ پيدا کړې چې د خاورو جوړ شوي قالبونه هغې کښې دي، هغه باچا ته وښايه، او دويمه نښه دا ده چې باچا ته ووايه چې زمونږ بله معجزه دا ده چې که دا انار په مينځ دوه کړے نو د خاورو ايرو نه پرته به په کښې بل څه نه وي.

محمد بن عيسیٰ له دې خبرو ډير خوشحاله شو او شيعه ؤ ته راستون شو په بله ورځ باچا ته ورغلل او ټول هغه څه چې امام زمان عليه السلام فرمايلې وو ظاهر شول.

د بحرين باچا د دې معجزې په ليدلو سره شيعه شو او د هغه په حکم، مکار وزير قتل کړې شو.[4]

(1) . اصول کافي لومړۍ ټوک 201 مخ.

(2) . احتجاج، 2 ټوک، شمېره 344، 542 مخ.

(3) . مفاتيح الجنان، د عديله دعاء.

(4) . بحار الانوار، 52 ټوک، 178 مخ

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.