امام رضا عليه السلام او د وخت حکومت

امام رضا عليه السلام او د وخت حکومت
 

د امام رضا عليه سلام د امامت په وخت د هارون الرشيد او د هغۀ د دوؤ زامنو امين او مامون حکومت ؤ يعني لس کاله د هارون د حکومت ورستي کالونه او پنځۀ پنځۀ کاله د مامون او امين حکومت.

امام رضا عليه سلام د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته خپل امامت او بلنه څرګنده کړه او په بې باکۍ سره يې د امت لارښونه پيل کړه. د هارون په وخت کښې سياسي فضا دومره خرابه او سا ډوبونکې وه چې حتی د امام ځنې نزدې ملګري ددې بې پروايۍ په وجه د امام د سر او ژوند انديښمن وو.

 محمد بن سنان وايي: د هارون د حکومت په دوران کښې مې امام رضا عليه سلام ته عرض وکړو تاسو خپل امت څرګند کړی دی او د خپل پلار په ځاي ناست يې، حال دا چې د هارون له تورې وينې څاڅي. وې فرمايل: کوم څيز چې زۀ په دې کار کښې بې باکه کړي يم، د پيغمبر خبره ده چې وې فرمايل: که ابو جهل زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نوګواه اوسئ چې زۀ پيغمبر نۀ يم. وايم چې که هارون زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نو زۀ امام نۀ يم. همداسې وشوه څنګه چې امام  فرمايل ځکه چې هارون ته دا فرصت هډو په لاس ورنرغی چې امام ته خطره پيښه کړي او بالاخره هارون د ايران په ختيځ کښې د هلو ګلو په وجه له خپلو سپايانو سره خراسان ته په تګ مجبوره شو. په لاره کښې ناروغه شو او د هجرت په 193 کال په طوس کښې مړ شو.

 له هارونه ورسته د امين او مامون ترمينځ په ګدۍ باندې سخت اختلاف شو، هارون له ځانه وروسته امين د خلافت لپاره ټاکلی ؤ، او له هغۀ يې ژمنه اخستې وه چې له ځانه وروسته مامون خليفه کړي او د امين د خلافت په وخت به د خراسان صوبې حکومت هم د مامون په لاس کښې وي خو امين د هارون له مرګه وروسته د هجرت په يو سل څلور نويم کال کښې مامون له ولي عهدۍ لرې کړو او خپل ځوې موسی يې ددې مقام لپاره نامزد کړو.[1] غرض دا چې د امين او مامون ترمينځ له سختو جګړو وروسته امين د هجرت په يو سل اتۀ نويم کال  کښې ووژل شو او مامون خليفه شو.امام رضا عليه سلام په دغه موده کښې د خلافت د دربار له جګړو استفاده وکړه او په سوړ او مطمئن زړۀ سره يې د خپلو منونکو ښوونه او روزنه وکړه.

مامون له ټولو عباسي خليفه ګانو وښيار او مکار ؤ، سبق يې ويلی ؤ او له فقې او نورو علومو خبر ؤ او کله کله به يې مناظرې هم کولې. البته د هغه وخت په مروجو علومو باندې د هغۀ پوهه هم د هغۀ د انساني ضد سياستونو په پرمختيا کښې مرستندوې وه. په دين او اسلام هيڅ پابند نۀ ؤ او په عياشۍ او فسق و فجور کښې يې له نورو خليفه ګانو هيڅ کم نۀ لرل. البته د نورو خليفه ګانو په نسبت به يې په احتياط سره ګام پورته کولو او په چل ول او دوکې سره به يې خلق غولول، د خپل حکومت د بنيادونو د غښتلتيا لپاره به کله کله فقهاوو سره هم کښيناستو او ديني بحثونه به يې هم کول.

له قاضي يحي بن اکثم سره (چې يو رذيل او پليت سړي ؤ) د مامون دوستي د هغۀ په فاسقيدا ښۀ دليل دي يحي بن اکثم داسې سړی ؤ چې په ټولنه کښې په دومره بدو او سپکو کارونو مشهور ؤ چې قلم يې هم له ليکلو شرميږي او مامون ورسره د نشو او تماشو يار ؤ او تر دې افسوسناکه دا چې هغه يې د اسلامي امت لويې قاضي وګمارولو او د حکومت په چارو کښې به يې هم ورسره مشورې کولې.

 په هر حال د مامون په زمانه کښې په ظاهره علم او تعليم خپريدۀ، پوهانو او محققانو ته به د خلافت مرکز ته د ورتللو بلنې ورکيدې او هغه انعامونه چې مامون پوهانو او عالمانو ته ورکول د هغۀ په لور د محققانو او پوهانو د ورماتيدو سبب شول.بحثونه او مناظرې به کيدې او د علمي مذاکرو بازار ګرم ؤ.

 پر دې سربيره مامون کوشش کوؤ چې په ځينو کارونو سره د امام ملګري او منوونکي ځانته راکاږي اصولاً مامون د هارون په جرمونو غلطو کارونو ظلمونو او د خلقو په روحيې باندې د هغوي ناوړه اثراتو ته په پام سره هڅه کوله چې د بلوا او پاڅون فضا ختمه کړي او خلق خوشحاله وساتي چې د خلافت ګدۍ يې له لاسه ونۀ اوځي نو د حالاتو تقاضه وه چې خلق خوشحاله کړي او داسې وښئ چې د خلقو د چارو په سمولو مشغول دی او له نورو خليفه ګانو سره توپير لري.

[1]  . تاريح ابن اثير  ج 6  ص 

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.