څو پوښتنو ته د امام رضا علیه السلام ځوابونه

څو پوښتنو ته د امام رضا علیه السلام ځوابونه
 

له امامه پوښتنه وشوه خدايې پاک څنګه دی او کوم ځايې دی؟ امام وفرمايل: بنياداً دا غلط تصور دی ځکه چې خدايې پاک مکان او ځايې پيدا کړ او پخپله يې مکان نه لرلو او څرنګوالی يې پيدا کړو او پخپله يې څرنګوالی او ترکيب نۀ لرلو. نو خدايې پاک په څرنګوالی او مکان(ځاې) سره نشو پيژندلې او احساس يې نشي درک کولې او له کوم څيز سره ورته قياس او ورته والې هم نشو ورکولې.

خدايې کله پيدا شوی اوموجود شوی دی؟

امام وويل: دا وايه چې کله نۀ ؤ.

د دنيا په حادث والي (يعني دا چې دنيا مخکښې نۀ وه او بيا پيدا شوه) څۀ دليل شتۀ؟

امام ځواب ورکړو چې تۀ نۀ وې بيا پيدا شوې او خبر يې چې ځان دې پخپله نۀ دی پيدا کړې او هغه چا چې ستا په شان دی هم تۀ نۀ يې پنځولې.

ممکنه ده چې خدايې مونږ ته توصيف او تشريح کړې؟

امام وويل څوک چې خدايې پاک په قياس سره توصيف او بيان کړي، تل په ګمراهۍ او تيارو کښې دی او غلطه خبره کوي. زۀ خداي هماغه شان چې ځان يې توصيف کړې او بيان کړي بيا نوم بې له دې چې په ذهن کښې مې د هغه څۀ تصوير يا شکل وي "لا يدرک بالخواص" خدايې پاک د مخلوقاتو په حواسو سره نۀ درک کږي. "ولا يقاس باالناس" په خلقو نۀ قياس کيږي. "معروف بغير تشبيه" بې لا شباهته او ورته والي پيژندلې شي. سره له دې چې ذات او مقام يې ډير لوړ دی. ټولو ته نزدې دی. خو د هغۀ مثال نۀ پيدا کيږي يعني نشو ويلی چې مثلاً نعوذ باالله خداي پاک د پلانکي په شان دی "ولايجوز في قضيه" په خپل حکم او فيصله کښې په چا ظلم او زياتي نۀ کوي او په خپلو نخښو او نښانو پيژندل کيږي.

ايا ممکنه ده چې زمکه بې له حجته او امامه پاتې شي؟

امام ځواب ورکړو که د سترګې د يو رپ لپاره هم زمکه بې حجته او امامه شي نو ټول مخلوق او انسانان به ونغري او تير به يې کړي.

ايمان او اسلام څۀ دي؟

امام وويل: امام باقر عليه سلام فرمايي چې ايمان د اسلام لوړه درجه ده، تقوي د ايمان راوړلو درجه ده او يقين د تقوي لوړه درجه ده او له يقينه لاندې او کم څيز په خلقو کښې تقسيم شوې نۀ دی.

يقين څۀ ته وايي؟

په لويې خدايې توکل او د هغۀ ارادې او غوښتنې ته غاړه کيښودل. د خداي پاک په قضا راضي کيدل او هغه ذات ته د خپلو چارو پريښودل.

عجب (ځان خوښول او ځان منل) چې د انسان عمل له منځه وړي څۀ څيز دي؟

د عجب درجې دي. يوه درجه يې دا ده چې انسان ته خپل بد کارونه ښه ښکاري او په هغو خوشحاليږي او ګمان کوي چې ښه کار يې کړې دی. بله دا چې بنده په خپل خداي ايمان راوړي بيا په خدايې احسان اړوي (چې ما په تا ايمان راوړی دی) حال دا چې منت او احسان اړول د خدايې حق دی.

حضرت ابراهيم ولې وويل "ولکن ليطمئن قلبي" (ددې لپاره چې اطمينان مې وشي) ايا د حضرت ابراهيم په زړۀ کښې شک ؤ؟

نه. حضرت ابراهيم عليه سلام په خدايې يقين لرلو او مقصد يې دا ؤ چې خدايې يې يقين ورزيات کړي.خلق ولی له حضرت امامعلی عليه السلام لرې شول او نورو ته يې مخه کړه، سره دې چې د حضرت امامعلی عليه السلام فضيلتونه او د پيغمبر(ص) په نزد د هغۀ مقام و شان ورته معلوم او څرګند ؤ؟

امام ورته وويل: ځکه چې حضرت امامعلی عليه السلام د هغوي پلاران، وروڼه، ترونه، ماماګان او داسې نور ډير خپلوان چې له خدايې او هغۀ له رسول سره په جنګ وو، وژلي وؤ. دا خبره له حضرت امامعلی عليه السلام سره د هغوي د دښمني، ميرڅۍ او کينې سبب شوه او دا يې نه وه خوښه چې حضرت امامعلی عليه السلام هغوي مشر او لارښود شي خو له نورو سره يې دا دښمني نۀ وه ځکه چې نورو ته د پيغمبر(ص) په نزد او د خدايې له دښمنانو سره په جنګ کښې دا مقام نۀ ؤ حاصل. ځکه خلق له حضرت امامعلی عليه السلام لرې شول او نورو ته يې مخه کړه.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.