امام رضا عليه السلام له مدينې څخه تر مرو پورې او په نيشاپور کښې

امام رضا عليه السلام له مدينې څخه تر مرو پورې او په نيشاپور کښې
 

مامون فيصله وکړه چې امام مرو ته راولي او داسې وښئ چې د علويانو او امام ملګری دی. مامون په خپل تظاهر کښې په داسې مهارت سره کار کوؤ چې کله کله به پرې د امام نزدې ملګري هم غوليدل. په همدې وجې امام وفرمايل: ددۀ په خبرو دوکه نۀ شئ، په خدايې قسم زما قاتل به مامون وي. خو زۀ مجبوره يم چې صبر وکړم. مامون په 200هجري کال کښې د امام د ولي عهدۍ په لړ کښې وويل چې امام له مدينې څخه مرو ته راولي.

 د مامون خاص استازی رجاء بن الضحاک وايي: مامون ماته حکم وکړو چې مدينې ته لاړ شم. امام رضا عليه سلام مرو ته راولم. شپه او ورځ يې وڅارم او حفاظت يې بل چاته پرې نۀ ږدم. زۀ په خدايې قسم خورم چې هيڅوک مې ترهغه ډير پرهيز ګار، پاک او د خدايې په ياد کښې ډوب نۀ دي ليدلي.[1]

له مدينې تر مرو پورې د هر ښار او کلي خلقو د هغوي خدمت دځان لپاره وياړ ګڼلو. له امامه به يې ديني او دنياوي پوښتنې کولې او امام به ورته ځواب ورکوؤ.

ابو هاشم جعفري وايي: رجاء بن ابي الضحاک امام د اهواز له لارې مرو ته بوتلو چې کله ماته د امام د راتللو خبر راورسيد نو اهواز ته لاړم او د امام خدمت ته حاضر شوم. د ځان پيژندګلو مې وکړه. دا لومړۍ ځل ؤ چې امام مې ليدلی ؤ، سخت اوړی ؤ او امام ناروغ ؤ، ماته يې وويل چې طبيب راوله. طبيب مې ورته راوستلو، امام طبيب ته يو بوټي وښودلو. طبيب عرض وکړو له تا پرته مې بل هيڅوک نۀ دي ليدلی چې دا بوټی وپيژني دا بوټی څنګه پيژنې؟ په دې وخت او دې سيمې کښې دا بوټي نشته. امام وفرمايل: نو بيا ګني راوړه . عرض يې وکړو ددې پيده کول خو له بوټي هم سخت دي ځکه چې اوس د ګنو موسم نۀ دي او نۀ پيدا کيږي. وې فرمايل: دا دواړه ستا سو په سيمه کښې او په همدې وخت کښې شته له ابو هاشم سره شته او د اوبو د بند په لور لاړ شئ له هغۀ چې تير شئ نو يو درمن ته به ورشئ هلته به يو تور پوستکی سړی وګورئ له هغۀ د دې بوټي او د ګنو د زرغونيدو پوښتنه وکړئ

بو هاشم وايي: په همدې پته لاړو، ګني مو برابر کړل او امام ته مو راوړل امام د خدايې شکر وويست. طبيب له ما وپوښتل: دا سړی څوک دی؟ ومې ويل: د پيغمرانو د سرخيل بچی دی. وې ويل: دپيغمبرانو له علومو او رازونو ورسره څۀ شتۀ؟ ومې ويل: هؤ، داسې خبرې مې ترې ليدلي دي، خو پيغمبر نۀ دی. وې ويل: د پيغمبر وصي دی. ومې ويل: هؤ د پيغمبر له وصيانو څخه دی.

د دې قيصې خبر رجاء بن ابي الضحاک ته ورسيد او خپلو دوستانو ته يې وويل چې که امام په دې ځاي کښې پاتې شي خلق به ورته مخه وکړي ځکه يې امام ډير زر له اهوازه روان کړو.

امام په نيشابور کښې

په نيشابور کښې چې امام د کوم سړي په کور کښې کډه اړوله د هغۀ لور وايي: امام رضا عليه سلام نيشابور ته راغی او د لاشاد په نوم د يوې سيمې په لويديځې محلې کښې يې زما د پلار "پسنده" په کور کښې کډه واړوله.او زما پلار ته به خلقو ځکه پسنده (خوښ کړی شو) ويل چې امام هغه خوښ کړ او دهغوي کور ته راغی. امام زمونږ د کور په يو ګوټ کښې په خپلو مبارکو لاسونو بادام وکرل. دامام په برکت سره يوازی په يو کال کښې د بادامو ونې ميوه ورکړه. خلقو به د دغې ونې بادام د علاج لپاره خوړل او چې د کومې ناروغۍ د علاج په نيت به يې خوړل هغه به ښۀ کيدۀ.[2]

د امام يو نزدې ملګري اباصلت هروي وايي: زۀ له امام رضا عليه سلام سره ؤم کله چې امام له نيشاپوره تللو په يو کچر سور ؤ، محمد بن رافع، احمد بن ابحرث، يحيي بن يحي، اسحاق بن راهويه او ځينې نور عالمان راغونډ شوي وو. د امام د کچر جلب يې ونيوۀ او وې ويل: تاسو ته ستاسو په پلار او نيکونو قسم درکوؤ مونږ ته داسې حديث ووايئ چې پخپله مو له خپل پلاره اوريدلی وي.

