(د غيبت ډولونه(لنډ غيبت

(د غيبت ډولونه(لنډ غيبت
 

له مخکې مطالبو نه دا څرګنده شوه چې د امام مهدي عليه السلام غيبت يو ضروري او لازمي کار وو. او دا خبره چې د الهې لارښودو هر يو کار او اقدام د دې له پاره وي چې د خلقو زړو کې ايمان او عقيده مضبوطه شي نو يره دا وه چې که امام مهدي عليه السلام غايب شي نو هسې خو نه چې د امام غيبت سره خلقو ايمان نور هم کمزور شي او خلق له دينه بهر وګرځي. په هم دې وجه هم د امام مهدي عليه السلام غيبت هم د يو پروګرام په ترڅ کی شروع شو او تر اوسه پورې يې دوام ولرل.

له امام مهدي عليه السلام پيدايښت نه څو سوا کاله مخکې هم د امام مهدي عليه السلام د غيبت او د هغه ضرورت په هکله خبرې اترې کيدې. او همداسې د امام هادي عليه السلام او امام حسن عسکري عليه السلام په زمانه کې هم د دوي داوړو امامانو خپلو منوونکوسره رابطه له ډيرو بنديزو سره مخامخ شوه او خلق پوهـ شو چې که امام غايب وي نو څرنګه به ورسره ارتباط لرو. ځکه چې په ډيرو مادي او معنوي امورو او چارو کې به يې هغو کسانو ته مراجعه کوله چې کوم کسان له امام هادي او امام حسن عسکري عليهم السلام له طرفه ټاکل شوي وو. او هغوي ورباندې ډاډ لرل. د امام حسن عسکري عليه السلام له شهادته روسته او د غيبت دوران شروع سره هم د خلقو رابطه خپل امام سره بشپړه ختمه او غوڅه نه شوه بلکې څو خاص نايبانو او څو خاص وکيلانو په وسيله خلقو، خپل امام سره رابطه درلود. اوس به مونږ ستاسو ته د امام مهدي عليه السلام د غيبت هر دواړو دورو ځينې خصوصيات بيانوو.

لنډ غيبت

د يوولسم امام،حضرت امام حسن عسکري عليه السلام له شهادته ورسته يعني د هجرت له 260 کال څخه د هجرت تر 329 کاله پورې يعني قابو 69 کاله د لنډ غيبت دوره وه چې د غيبت دې دورې ته (غيبت صغری) ويلې شي.

په لنډ غيبت کښې له امام سره د خلقو رابطه بشپړه غوڅه نۀ وه خو محدوده وه او هر چا د “خاصو نائبانو” په ذريعه امام ته خپلې ستونزې او مسائل رسول او ځواب يې تر لاسه کولې شو او کله کله يې له امام سره په خپله هم ليدل کيدې شول. دې دورې ته د اوږد غيبت له پاره د چمتو کيدو پړاو ويلې شو. په کوم کښې چې له امام سره رابطه غوڅه شوه او خلقو تر دې ورسته په خپلو چارو کښې عامو نائبانو يعني فقهيانو او د شرعې د احکامو عالمانو ته مراجعه کوله.

کۀ له اوله اوږد غيبت پيل شوې وې نو کيدې شي خلق بې لارې او منحرف شوي وې. خو د لنډ غيبت په دورې سره ذهنونه اوږد غيبت ته تيار شول او اوږد غيبت پيل شو. پر دې سربيره په لنډ غيبت کښې له امام سره د هغۀ د خاصو نائبانو او فقيهانو ملاقاتونو او ورځنې د مسائلو زده کولو د امام مهدي (عج) د زيږيدو او ژوند خبره لا ثابته او پخه کړه او کۀ اوږد غيبت له دغو سريزو او مقدمو پرته پيل شوې وې نو دا مسئله به دومره پخه او روښانه نۀ وه او کيدې شي ځينو خلقو د امام مهدي عليه السلام په وجود کښې شک کړې وې.

خدايې تعالي په خپل حکمت سره لکه څنګه چې مخکښې پيغمبر او امامانو هم ويلي وو، غيبت دوه ډوله کړ، يعني يو لنډ او سپک غيبت چې “غيبت صغري” ورته وايي او تر هغې ورسته اوږد غيبت يعني “غيبت کبري”

څلور نائبان

د لنډ غيبت په دوران کښې څلور تنه لويې کسان او بزرګان د امام مهدي (عج) خاص او ځانګړي وکيلان او سفيران وو چې امام ته به ورتلل او امام يې وکالت تائيد کړې ؤ. او د خلقو ليکلو شوو پوښتنو ته به يې د امام ليکلي ځوابونه راوړل، البته په دغو څلورو وکيلانو سربيره په بيلا بيلو ښارونو کښې د امام نور وکيلان هم وو چې يا به يې د دغو څلورو خاصو نائبانو له لارې امام ته د خلقو مسائل رسول او امام تائيد کړي وو او لکه څنګه چې اروښاد ايت الله سيد محسن امين وايي: دا څلور تنه عام او په ټولو مسائلو کښې د امام نائبان وو خو نور په خاصو او ځينو ځينو مسئلو کښې په دغو عامو وکيلانو کښې محمد بن جعفر اسدي، احمد بن اسحاق اشعري، ابراهيم بن محمد همداني او احمد بن حمزه بن اليسع شامل دي. څلور خاص نائبان دا دي:

1: ښاغلی ابو عمرو عثمان بن سعيد عمري (رح)

2: ښاغلی ابو جعفر محمد بن عثمان سعيد عمري (رح)

3: ښاغلی ابو القاسم حسين بن روح نوبختي (رح)

4: ښاغلی ابوالحسن علي بن محمد سمري (رح)

ابو عمر عثمان بن سعيد(رح)

ابو عمرو عثمان بن سعيد عمري ډير باوري او بزرګ کس او د امام علي نقي او امام حسن عسکري عليه السلام وکيل ؤ، د امام مهدي (عج) په حکم سره د امام حسن عسکري عليه السلام د کفنولو او خاورو ته سپارلو ذمه واري هم دوي په غاړه واخسته، دې د سامرا په عسکر محلې کښې اوسيدۀ او له همدې امله ده ته هم عسکري وايي. د دې لپاره چې حکومتي ماموران پوهه نشي چې  دي د امام وکيل دی، تيل او غوړي به يې خرڅول او کله چې له امام حسن عسکري عليه السلام سره د خلقو رابطه سخته وه نو امام به د دۀ په وسيله خلقو ته د ضرورت سامانونه ليږل. دۀ به سامان د تيلو او غوړو په لوښو کښې اچولو او رساوۀ به يې.

احمد بن اسحاق قمي وايي: امام هادي عليه السلام ته مې عرض وکړ چې زۀ کله دلته يم او کله نۀ يم او که يم هم نو کله ناکله له تاسو سره رابطه ډيره ګرانه وي نو د چا خبره ومنم او اطاعت يې وکړم. امام وفرمايل: ابو عمرو(اسحاق بن سعيد زما باوري او امين کس دی، څۀ چې تاته وايي زما له خلې يې وايي. او څۀ چې در رسوي زما لخوا يې درسوي.)

احمد بن اسحاق قمي وايي: د امام هادي عليه السلام له شهادته ورسته امام حسن عسکري عليه السلام ته ورغلم دوي ته مې هم دا خبره تکرار کړه. دوي هم د خپل ګران پلار په شان وويل: ابو عمرو د تير امام باوري او امين کس ؤ زما هم  دی او تر ما ورسته به هم وي. عثمان بن سعيد عمري له امام حسن عسکري عليه السلام وروسته د امام مهدي (عج) په حکم وکالت او نيابت ته دوام ورکړ. مسلمانانو به خپلې مسئلې هغۀ ته وروړې او هغۀ به خلقو ته د امام ځواب رسولو.

ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري(رح)

عثمان بن سعيد عمري تر وفاته مخکښې د امام مهدي (عج) په حکم خپل ځوې ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري خپل ځاي ناستی او د امام نائب معرفي کړ. محمد بن عثمان بن سعيد عمري د خپل پلار په شان يو ستر شخصيت او په تقوي، عدالت او بزرګوارۍ کښې بې ساري ؤ او تر دې مخکښې هم امام حسن عسکري عليه السلام په هغه او د هغۀ په پلار باور څرګند کړی ؤ.

عبدالله بن جعفر حميري وايي: کله چې عثمان بن سعيد عمري مړ شو نو امام په خپل لاس ليک سره مونږ ته يو ليک راواستوۀ چې پکښې ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري د خپل پلار په ځاي ټاکل شوی ؤ.

عبد الله بن جعفر حميري وايي: له محمد بن عثمان بن سعيد عمري مې پوښتنه وکړه چې امام مهدي (عج) دې ليدلی دی؟ وې ويل هؤ او ورستۍ کتنه مې ورسره د خدايې د کور په څنګ کښې کړې وه فرمايل يې: “اللهم انجز لي ما وعدتني” (خدايه مونږ ته هغه څۀ راکړې چې تا يې ژمنه کړې ده.) هم دا راز مې امام په مستجار 1 “ کښې وليد چې فرمايل يې: اللهم انتقم بې اعدائي (خدايه زما په لاس زمونږ له دښمنانو غچ واخلې).

همدغه شان محمد بن عثمان بن سعيد عمري وايي: امام مهدي (عج) هر کال حج ته راځي، خلق ويني او پيژني يې، خلق هم هغه ويني خو نۀ يې پيژني.

محمد بن عثمان بن سعيد عمري ځانته يو قبر جوړ کړی ؤ او په هغه کښې ېې يو ډول کپړې اچولې وې چې په هغې يې د قران ځينې ايتونه او د امامانو نومونه ليکلي وو، هره ورځ به په دغه قبر کښې کښيناستۀ او يوه سيپاره قران به يې لوستۀ. دغه بزرګوار له مړينې يوه ورځ مخکښې د خپلې مړينې خبر ورکړ او په هماغه ورځ يې له دنيا سترګې پټې کړې، له وفاته مخکښې ورته ځينې لويې عالمان راغلل او دۀ ورته “ابولقاسم حسين بن روح نوبختي” د امام مهدي (عج) بل نائب معرفي کړ او وې فرمايل: دې زما ځاي ناستی دی. دۀ ته رجوع کوئ”2 0 ښاغلي ابو جعفر محمد بن عثمان بن سعيد عمري د هجرت په 305 کال وفات شو.

