د امام موسی کاظم د شهادت کلیزه په مناسبت د هغه سیرت او اقتصادي لارښونې

د امام موسی کاظم د شهادت کلیزه په مناسبت د هغه سیرت او اقتصادي لارښونې


د دین پيغمبران او مخکښان د خداي پاک د مهربانۍ او په نړۍ کې د رحمت اولارښونې سرچینه ده. دوی د تاریخ په تورتمونو کې د مشال په څیر ځلیږی څو انسان د هدایت لاره له جهالت او ځان منامۍ بیله کړی. تر اووسه پورې دغو غوره الهي کسانو لارښونې د حقیقت غواړو د زړونو روښآنه کونکی دی. نن له هغو د یوه لوی شخصیت د شهادت کلیزه ده د ۱۸۳ قمری کال په همداسې ورځې اسلامی نړۍ د اسلام د لوی پيغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) د یوه پاک لمسي په شهادت کې په ویر کې ډوبه شوه. هغه بزرګوار چې په کاظم یعنی د غوسې په څښونکي مشهور ؤ پخپل ټول ژوندکې ئې په صبر او زغم سره له ټولو کړاؤنو او مشکلاتو سره مقابله وکړه . د حضرت امام موسی کاظم علیه السیلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په تسلیت وئيلو سره پر محمد اوآل محمد د ورود او سلام لیږو او د هغه بزرګوار د ژوند د کتاب یوه پاڼه راسپړو، په دې هیله چې تر پایه راسره ملّ ووسئ .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په ۱۲۸ قمري کال کې له مدینې ښارسره نزدې په آبواء ټاټوبی کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل پلار بزرګوار حضرت امام صادق علیه السلام له شهادته وروسته په شل کلنۍ کې تر ۳۵ کلونو پورې د اسلام د امت د لارښونې دنده ئې په غاړه واخسته. د امام کاظم دور د عباسی واکوالانو د ظلم او کړاؤ له لومړنۍ مرحلې سره یوځای وو.

 امام کاظم علیه السلام د عباسیانو په بند کې ترکلونو ډير سرسخت شرائط اوکړاؤنه وزغمل. په دې توګه چې د خپل ژوند وروستی څلور کلونه ئې د عباسی خلیفه هارون په بندونوکې تیرکړل. عباسی واکوالان په ښه توګه پوهیدل چې د هغوي په لاس کې خلافت داسې حق دی چې په چلول او دوکو سره ئې د پیغمبر له اهل بیت علیهم السلام څخه غصب کړی دی. دوی د حکومت لپاره د پیغمبر اکرم د اهل بیت او امامانو پر استحقاق او وړتیا خبر وو او کله نه کله ئې پرې اقرارهم کاوه، خو د هغوي لپاره له مقام او شتمنۍ څخه سترګو پټول چې زړونه ئې په دنیا پورې تړلی وو آسان کارنه ؤ. په دې توګه حتی دې ته حاضر شول چې د امام کاظم علیه السلام په څیر لوی شخصیت ترکلونو پورې په بند کې وساتی او بلاخره د هغه بزرګوار د مقام او حیثیت او نفوذ څخه په ویرې کې ئې هغه بزرګوار شهید کړ. هغه څه چې د امام کاظم علیه السلام د شهادت سبب شول، له ظالمو پاچایانو سره د هغه بزرګوار مخالفت او د ټولنې په سویه د الهی حکمونو پر اجرا ټينګار ؤ .

د عباسیانو د حکومت په وخت کې په بیلابیلو اړخونو کې ظلم او بې عدالتۍ له اقتصادی او ټولنیزې چارو رانیولې تر سیاسی او کلتوري چارو پورې ټوله تر سترګو کیدلې. په دغه پړاؤ کې د حکومت ډیر مالونه او شتمنۍ چې له عامو خلکو سره ئې اړه درلوده په عادلانه ډول په هغوی کې نه ویشیدل او بیت المال یوازې د عباسی واکمنانو د بخښنې او ډالیو او دغه راز په دربارې جشنونو او لګښتونو کې خرڅ کیدل. بد اقتصادی وضیعیت او د خلکو اقتصادی وضیعیت ته پام نه کولو، له ځان سره ډیرې ناسمې ټولنیزې او کلتوري نتیجې درلودې. په هغو کې یوه نتیجه کاذبو او حرامو کارونو او ګوشه نشینۍ ته مخه کول وو. په همدې دلیل امام موسی کاظم په دې زمینې کې روښانه کولو ته مخه کړه څو د خلکو لپاره په اقتصادی ډګر کې د دین اصول بیان کړی . پر دې اساس متوجه کیږو چې په اسلام کې د امام او رهبر د لارښونې دایره عبادی او اخروي مسئلو ته محدوده نه ده . دا موضوع د اسلام د دین د جامعیت له امله ده چې د انسان د دنیا او آخرت نیکمرغي په نظر کې لری .

