د امام رضاعلیه السلام د شهادت کلیزه

د امام رضاعلیه السلام د شهادت کلیزه
 

د حضرت امام علی ابن موسی الرّضا علیه السلام د وجود مشال په داسې کور کې روښانه شو چې د کورنۍ پلار، د خداي پاک پرهیزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام او مور بی بی ئې یوه پاکه او مکرمه بی بی نجمه وه . نجمه خاتون د مراکش یوه ډيره پوهه او شریفه میرمن وه.
نن سبا د حضرت امام رضا علیه السلام سپيڅلی حرم ډیره ولوله او پرتم لري، د امام بزرګوار د شهادت د کلیزې په مناست د بیلابیلو میلیّتونو او کلتورونو په لسګونو زره زیارتوال په دغه پاک او روحاني ځاي کې غونډ شوي، څو د پيغمبر اکرم او د هغه بزرګوار له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه اوعشق نندارې ته وړاندې کړي. له هرې خوا د قرآن پآک د تلاؤت، دعا او لمونځ ځوږ ترغوږو کیږي . د عاشقانوا و زیارتوالو دغه ټول د امام رضا علیه السلام د شهادت په ورځ د هغه بزرګوار په سپيڅلي حرم کې غونډ شوی دی څو په اوښکو سره له خپلو زړونو زنګ پاک کړي او په دغه پاک ځاي کې خپل روح او باطن ته تاند والی وبخښي. زړونه غمجن دي خو د امام رضا په پاک حرم کې د شتون شوق او ولوله نه بیانیدونکې ده، نن د اهل بیت د مینه والو لپاره یو فرصت دی څو د دغو لویانو له آئيډیالونو سره يو ځل بیا بیعت تازه کړي. مونږ هم د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیت وایو او د هغه بزرګوار د برکتناک ژوند په با ب درسره غږیږونو راسره مله ووسئ
د حضرت امام علی ابن موسی الرّضا علیه السلام د وجود مشال په داسې کور کې روښانه شو چې د کورنۍ پلار، د خداي پاک پرهیزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام او مور بی بی ئې هم یوه پاکه، پوهه او مکرمه بی بی نجمه وه . نجمه خاتون د مراکش په شریفې او علمي کورنۍ کې روزل شو ې وه . د امام رضا نامه علی او کنیت ئې ابوالحسن دی. رضا د هغه بزرګوار مشهور لقب دی چې د خوشالۍ په معنا دی. د هغه بزرګوار زوی امام جواد د خپل پلار د دغه لقب په باب فرمائي : خداوند متعال هغه ته د رضا لقب ورکړ ځکه خداي پاک په آسمان او د هغه رسول او معصوم امامان په مځکه ورځینې خوښ وو او همدغه شان د هغه د نیک او ښه خوي او اخلاقو په خاطر له هغه دوستان، دښمنان او خپلوان هم راضي او خوښ وو .
امام رضا علیه السلام د پيغمبر اکرم یو پآک اهل بیت دی چې د امامت په منصب ئې خلکو ته د قرآن او عترت معارف ورزده کول .د هغه بزرګوار علم ، صبر، شجاعت میړانه، عبادت او پرهیزګاري او په یوه کلام کې د هغوي ملکوتي شخصیت تر دې حده ؤ چې د هغوي په وخت کې هیچا د امام بزرګوار د برکتناک شتون په علمی او معنوي مقام کې هیڅ شک نه کاوه او هغه مهال دوي آل محمد صلی ا... علیه وآله وسلم په عالم مشهور شو .

