د مامون وړانديز، د امام رضا علیه السلام منفي دريځ او د ولي عهدې جشن

د مامون وړانديز، د امام رضا علیه السلام منفي دريځ او د ولي عهدې جشن
 

د مامون وړانديز

مرو ته د امام تر رارسيدو ورسته مامون هغۀ ته پيغام وليږۀ چې غواړم له خلافته څنګ ته شم او تا ته يې وسپارم ستا څۀ نظر دی؟ امام ونۀ منله، مامون يو ځل بيا پيغام واستوۀ چې زما لومړۍ وړانديز خو دې ونۀ منلو نو مجبوره يې چې زما ولي عهدي ومنې. امام په کلکه دا وړانديز هم رد کړو. مامون امام ځانته راوغوښت او په يوې ځانته ناستې کښې يې چې فضل بن سهل ذوالرياستين هم پکښې ؤ. امام ته وويل: زۀ غواړم چې خلافت او د مسلمانانو چارې تاته حواله کړم،امام ونۀ منله مامون د ولي عهدۍ وړانديز تکرار کړو بيا هم امام ونۀ منلو.

      مامون وويل: عمر بن خطاب د خلافت لپاره له ځانه وروسته د شپيږو کسانو يوه جرګه جوړه کړه چې يو پکښې ستا نيکهعلی ابن ابي طالب ؤ. حضرت عمر حکم وکړو چې څوک هم مخالفت وکړي سر دې يې پرې کړی شي. نو تۀ هم بله لار نۀ لرې يوازې دا چې زما يو وړانديز ومنې. مامون په دې مطلب سره امام ته اشارتاً وويل چې که زما وړانديز دې ونۀ منلو نو سر ته دې خطره ده.او امام په زور او مجبورۍ سره ولي عهدي ومنله او وې ويل: ولي عهدي منم خو په دې شرط چې امر کوونکې، منعې کوونکې، مفتي او قاضي به نۀ يم. څوک به نۀ ګمارم، او نۀ به يې لرې کوم او په هيڅ شي کښې به بدلون نۀ راولم. مامون دا ټول شرطونه ومنل او په دې طريقې سره يې په امام خپله ولي عهدي وتپله چې په دې ډول هم امام تر څارنې لاندې وساتي چې خلق ورته رانۀ شي او هم علويان او د امام ملګري په ارام کړي او د خپل حکومت بنيادونه مضبوط کړي.

ريان بن صلت وايي د امام رضا عليه سلام خدمت ته ورغلم او عرض مې وکړو ای د ګران رسول الله صلي الله عليه و اله  بچيه! ځنې کسان وايي چې تاسو د مامون ولي عهدي قبوله کړې ده، سره له دې چې له دنيا ډډه کوئ او دلچسپي پکښې نۀ لرئ. وې فرمايل: خدايې ګواه دي چې دا کار زما خوښ نۀ ؤ خو د ولي عهدۍ او مرګ په منځ کښې راګير ؤم، يعني يو اړخ ته مرګ ؤ او بل اړخ ته ولي عهدي. مجبوراً مې ومنله. تاسو نۀ يې خبر چې يوسف عليه سلام د خدايې پيغمبر ؤ او د ضرورت په وخت د مصر باچا د خزانې وزير شو اوس هم ضرورت ؤ او په ما لازمه وه چې زور او مجبورۍ سره د ولي عهد مقام ومنم. پر دې سر بيره ما دا مقام قبول کړی دی خو ددې مقام شرائط مې نۀ دي منلي نو خدايې ته به زاري کوم او له هغۀ به مرسته غواړم.

محمد بن عرفه وايي: امام ته مې عرض وکړ: ولې مو ولي عهدي  منله؟ وې فرمايل: په هماغه وجه چې زما نيکهعلی يې مجبور کړ چې په شوره کښې شرکت وکړي.[1]

ياسر خادم وايي: وروسته له دې چې امام ولي عهدي منلې وه، ومې ليدل چې لاسونه يې اسمان ته پورته کړي وو او ويل يې: اي خدايه! تۀ خبر يې چې ما له ناچارۍ او مجبوريۍ دا مقام قبول کړو نو ما په دې مۀ نيسه لکه څنګه چې دې خپل بنده او پيغمبر يوسف عليه سلام مواخذه نۀ کړ.

