د امام رضا(ع) زوکړه

د امام رضا(ع) زوکړه
 

د امام رضا (ع) زوکړه

د هجرت د 148 کال د ذي قعدې د مياشتې په يولسمه نيټه په مدينه کښې د امام موسی کاظم عليه السلام په کور کښې يو ماشوم ويزيږدۀ چې له خپل پلاره وروسته د ايمان علم او امامت د ډګر تاريخ جوړونکې شو نوم يې پرې علی کيښود او په رضا مشهور شو. د مور نوم يې بي بي نجمه دی چې په پوهې ايمان او تقوي له لوړو ميرمنو څخه وه.[1] حقيقت دا دی چې ټول امامان د ډيرو لوړو پلارانو او ميندو له نسله وو او د ډيرو پاکو ميندو په غيږو کښې روزل شوي وؤ.

امام رضا عليه سلام د هجرت په 183 کال د هارون په بند کښې د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته په پنځۀ ديرش کلنۍ کښې د امامت په ګدۍ کښيناست او د امت د لارښوونې دنده يې په غاړه واخسته. د دوي امامت هم د نورو پاکو امامانو په شان د خدايې د رسول په ټاکنې، تصريح او د خپل پلار لخوا په معرفۍ سره ؤ. امام موسی کاظم عليه السلام تر نيول کيدو او بنده مخکښې ويلي وو چې تر هغه ورسته به د زمکې په مخ د خدايې حجت څوک وي چې خلق او د حق منوونکي په تيارو کښې پاتې او بې لارې نشي.

     مخزومي وايي: امام موسی کاظم عليه السلام مونږ وغوښتو او وې فرمايل: تاسو خبر يې چې ولې مې راوغوښتئ؟  نه.

      د دې لپاره چې ګواه اوسئ زما دا ځوې(امام رضا عليه سلام ته يې اشاره وکړه) زما وصي او ځاي ناستی دی.

[1]  . اعلام الوري ص302   قاموس الرجال ج 

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.