د ظهور نخښې او د ظهور وخت ټاکل

د ظهور نخښې او د ظهور وخت ټاکل
 

لکه څنګه مو چې وويل د امام مهدي (عج) د څلورم خاص نائب ابو الحسن سمري له وفاته وروسته د لويې غيبت دوره پيل شوه او تر اوسه روانه ده. امام مهدي (عج) د خدايې پاک په حکم ددې دورې په پايې کښې راڅرګنديږي. معصومو امامانو په ډيرو روايتونو کښې ويلي دي چې د امام د ظهور او څرګنديدو لپاره وخت نۀ شو ټاکلی بلکې وخت يې يوازې خدايې پاک ته معلوم دی. او د خدايې په حکم به راڅرګنديږي او څوک چې وخت وټاکي دروغژن دی.

"فضيل" له امام محمد باقر عليه سلام څخه وپوښتل: ايا د امام مهدي (عج) د ظهور وخت معلوم دی؟ امام درې ځلې وفرمايل: "کذب اوقاتون" (د وخت ټاکونکي دروغژن دي)

اسحاق بن يعقوت د محمد بن عثمان بن سعيد عمري په وسيله امام مهدي (عج) ته يو ليک واستوۀ ځينې پوښتنې يې ترې وکړې او د ظهور د وخت په حقله يې ترې هم وپوښتل امام وفرمايل:

"و اما ظهور الفرج فانه الي الله تعالي ذکره و کذب الوقاتون" (يعني د امام ظهور د خدايې پاک په حکم سره دي. او څوک چې وخت ټاکي، دروغژن دي.)

البته د وخت د ټاکلو مطلب دا دی چې مثلا ووايي چې سم په فلانکي وخت به وي. دا ډول ټاکنه امامانو رد کړی دی بلکې ځينې نښې يې ښودلي چې له هغو ورسته به امام ظهور کوي.

د ظهور او څرګنديدو نخښې

د امام مهدي (عج) له ظهوره او راڅرګنديدو مخکښې د راتلونکو پيښو په حقله ډير زيات او بيلا بيل روايتونه موجود دي. په ځينو دغو  روايتونو کښې له ظهوره مخکښې د نړۍ د ټولنو په تيره بيا د اسلامي ټولنو د حالت سپړنه شوې ده او په ځنو نورو کښې له ظهور سره نزدې پيښې بيان شوي دي. په ځينو روايتونو کښې خو د ډير عجيبه پيښو ذکر هم شوي دي. خو د دغو ټولو پيښو جاجولو ته د يو لويې کتاب ضرورت دی. زۀ دلته د يو څو نښو ذکر مناسب بولم.

الف: هغه روايتونه چې تر څرګنديدو مخکښې فضا بيانوي:

1: په اکثرو هغو روايتونو کښې چې امامانو پکښې د امام مهدي (عج) د راتللو زيري ورکړی دی دا يې هم جوته کړې چې د امام ظهور به هغه وخت کيږي چې دنيا له ظلم او فسقه ډکه شي او په ځينو روايتونو کښې ويل شوي چې د امام له ظهور سره نزدې به نړۍ په تيره بيا اسلامي ټولنې له ظلم، ګناه، فسق و فجور او له غلطو کارونو ډکه شي او له نورو بدو کارونو سره سره به نوموړي کارونه هم ډير دود شي، د شرابو څښل او د نشه ايزو مواد خرڅلاو به عام په ښکاره وي. سود به دود شي، زنا او داسې نور سپک او فحش کارونه به ښه په ډنډورا کيږي، ظلم، دوکه، نفاق، بډې اخستل، رياکاري، بدعت، غيبت او بې ځايه نيوکې به عامې شي، بې عزتي کول بې حيائي ظلم او زياتې به ډير وي، بې حجابه او بې ستره ښځې به په پړ کيدونکو او نظر راکښونکو جامو او سينګار سره بهر ته راؤځي. ښځې به ځانونه د سړو په شان او سړي به د ښځو په شان جوړوي. او سيګاروي، ښو ته بلل او له بدو منعې کول به خلق پريږدي. مومنان به خوار، لاچاره، بې قدره، بې وسه او غمژن وي او دغو سپکاوو او ګناهانو مخه به نشي نيولي، کفر، الحاد او بې ديني به دود شي او په اسلام او قران به عمل نۀ کيږي. بچي به د مور او پلار بې عزتي او بې احترامي کوي. اؤ ځوروي به يې، لويې به په وړو رحم نۀ کوي، خمس او زکات خو به يا بلکل ورکول کيږي نه، يا به په سمو ځايونو کښې نۀ لګيږي،  کافران او ملحدان به په مسلمانانو بري شي. او مسلمانان به په ټولو چارو او په جامو، وينا کړو وړو او کردار کښې د هغوي تقليد او پيروي کوي. او د خدايې حدونه به هېر کړی شي. داسې نورې ډيرې غميزې او پيښې شته چې په روايتونو کښې ورته اشاره شوې او په دې ورستۍ پيړۍ کښې نښې څرګندې شوي دي.