د حضرت امام رضاعلیه السلام په دوران کې اسلامی نړۍ د جغرافیائي پراختیا او اقتصادي ودې او هم علمي پلوه ډير زیات پرمختګونه کړي وو. په عین حال کې په دغه دوران کې هماغه راز د عباسی حکومت ظلم او کړاؤ دوام درلود.  د امام رضاعلیه السلام د امامت پړاؤ له درو عباسی خلیفه ګانو یعني هارون، امین او مامون له حکومتونو سره په یوه وخت ؤ چې مامون د خلافت په اړه د هغه بزرګوار د امامت وروستي پنځه کلونه د عباسی خلیفه د یوه مکار، دوکه باز خلیفه مامون د واکمنۍ سره یوځاي ؤ. هغه د خپل ورور امین له وژلې وروسته قدرت ترلاسه کړ او د خپل وزیر فضل بن سهل له هوښیارتیا څخه په استفادې سره ئې هڅه وکړه د خپل حکومت بنسټونه پیاوړي کړي. په همدې باب مامون امام رضا علیه السلام ته د ولی عهدۍ وړاندیز وکړ څو د پیغمبر اکرم د اهل بیت علیهم السلام د مینه والو نظر ځان ته جلب کړي او خپل حکومت ته د امام رضا د ولایت عهدۍ په سبب رواوالی ورکړي. البته هغه په یوه خاص ظرافت سره هڅه وکړه څو داسې وښئ چې په دغه اقدام سره په نیّت کې خالص دی او د حضرت امام رضا امامت او له هغه سره مینې ته د اعتقاد له پلوه ئې دغه کار کړی دی .
مامون د هغه اعتراض په وړاندې چې د عباسی حکومت د پلویانو له خوا د امام رضا د ولایت عهدۍ په خاطر په هغه وشول. یو لړ مطلبونه بیان کړل چې له دغه اقدامه د هغه موخې روښانوي. مامون وویل ، دغه کس (امام رضا) له مونږه خپل کارونه پټ کړي او خلک خپل امامت ته بولي.  پردې اساس د هغه په ولی عهدۍ سره به خلک د مونږ خدمت ته وبولي او زمونږ په خلافت او سلطنت به اعتراف وکړي او له دې سره به ئې دوستان هم پوه شي چې دغه چاره (خلافت ) له هغه سره نه بلکې له مونږ سره ښائي. پر دې اساس د مامون له نظره که امام رضا د هغه ولی عهدي ومني، نو حتما ئې د بني عباسو خلافت ومانهّ او دا ټکی د هغوي لپاره لوي امتیاز ګڼل کیده، بل ټکی دا ؤ چې مامون فکر کاوهّ، د مامون د ولایت عهدۍ په منلو سره د امام منزلت او مقام کمیږي. ظاهرا د مامون مکر او دوکه له هر نظره بشپړ او حساب شوې وه، خو امام رضا علیه السلام د دغې دسیسې په مقابل کې څه عکس العمل وښوده؟
 د دغې دسیسې په وړاندې د حضرت امام رضا علیه السلام لومړنی غبرګون د مامون د حکومت مرکز مرو ته له تللو ډډه کول وو، تر دې چې د مامون مامورانو امام بزګوار په اجباري ډول بوتلّلو. د لوی عالم شیخ صدوق په لیکل شوي کتاب؛ عیون اخبار الرضا کې نقل شوي دي. امام بزګوار له خپل نیکه بزرګوار حضرت محمد مصطفی (ص) سره د خدآي په آمانۍ لپاره د هغه بزرګوار حرم ته ورغی. څو ځله حرم ته ورغی او ترې راووتّه او بیرته ورغی او په لوړ غږ سره وژړیدهّ. له دې وروسته ئې د کورنۍ غړي راغونډ کړل او له هغوي سره ئې خدآي په آماني وکړه او ورته ئې وفرمائل: زه به بیا تاسو ته بیرته راونه ګرځم.
بل مهم ټکی دا چې امام بزرګوار له ځان سره د کورنۍ یو غړی هم بونه تلو. دغو ټولو موردونو بې شکه هغه کسان چې امام بزرګوار ئې په ښه ډول پيژندهّ په تیره بیا شیعیان چې له امام رضا علیه السلام سره ئې نیغ په نیغه ارتباط درلود، متوجه کول چې امام په اجباري ډول دغه سفر منلی دی.