د امام موسی کاظم غوره اقتصادی لارښونې هغو کسانو ته د مشورو ورکولو په چوکاټ کې وې چې فکري مرستې ته ئې اړتیا درلوده. په ځینو موردونو کې هم هغه بزرګوار پر ځینو کسانو په اقتصادي چارو کې د تیروتنو په دلیل نیوکې کولې. اوس هم د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د اقتصادی نظرونو په اړه درسره غږیږو.

د امام موسی کاظم په سیرت او اقتصادی لارښونو کې خورا مهم اصل، پر مینځلاریتوب تکیه او له افراط او تفریطه ډډه کول وو. امام بزرګوار په دې باب فرمآئي؛ هر څوک چې اقتصاد او اعتدال رعایت کړی او قانع شي، پر هغه نعمت باقي پاتیکیږی او هر څوک اسراف وکړي نعمت به هم له لاسه ورکړي.

د امام بزرګوار له نظره له الهي نعمتونوغوره استفاده دا ده چې د اعتدال په رعایتولو سره او د ضرورت په اساس وی. دا موضوع د انسان لپاره د نعمت تل پاتې کلي (چابی)ده . امام موسی کاظم هیڅ کله ځان بې دلیله له الهي مهربانیو او حلالو نعمتونو نه محروماوه ّ . او له هغو کسانو سره ئې چې د آخرت د نیکمرغۍ د تامینولو لپآره دنیا پریږدي، مخالفت کاوهّ او په همدې دلیل ئې په یولړ خبروکې فرمايلی دي؛ له مونږه نه دی هغه څوک چې دنیا د خپل آخرت او آخرت هم د خپلې دنیا لپاره پریږدی.

امام بزرګوار پرهغو کسانو چې ځانونه ئې په ظاهري زهد پوښل او د خداي حلال ئې پر ځان حرام ګرځول اعتراضونه کول. البته امام موسی کاظم هماغه ډول چې له تصوّف پالنې ئې ډډه کوله، د تجملاتو، د دنیا له پړک پړوک سره ګروهنه او له آخرته تښته هم نفي کوله .

امام موسی کاظم علیه السلام له ډيرو زیاتو ټولنیزو مسئولیتونو او ستونزو سره سره د کار په ډګر او اقتصادي چارو کې هم ډیره هڅه کوله. البته د الهي پيغمبرانو او والیانو عملی سیرت دا ؤ چې د ژوند پيټی ئې پخپله پر اوږو اوچتاوهّ . امام بزرګوار هم د ژوند د ضروریاتو د تامینولو لپاره پر نورو پورې اړونده نه ؤ اود معاش لپآره ئې په خپلو مځکوکې کرهڼيزو چارو ته مخه کوله . دغې چارې دنیا ته د امام بزرګوار د فکر ډول او له آخرت سره د هغه په زړه پورې رابطې ښودنه کوله . او پرهغو منحرفو تفکراتو ئې چې کار او تولید ئې له روحي کمالاتو سره په تضاد کې ګڼل د باطلیدا کرښه راوکښله . هغه بزرګوار خپل یوه ملګری ته وفرمايل، هر څوک له حلالې لارې د خپلې روزۍ تکل وکړي څو ځان او خپله کورنۍ تامین کړی، د هغه چا په څیر دی چې د خداي په لاره کې ئې جهاد کړی دی.

امام موسی کاظم علیه السلام پر دې سربیره چې پخپله د اقتصاد په هڅې او د تولید په ډګرکې مخکښ ؤ ، د تولیدونکو او کروندګرو ئې هم ملاتړ کاوه . له هغو دیوالیه شویو او تاوان موندونکو سره د امام بزرګوار ډيرې مرستې چې اقتصاي ژوند ئې ګډوډ شوی ؤ، له هغو د ملاتړونو یوه بیلګه ده . یوه ورځ امام موسی کاظم له هغه کروندګر سره په مرستې کې چې کرهڼې ئې تاوان موندلې ؤ پر هغې اصلی سرمائې سربیره چې له لاسه ئې ورکړې وه هغه ګټه هم ورکړه چې کروندګر ئې په تمه ؤ . د دې په ترڅ کې چې هغه ته له خپل معنوي ملاتړونوګټه ورکړي، د هغه په کارکې د برکت لپاره ئې ورته دعا هم وکړه