ب: له څرګنديدو سره نزدې پيښې:

2،3: “د سفياني راښکاره کيدل او په زمکه کښې ددۀ د پوځيانو ښخيدل هغه نخښه چې امامانو پرې ډير زيات ټينګار کړی او په څرګنده يې ويلې ده د "سفياني" راوتل دي د ځينو روايتونو په اساس سفياني د يزيدبن معاويه بن ابو سفيان له نسله او ډير پليت سړی دی نوم يې "عثمان بن عنبه" دی او د نبوت او امامت له کورنۍ سره سخته دښمني لري. مخ به يې سور، سترګې شنې (داسې شنې چې په وهلو شنې شي) او په مخ به يې دانې وي او ډير بدرنګه او ظالم به وي، په شام کښې به چې (دمشق، فلسطين، اردن، حمص او قنسرين) پکښې شامل دي راپاڅي، په چټکۍ سره به پنځۀ ښارونه ونيسي، او له ډيرو سپايانو سره به په عراق کښې د کوفې په لور روان شي د عراق په ښارونو په تيره بيا په نجف کښې به ډير زيات جرمونه او جنايتونه وکړي او د سپايانو يوه ډله به په عربستان کښې مدينې ته واستوي دا سپايان به د مدينې خلق ووژني او مال به يې چور تالا کړي له هغه ځايه به د مکې مخه وکړي او مکه به د خدايې پاک په حکم په زمکه کښې ننو ځې بيا به له دغو واقعاتو ورسته امام مهدي (عج) له مکې مدينې او له مدينې کوفې ته راشي او سفياني به له عراق  شام او دمشق ته وتښتي. امام به ورپسې خپل سپايان وليږي دغه سپايان به يې په بيت المقدس کښې مړ کړي او سر به يې پرې کړي.

4: د سيد حسني راوتل:

د امامانو په روايتونو کښې راغلي دي چې سيد حسني به يو لويې شيعه عالم وي په ايران کښې به د ديلم او قزوين له سيمې راووځي او پاڅون به وکاندي (دی به ډير متقي خدايې پال او لويې کس وي او مهدويت ادعا به نۀ کوي) او يوازې خلق به د اسلام او د امامانو پيروۍ او طريقې ته وربولي. ددۀ تبليغ به پراخ شي او ملګري به يې ډير شي. له خپل وطنه ترکوفې پورې به ټله سيمه له ظلم او ستمه پاکه کړي او د يو عادل باچا په شان به حکومت کوي او له خپلو سپايانو سره په کوفه کښې وي چې خبر به ورته راورسيږي. چې امام مهدي (عج) له خپلو يارانو او منونکو سره د کوفې خواؤ شا ته راغلی دی. سيد حسني به له خپلو لښکريانو سره راؤځي او له امام سره به کتنه وکړي. امام صادق عليه السلام فرمايې چې سيد حسني به پخپله امام مهدي (عج) پيژني خو ددې لپاره چې خپلو يارانو او منونکو ته د امام فضيلت او امامت څرګند کړي، خپله اشنائي به نۀ ښکاره کوي او له امام به وغواړي چې د امامت دليلونه او هغه ميراثونه چې له پيغمبرانو ورته پاتې دي. وښائي، امام به ځينې معجزې وښائي او سيد حسني او منونکي به يې له امام سره بيعت وکړي. يوازې څلور زره کسان به داسې وي چې امام ته به د جادوګرۍ نسبت ورکړي او وبه وايي چې دا جادو او سحر دي. امام به له دريو ورځو نصيحت او لار ښوونې وروسته د هغوي د وژلو حکم ورکړي او هغوي ټول به د امام په حکم ووژل شي.

5: اسماني غږ او انګازه:

يوه بل مشهوره نښه اسماني اواز دی په مکې کښې د امام مهدي (عج) له راڅرګنديدو ورسته به له اسمانه ډير هيبت ناک او ويرونکي غږ پورته شي چې امام او د هغوي نسب او کهول به خلقو ته وروپيژني، دا اواز له الهي ايتونو څخه دي په دې اواز کښې به خلقو ته سپارښتنه وشي چې د امام بيعت وکړئ او له حکمه يې سر مۀ غړوئ، ګني بې لارې به شئ.

6: د حضرت عيسی راتلل:

د حضرت عيسی عليه سلام راتلل او په امام مهدي (عج) پسې مونځ کول. په ځينو روايتونو کښې راغلي دي چې حضرت عيسی عليه سلام به له اسمانه نازليږي او په امام مهدي (عج) پسې به مونځ کوي. د اسلام ګران رسول حضرت محمد (ص) خپلې ګرانې لور بي بي فاطمې(ع) ته فرمايې:

و منا والله الذي لا اله الاهو مهدي هذا الامه الذي يصلي خلفه عيسی بن مريم[1] (او په هغه خدايې قسم چې له هغۀ پرته بل خدايې نشته، ددې امت مهدي له مونږ څخه دي هماغه چې عيسی بن مريم به ورپسې مونځ کوي)

پر دې سربيره نورې نښې نښانې هم شته، خو دا معلومه نۀ ده چې ټولې به پيښيږي او که نه يا ممکنه ده د زمانې مطابق بدلون پکښې راشي. خير دا ځانته يوه موضوع ده او په ځينو روايتونو کښې خو راغلي دي چې هغه نښې چې حتمې او ضروري دي هم کيدي شي چې بدلې شي يوازې هغه څيزونه نۀ بدليږي[2] چې خدايې يې وعده ورکړې ده ځکه چې :

ان الله لا يخلف الميعاد (خدايې د وعدې خلاف ورزي نۀ کوي).

[1]  . اثبات الهدی ج 7 ص 14

[2]  . اثبات الهدی ج 1 ص

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.