په ورپسې مرحلې کې امام بزرګوار هڅه وکړه څو په ولایت عهدۍ د هغه په منصوبولو کې د مامون اقدام د خلافت په چارې کې د اهل بیت علیهم السلام د حق د پيژندګلوۍ لپاره د یوه عمل په توګه وښئي . ځکه تر هغه وخته د عباسي او اموي خلیفه ګانو د دغو بزرګوارانو د امامت او خلافت حق نه ؤ منلی. د مامون اقدام په ښه ډول توانیدهّ څو د مخیکینو خلیفه ګانو د لیدتوګو باطلیدا وښئ .
امام رضا علیه السلام په یوه هوښیار اقدام کې په هغې خطبې کې چې د خپلې ولایت عهدۍ له تثبیتیدا مخکې ئې ولوسته، شرط وړاندې کړ چې که ولایت عهدي ومني، نو په سیاسی او روانو چارو کې به هیڅ ډول ګوتې نه وهي، نه به څوګ ګماري او نه به له خپل مقامه څوک لیرې کوي. رسم او روده به هماغه شان وي او یوازې مشورې به ورسره کیږي. په بله وینا هغه بزرګوار به د مامون په جابرانه حکومت کې هیڅ لاسوهنه نه کوي څو د هغه ظالمانه او غیر اسلامی اقدامات د هغه (امام )په نامه ونه لیکل شي او خلک خیال ونه کړي چې امام رضا علیه السلام د عباسی خلافت تائيدوي.
مامون مرو ته د امام بزرګوار له وروستلو وروسته د بیلابیلو عالمانو په شتون سره ډیرې علمي غونډې او مناظرې جوړولې. له دغو علمي مناظرو او غونډو جوړولو څخه د مامون موخه له علم سره د دوستۍ تظاهر ؤ . هغه دغو علمي غونډو ته د امام بزرګوار په مجبورولو سره د امام رضا علیه السلام د علمی قدرت تر اغیز لاندې راوستل وو. خو د هغه بزرګوار لوړو علمی مرتبو او سوئې د مامون لپاره یو لړ ستونزې راولاړې کړې  . شیخ صدوق په دې باب وائي ، مامون د هرې فرقې د لوړې سوئې پوهان او متفکران د امام بزرګوار په مقابل کې درول څو د هغه بزرګوار حجت (د امامت دلیل) د هغوي په وسیله بې باوره کړي او دا د امام او د هغه بزګوار له ټولنیز او علمی منزلت سره د هغه د حسد او کینې ښودنه کوي. خو له هغوي یو کس هم له امام بزرګوار سره نشو مخامخیدلی . له دې پرته چې د هغه له فضل او علمه اغیز من کیدهّ او هغه حجت ته چې د امام له خوا د هغه په ضد اقامه کیدهّ ، د امام بزرګوار د امامت دلایلو ته تسلیمیدهّ . کله مامون متوجه شو چې د دغه ډول مناظرو جوړیدا یوازې د امام رضا علیه السلام د علمی مقام د لاروښانیدا سبب کیږي، نوخطره يې احساس کړه او امام بزرګوار ئې نور زیات محدود کړ.