د امام(ع) منفي دريځ

امام په ظاهره ولي عهدي ومنله خو عملاً يې نۀ وه منلې ځکه چې دا شرط يې لګولې ؤ چې هيڅ مسئوليت او ذمه داري به نۀ لري او په کارونو کښې به مداخله نۀ کوي. مامون دا شرطونه منلي وو خو کله کله به يې کوشش کوؤ چې ځينې کارونه په امام وتپي او امام د خپل لاس اله کړي خو امام به سخته مقابله کوله او له هغۀ سره به يې ملګرتيا نۀ کوله.

      معمر بن خلاد وايي: امام رضا عليه سلام راته وويل چې مامون ورته وويل ماته داسې باوري کسان وښايه چې د هغو ښارونو حکومت ورته ورکړم چې زما په خلاف پاڅيدلي دي هغۀ ته مې وويل: کۀ تۀ په خپل شرط وفا وکړې نو زۀ به هم په خپلې ژمنې باقي پاتې شم. زۀ په دې شرط ولي عهد شوی ؤم چې څوک په کوم مقام ونۀ ګمارم او لرې يې ترې تۀ کړم او ستا مشاور او صلاح کار هم نۀ ؤم. په خدايې قسم زۀ د خلافت په خيال او فکر کښې نۀ ؤم. کله چې په  مدينه کې ؤم نو په خپلې سورلي به سوريدم او تګ راتګ به مې کوؤ. ښار والو او نورو کسانو به ماته خپل حاجتونه او اړتياوې وړاندې کولې او ما به پوره کولې زۀ له هغوي سره داسې ؤم لکه خپل خپلوان چې په خپلو کښې وي او په ټولو ښارونو او سيمو کښې به زما ليکونو ته په درنه سترګه کتې شول، تا ما ته له هغه نعمته زيات چې خدايې راکړي دي څۀ نۀ دي راکړې او که څۀ راکول غواړې، هغه هم د خدايې لخوا دې" مامون وويل زۀ په خپلې ژمنې ولاړ يم.

د ولي عهدۍ جشن

ورسته له دې چې امام په دغو شرائطو ولي عهدي ومنله مامون خلقو ته د اعلانولو، د سياسي ګټو او ددې څرګندولو لپاره چې ډير خوشحاله دی، يو جشن جوړ کړ او د زيارت ورځ يې د خپلو درباريانو محفل راوبلۀ ټولو ته يې وويل: چې شنې جامې (چې د علويانو دوديزه جامه وه) واچوئ او د زيارت په ورځ د امام د بيعت لپاره دربار ته راشئ.

د زيارت په ورځ درباريان، سپايان، قاضيان او ټولې پرګنې راغونډې شوې او امام هم په خاص ځايې کښې چې د هغوي لپاره يې جوړ کړی ؤ کښيناست. شنې جامې يې اغوستې وې او توره ورسره وه. مامون حکم وکړو چې تر ټولو مخکښې دې د هغۀ ځوي عباس بن مامون د امام بيعت وکړي، امام لاس هسک کړو د لاس مخ يې د خلقو خوا ته ؤ او شا يې د امام د مخ طرفته وه. مامون وويل: لاس دې د بيعت لپاره اوږد کړه، امام وويل پيغمبر(ص) به داسې بيعت کوؤ. خلقو د امام بيعت وکړو امام هماغه راز لاس بره نيولې ؤ. په دې غونډه کښې پيسې وويشل شوې او شاعرانو او وينا کوونکو د امام د فضائلو او د مامون ددې کار په حقله خبرې وکړې. بيا مامون امام ته وويل چې تاسو هم خلقو ته څۀ ووايئ.

امام له حمد و ثنا ورسته خلقو ته وفرمايل: مونږ د پيغمبر(ص) لخوا په تاسو حق لرو او تاسو هم د پيغمبر(ص) په خاطر زمونږ په غاړه حق لرئ. نو کله چې تاسو زمونږ حق ادا کړئ، په مونږ هم لازمه ده چې ستا سو حق ته په درنه سترګه وګورو" امام په دې مجلس کښې نور څۀ ونۀ ويل. مامون حکم ورکړ چې په درهمونو باندې دې د امام رضا عليه سلام د نامې مهر ولګول شي.

[1]  . عيون اخبار الرضا ج 2  ص 

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.