حسين بن روح نوبختي (رح):

ښاغلي ابوالقاسم حسين بن روح نوبختي د موافقو او مخالفو دواړو په نزد لويې عظمت او حيثيت لرلو. په بصيرت، تقوي، فضيلت او پاکۍ کښې مشهور ؤ او ټولو فرقو ورته خاصه پاملرنه کوله، د دويم نائب محمدبن عثمان بن سعيد عمري په وخت کښې يې د هغۀ لخوا ځينې چارې په غاړه لرلې. محمد بن عثمان بن سعيد عمري د خپل وفات په وخت وويل چې د امام لخوا امر شوې چې تر ما ورسته به ښاغلي ابوالقاسم حسين بن روح نوبختي د هغۀ نائب وي او امام په خپل يو ليک کښې هم هغه خپل نائب ټاکلی دی. ښاغلي ابولقاسم حسين بن روح نوبختي قابو 21 کاله د امام نائب ؤ او تر وفاته مخکښې يې د امام په حکم د نيابت چارې ابوالحسن علي بن محمد سمري ته وسپارلې او د 326 هجري قمري کال د شعبان په مياشتې کښې وفات شو. د دۀ مزار په بغداد کښې دی.(3)

ابوالحسن سمري(رح):

د “منتهي الاعمال” کتاب مولف د امام مهدي (عج) د څلورم نائب ښاغلي ابو الحسن علي بن محمد سمري په باره کښې ليکي: د هغۀ قدر او لوړوالي دومره زيات دی چې بيانولو ته اړتيا نۀ لري. دغه بزرګوار د امام مهدي (عج) په حکم سره له حسين بن روح نوبختي ورسته د امام نيابت او د مسلمانانو په چارو د غور دنده په غاړه واخسته.

اروا ښاد مهندس قمي ليکي: ابو الحسن سمري يوه ورځ خپلو ځينو ملګرو ته وويل خدايې پاک تاسو ته د علي بن بابويه قمي په مصيبت کښې صبر درکړه، هغه په پلانکي وخت له دنيا لاړ. ددۀ ملګرو دغه وخت له ځان سره وليکلو. اوولس يا اتلس ورځې پس خبر راورسيد چې علي بن بابويه قمي په همدغه وخت وفات شوی دی.

علي بن محمد سمري د هجرت په 329 کال له دې دنيا بدرګه شو.

دا څلور واړه نايبان يا امام حسن عسکري عليه السلام په خپله ټاکلي او يا امام مهدي عليه السلام ټاکلي شوي دي او خلقو ته معرفي شوي دي. شيخ طوسي (رح) په خپل کتاب الغيبه کې روايت راوړے دے چې يوه ورځ، اول نايب عثمان بن سعيد سره د څلويښت کسانو سره د امام حسن عسکري عليه السلام کتنې له ورغلل نو امام حسن عسکري عليه السلام خپل ځوې (امام مهدي) دوي ته وښودل او ورته يې وويل زما نه روسته دا ماشوم د ستاسو امام او پيشوا دے او د دې پيروي وکړئ او پوهـ شئ نن نه روسته تاسو بيا دا ماشوم نۀ شو ليدلې تر دې چې عمر يې پورا شي او د غيبت په وخت هر څه چې عثمان بن سعيد وايي ومنئ. او له هغه هر څه حکم را اخلئ ځکه چې هغه د ستاسو د امام ځاې ناستې (جانشين) دے او زمونږ ټول کارونه به د هغه په لاس تر سره کيږي.

په يو بل حديث کې هم له امام حسن عسکري عليه السلام نه نقل شوي دي چې محمد بن عثمان (د امام مهدي عليه السلام دوهم نايب) هم له امام مهدي (عليه السلام) طرفه مقرر شوې دے شيخ طوسي داسې ليکي. د حضرت امام حسن عسکري په حکم سره عثمان بن سعيد هغه مال چې د يمن شيعه ؤ راوړے ؤ راواخست کوم خلقو چې دا حالت وليد نو امام ته يې وويل چې د ستا دې کار سره مونږ عثمان بن سعيد ته عقيده نوره هم پخه شوه او مونږ ته د هغه ستاسو سره مقام معلوم شو. نو امام حسن عسکري وويل ګواه ورکړئ چې عثمان بن سعيد د زما وکيل دے او د دې ځوې محمد بن عثمان به هم د زما ځوې امام مهدي وکيل وي.

دا د امام مهدي عليه السلام د غيبت نه مخکې خبرې دي او د غيبت صغری په وخت کې هم هر يو نايب خپل مرګ نه مخکې بل نايب چې امام مهدي عليه السلام له خوا ټاکلې شوې ؤ خلقو ته به يې ښوو. او معرفي کول به يې

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.