هغه څه چې د امام موسی کاظم په اقتصادی سیرت کې پرې ډیر ټينګار شوی دی ، په کار کسب او تولید کې رواؤ او سمو آوزارونو او عواملو ته اهمیت ورکول دی .امام بزرګوار په تولید کې هرډول اقتصادي پراختیا او پرمختګ نه تائيداوهّ . هغه حضرت په وسایل الشیعه نومې کتاب کې د داؤد په نامه خپل یوه ملګری ته وفرمایل؛. ائ داؤده ، حرام مال وده او پراختیا نه مومی او که وده وکړي نو برکت پکې نه وی او له هغو هرڅومره انفاق وشی، خدای ئې اجر نه ورکوی او له هغو هرڅه چې پاتې شی جهنم ته د تلو لپاره د انسان وسیله ده .

امام بزرګوار د اقتصادی فعالیتونو پر رواوالي تر دې حده ټينګار درلود چې حتی خپل ملګری ئې د عباسیانو له ظالمو واکوالانو سره له اقتصادي ملګرتیاؤ منع کول . په هغو کې یو مثال دا چې صفوّان چې یو پرهیزګارکس ؤ او خپل اوښان يې د حج د سفر لپاره هارون ته په کرایه ورکول، له دغه کاره منع کړ. د حضرت امام موسی کاظم په ځلانده سیرت کې له اقتصادی انحرافاتو او فسادونو سره د هغه بزرګوار د مبارزو یوه روښانه پاڼه تر سترګو کیږی. امام موسی کاظم په ځلونو په ظالمو او دنیا پالوعباسی واکوالانو د عمومی مالونو او بیت المال په غله کولو سخت اعتراضونه او نیوکې کولې. هم دا راز هغه بزرګوار خپل ملګری په معاملو کې له دوکومنع کول . د امام موسی کاظم یو ملګری هشام بن حکم وائي ، یوه ورځ د هوا په یخې سیورې کې د شیانو پر پلورلو بوخت وم او تیاره کیدونکي وه ، امام بزرګوار زما له څنګه تیریدهّ نو زه ئې ولیدم چې شیان خرڅوم . هغه بزرګوار لږ تم شو او زما وخوا ته راغی او وې فرمايل:، ائ هشام په کمې رڼا کې معامله مه کوه چې د دوکې او یا د درغلۍسبب کیږی او دا مسئله حرامه ده.

د امام موسی کاظم د اقتصادي لارښونو په ټولګو پوهیږو چې په اسلام کې د تولید او مصرف او کار کسب هدف یوازې د مادی اړتیاؤ تامینول اولازیاتې ګټې نه دی . انسان د اسلامی تعلیماتو په چوکاټ کې باید له دنیاوي کارونواو چارو څخه په ښې استفادې سره خپل نهائي هدف یعنی معنوی او روحې کمالاتو او الهی قرب ته رسیدا په نظر کې ولری او په اقتصادی فعالیتونو کې انسانی او اخلاقی اصول هم رعایت کړی . :،

سلام وي پر تا ائ د ما مولا، ائ موسی بن جعفراوپرتادې د خداي رحمتونه اوبرکتونه وي ؛،

یوځل بیا د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د تلسیت په ویلو سره له الله تعالی دعا کوو چې خداي پاک دې مونږ ټولو ته د امام موسی کاظم علیه السلام په لارې د تلو توفیق راپه برخه کړي (آمین یا ربّ اللعالمین)
اړونده منځپانګې
    د مومنانو د قبرونو زيارت د (( قران مجيد )) او (( سنت )) له نظره
    د وهابيت مسلک د باني د ژوند حال
    د اصول عقاید کتاب آخري خبره
    په اسلامي علومو کې د شيعيانو رول
    دوه لوي کتابونه
    د اهل بيتو (ع) ميراث
    د شيعه مذهب جغرافيا
    د تشيع تاريخچه
    موقته واده (متعه)
    د وير مراسم او د هغو فلسفه
    د پيغمبرانو او د امامانو د قبرونو زيارت(پّه لنډه توګه)
    په کومو ځايونو کې تقيه حرامه ده
    تقيه او د هغې فلسفه
    قانوني خلا نيشته
    د اجتهاد باب تل پرانستی دی

 

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.