د امام رضا عليه السلام ولي عهدي

د امام رضا عليه السلام ولي عهدي
 

مامون ته د خپل ورور له ختمولو او د ګدۍ له سمبالولو ورسته حساس شرائط او حالات پيدا شول ځکه چې د هغۀ حکومت په تيره بيا په بغداد کښې چې دعباسي حکومت مرکز ؤ، په لړزان ؤ همداراز د عباسيانو د پلويانو لخوا چې د امين غوښتونکي وو او په "مرو" کښې يې د مامون حکومت له خپلو ګټو سره مطابق نۀ ګڼلو، ورته سخته خطره وه، له بلې خوا د علويانو بلوا هم د مامون حکومت ته يو ګواښ ؤ ځکه چې د هجرت په 199 کال کښې د علويانو يو محبوب کس محمد بن ابراهيم طبا طبا د ابو السرايا په ملګرتيا پاڅون وکړ او ځينې نور علويان هم په عراق او حجاز کښې پاڅيدل ځينې ښارونه يې ونيول او قابو له کوفې تر يمنه پورې بلوا او هلې ګولې وې چې مامون په ډيرو زياتو کوششونو سره غلي کړي شوې همدغه شان ممکنه وه ايرانيان هم د علويانو ملګري شي ځکه چې ايرانيانو هم خلافت د حضرت امامعلی عليه السلام د کورنۍ حق ګڼلو.

 مامون چې يو مکار او چالاک سړی ؤ، له ځان سره سوچ وکړو چې د امام رضا عليه سلام په شان يو کس ته د ولي عهدۍ په ورکولو سره د خپل حکومت څپڅپانده بنيادونه کلک کړي چې په دې کار سره د علويانو د بلوا مخه هم ونيسي او په ايرانيانو هم خپل خلافت ومني. څرګنده خبره ده چې امام رضا عليه سلام ته د ولي عهدۍ ورکول يو تللی سياسي چل او سازش ؤ ګني څوک چې د حکومت لپاره خپل ورور قتل کړي او په فسق و فجور او ظلم زياتي کښې له چا شاته نۀ وي دومره ښۀ سړي نۀ شي کيدی چې له خپل خلافته تير شي د هغۀ په مکر او چل ول تر ټولو ښۀ شاهد خلافت ته د امام غاړه نۀ کيښودل دي او که مامون په خپل عمل او خبره کښې ريښتوني وي نو امام به خلافت ته ضرور غاړه ايښې وه. نور داسې شاهدان هم شته چې مامون په خپله خبره کښې رښتوني نۀ ؤ زۀ دلته ځينو ته اشاره کوم:

1: مامون داسې جاسوسان ګمارلي وو چې په امام څارنه وکړي. او د هغۀ د ټولو کارونو رپورټ مامون ته ورکړي. دا پخپله له امام سره د مامون د دښمنۍ او په امام باندې د هغۀ د بدګمانۍ يو دليل دی. په اسلامي روايتونو کښې راغلي دي: هشام بن ابراهيم راشدي امام ته يو نزدې کس ؤ او چارې د هغۀ په لاس کښې وې. خو چې کله امام مرو ته راوستل شو هشام له مامون او د هغۀ له وزير فضل بن سهيل ذوالريا ياستين سره رابطه وکړه او هيڅ به يې له هغو نۀ پټول. مامون هغه د امام د عامو تعلقاتو چار واک کړ. هشام به په امام سختي کوله او هر څوک په تيره بيا د امام ملګري به يې ورته نۀ پريښودل او که پريښودل به يې هم نو چې کومې خبرې به ورسره امام کولې د مامون جاسوسانو به هغه رسولې.

2: همدا راز جعفر بن محمد بن الاثعث په هغو ورځو کښې چې امام په خراسان کښې او له مامون سره نزدې ؤ. امام ته پيغام ورکوي چې د هغۀ ليکونه له لوستلو ورسته وسوزوي چې د نورو لاس ته ور نۀ شي او امام د هغۀ د اطمينان لپاره فرمائي: ستا ليکونه به له لوستلو ورسته وسوزوم.

3: امام په هماغه ورځو کښې چې په ظاهره ولي عهد ؤ، د احمد ين محمد بزنطي په ځواب کښې ليکي: .... چې تا د کتنې اجازت غوښتي دی، ما ته راتلل ګران دي او دوي په ما سختي کوي اوس ملاقات ممکن نۀ دی انشاء الله ډير زر به موقعه په لاس راشي.

4: مامون پخپله هم په ځينو ځايونو کښې خپلو ملګرو او خپلوانو ته د امام په حقله د خپلو اصلي موخو اعتراف کړې او خپل نيت يې څرګند کړې دی.

مامون د خپل يو درباري حميد بن مهران او د ځينو عباسيانو چې هغه يې امام رضا عليه سلام ته د ولي عهدۍ ورکولو په وجه غندلي ؤ په ځواب کښې وايي:دا سړي له ما څخه لرې او پټ ؤ او خلق به يې ځان ته رابلل مونږ وغوښتل چې خپل ولي عهد يې کړو چې خلق مونږ ته راوبلي او زمونږ د سلطنت او خلافت اعتراف وکړي او د هغۀ ليوال پوهه شي چې کومه ادعا چې هغۀ کوله په هغۀ کښې نشته، دا خلافت زمونږ حق دی دهغۀ نه. زۀ ويريدم چې که هغه په خپل حال پريږدم نو بلوا او کړکيچ به جوړ کړي او داسې حالات به منځته کړي چې مونږ به يې مخه نشو نيولی او مقابله به ورسره سخته وي." نو مامون امام ته د ولي عهدۍ يا خلافت په ورکولو کښې صادق نۀ و. او په دې سياسي لوبې کښې يې نور مقصدونه لټول. هغۀ غوښتل چې له يوې خوا امام په خپل رنګ کښې رنګ کړي او د امام تقوي او پرهيزګاري خرابه کړي او له بلې خوا امام که له خلافت او ولي عهدۍ څخه هره عهده هم ومنۍ د مامون په ګټه به وي ځکه چې که امام خلافت منلی وی نو مامون به ورسره شرط کيښودو چې هغه ولي عهد کړي بيا به يې خپل مقام مضبوط کړې او امام به يې شهيد کړی وی او که امام ولي عهدي منله نو د مامون خلافت بيا هم په ځايې ؤ.

امام په حقيقت کښې دريمه لاره غوره کړه او سره له دې چې په زور سره يې ولي عهدي ومنله په خپلې خاصې رويې سره يې داسې کار وکړ چې مامون خپلو هدفونو ته يعني امام ته په نزدې کيدو او د خپل حکومت په مشروعيت او جواز کښې کامياب نشي.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.