امام وفرمايل: زما پلار د خدايې پاک غوره بنده موسی ابن جعفر عليه سلام ماته وويل چې پلار يې جعفر بن محمد صادق عليه سلام له خپل پلار،محمد بنعلی باقر عليه سلام،هغه له خپل پلارعلی بن الحسين سيد العابدين عليه سلام، هغه له خپل پلار يعني د جنت د ځوانانو له سردار امام حسين عليه سلام او هغه له خپل پلار يعنيعلی بن ابيطالب عليه سلام نه نقل کړي ده چې فرمائي ما له حضرت محمد (ص) واوريدل چې فرمايل يې د خدايې فرښتې جبرائيل وويل: خداي پاک فرمايلي دي: "زۀ يو بې ساری يم له ما پرته بل خدايې نشته. زما عبادت وکړئ، څوک چې په اخلاص سره ګواهي ورکړي چې له ما پرته بل خداي نشته نو زما په کلا کښې داخل شو او څوک چې زما په کلا کښې راننوځي زما له عذابه به بچ وي"

 په يو بل روايت کښې اسحاق بن راهويه چې پخپله په دغه غونډه کښې ؤ، وايي: امام له دې ورسته چې وې فرمايل: خدايې فرمايلي دي: "څوک چې په اخلاص سره ګواهي ورکړي چې له ما پرته بل خدايې نشته نو زما په کلا کښې داخل شو او څوک چې زما په کلا کښې راننوځي له عذابه به بچ وي". لږ څۀ مخکښې لاړو او بيا يې وفرمايل:"بشروطها و انا من شروطها" يعني د خدايې په يووالي ګواهي ورکول به له عذابه د بچ کيدو ضمانت دی خو په ځينو شرطونو سره، او شرط پکښې مونږ يو يعني د زمونږ د امامت او ولايت منل دي.[3]

 په نورو تاريخونو کښې راغلي دي چې کله امام دا حديث ويلو نو د نيشابور په ښار کښې چې په هغه وخت د خراسان صوبې يو لويې او اباد ښار ؤ او بيا مغلو چور تالا کړو. د خلقو رش دومره زيات ؤ چې د خلقو د شوق او جذبې په اوازونو کښې د امام د حديث اواز نۀ شو اوريدلی. بالاخره د خلقو په شور او زوږ کښې امام حديث ولوستۀ او څلوښت زرو کسانو هغه د کاغذ سينې ته وسپارۀ.

هروي وايي: امام له نيشابوره راووت او په "دره سرخ" کښې د ماسپښين مانځۀ ته کوز شو. اوبۀ يې وغوښتې، خلقو ورته وويل چې اوبۀ نشته. امام په خپل مبارک لاس سره زمکه وکنله، يوه چينه روانه شوه. او امام او ټولو کسانو د چينې په اوبو اودس وکړو (دا چېنه تراوسه شته) چې کله "سنا باد" ته ورسيد يو غر ته يې ډډه وهله چې د هغه ځايې خلقو ددغه غر له کاڼو لوښي جوړول او وې فرمايل: اي خدايه خلقو ته له دې غرۀ ګټه ورسوه. او په هغو لوښو کښې چې له دې غرۀ يې جوړوي، برکت کيږدې. بيا يې وويل چې زما ډوډۍ په دې کښې پخوئ (امام به ډوډۍ بې تکلفه بې سته او کمه خوړه) بيا په طوس کښې د حميد بن قحطبه طائي کور ته ورغي او هغې ګنبت ته ننوت چې هارون الرشيد پکښې ښخ ؤ.د هارون د قبر يوې خوا ته يې په لاس کرښه راکاږله او وې فرمايل: دا زما قبر دی زۀ به دلته ښخيږم او ډير زر به خدايې پاک دا ځايې زما د مينه والو او ليوالو زيارت او د تګ راتګ ځايې وګرځوي.

غرض دا چې امام مرو ته ورسيد او مامون هغه په يو خاص او جدا کورکښې ديره کړ او ډير عزت يې ورکړ.

[1]. بحار  ج  49 ص  91  عيون اخبار الرضا ج 2 ص 178

[2]. عيون اخبار الرضا ج 2  ص  131

[3]. عيون اخبار الرضا ج 2  ص 

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.