یوه بله پيښه چې د مامون دسیسه ئې ایشوا کړه، کوچني اختر لمانځه ته د امام رضا علیه السلام تلل وو . مامون له امام رضا وغوښتل څو د اختر لمونځ اقامه کړي . امام ونه منله خو د مامون په زیات ټینګار سره ئې وفرمائل :که داسې وی نو زه به د خپل نیکه بزرګوار حضرت محمد (ص) په شان لمانځه ته لاړ شم . مامون هم ومنله . خلکو تمه درلوده چې امام به هم د نورو خلیفه ګانو په شان په درباري دود او دستور سره او په ډیرو تشریفاتو سره له کوره وځي، خو هغوي ټولو په حیرانتیا سره ولیدل چې امام بزرګوار په لوڅو پښو سره په داسې حال کې چې تکبیر ئې وائه روان شو. امیرانو چې په رسمي جامو سره او د دغه ډول دستورو لپاره په تشریفاتو سره چمتو وو د دغې روحاني صحنې په لیدو سره په یو ناڅاپه له آسونو راکوز شول او له پښو یې بوټان هم وباسل او په تضرع او تکبیر په ویلو سره په امام پسې روان شول. ویل شوي چې فضل بن سهل مامون ته وویل، که امام په دغه ډول کار سره مصلی ته ورسیږي، نو خلک به هغه لیواله شي. ښه دا ده چې له هغه وغواړې بیرته ستون شي. له دې وروسته مامون امام ته یو کس ورولیږّه او له امامه ئې وغوښتل چې بیرته ستون شي. هغه په ښه ډول پوه شو چې د خلکو په نزد د امام رضا محبوبیت ورځ په ورځ په زیاتیدا دی . د خطرې هغه احساس چې مامون له دغې پيښې کړی ؤ، هغه ئې دې فکر ته اړباسهّ چې د امام رضا شتون نه یوازې د هغه لپاره کوم درمل نه کیږي بلکې د هغه په ضد به حالات نور هم راوپاروي. له دې ویرې ئې د هغه بزرګوار لپاره ساتونکي وګمارل څو هغه په ډیر دقت سره تر نظر لاندې وساتي او د هغه بزرګوار په باب خبرونه زر زر مامون ته رسوي داسې نه چې د مامون په ضد کوم اقدام وکړي.
حضرت امام رضا علیه السلام د هغو مسئلو په بیانولو کې چې حق ئې ګڼلې، له مامونه هیڅ ویره نه درلوده ، په ډيرو موردونو کې ئې په ډاګه د مامون پر کارونو نیوکې کولې. په هغو کې یوه دا چې کله هغه په غیر اسلامی هیوادونو کې په پوځي پرمختګ بوخت ؤ، نو مامون ته ئې په خطاب کې داسې وفرمايل: ولې د حضرت محمد مصطفی (ص) د امت په فکر کې نه ئې، او د هغوي اصلاح ته مخه نه کوې؟ دغه تذکرات او یادونې د مامون د غوسې او د امام بزرګوار په نسبت د هغه د کینې او دښمنۍ د ز یاتیدا سبب شوې . پر دې اساس مامون پوه شو چې مرو ته ئې د امام په ورروستو سره د خپلې خوښې نتیجې ترلاسه نه کړائ شوې او که حالات همدغه شان دوام ومومي، نو د هغه لپاره به نه جبرانیدونکي تاوانونه په ځان پسې ولري.
مامون چې د خپل خلافت د ساتنې په لاره کې ئې د نورو له وژلو او کړولو هیڅ ډول ډډه نه کوله، دې ځل ئې هم د خپل خلافت او قدرت د ساتلو په خاطر د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) د یوه پاک لمسی له شهیدولو هم ډډه ونه کړه، او په دې توګه ئې حضرت امام علی ابن موسی رضا علیه السلام هم د خپلو نیکونو په شان ئې له ظلم او ستم سره د مبارزې او د حق ویلو په لاره کې شهید کړ، البته امام بزرګوار هم د خپلو نیکونو په څير د مامون د جابرانه او ظالم حکومت سره د ملګرتیا له ذلته ډک پيټي وړلو ته تسلیم نه شو. او د حق او عدالت د اجرا کولو لپاره ئې خپل ځان قربان کړ.
د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا په تسلیت وئیلو سره د هغه بزرګوار په یوه اززښمن وینا سره خپله دا مقاله هم پاي ته رسوو .حضرت امام رضا علیه السلام فرمائی :
داسې نه چې د آل محمد صلی ا.... علیه وآله وسلم په دوستۍ په تکیې سره نیک عملونه پریږدئ او داسې نه چې په صالحو عملونو په تکیې سره د آل محمد (ص) دوستي پریږدئ، ځکه په دغو دواړو کې په یوازې ځان یو هم نشي منل کیدلی.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.